(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پیښور: په لمر چلیدونکې رکشه جوړه شوه

[27.Oct.2014 - 20:36]

د پیښور ذده کونکو په نمر چلیدونکې رکشه جوړه کړې

مدثر شاه 27.10.2014:  د تیلو یا ګیس په ځایې په بجلۍ چلیدوني ګاډي او موټرې ددې نه وړاندې هم د نړۍ بیلا بیلو انجینرانو جوړ کړي دي خو دا اعزاز د پیښور سیکاس پوهنتون څلورو ذده کونکو ته حاصل شو چې په ړومبي ځل يې د نمر په طاقت چلیدونکې رکشه جوړه کړه.

محمد ذیشان وحید، موسی خان، محمود الحسن او سمیرخان اپریدي د خپل استاد پروفیسر محمد هلال خان سرپرستۍ کې په دغه پروژه قریبا شپږ میاشتې کار وکړو او محمد ذیشان وحید ډیوه راډیو ته وايي په دې ټول لګښت دوه لکه اتیا زره روپۍ راغلی دی خو چون دا ړومبۍ رکشه وه نو ځکه يې خرچه سیوا ده او زیاتوي اوس مونږ دغه شان بله رکشه په یو لک شپیته زره جوړولی شو. دی وايي د نمر په طاقت چلیدونکې دغه رکشه ګنته کې تر څلویښت کلومیټره پورې منډه وهلی شي او د ډرایور نه علاوه پکې نور درې تنان کښیناستی شي.

دغه رکشه کې دشپې د سفر یا د وریځو صورت کې داسې انتظام هم شته چې د کور عامې بجلۍ نه دریو ګنټو کې ددې بیټریانې چارج کړی شي او ذیشان وايي د نمر د نیشتوالي په وخت اته ګنټې سفر کولی شي. دغه ذده کونکي د خیبر پښتونخوا د ساینس او ټیکنالوژۍ د ډایرکټوریټ مننه کوي چې دوي سره يې مالي مرسته وکړه خو وايي اوس باید نه یوازې حکومت بلکې غیر حکومتي ادارې وړاندې راشي ترڅو دا رکشې په تجارتي بنیادونو جوړې کړی شي.

پروفیسر محمد هلال خان وايي په تجارتي بنیادونو ددې رکشو جوړول ځکه ګټه ور دي چې دې لپاره دنوي صنعت، پلانټ یا ټیکنالوژۍ ضرورت نشته بلکې دې د پاره چې کوم څیزونه لکه بیټریانې، موټر، ټایرونه، سولر پینلې او داسې نور پکار دي هغه د هیواد دننه جوړیږي.

پروفیسر هلال زیاتوي که دا رکشې زمونږ سړکونو ته راکوزې شوې نو نه یوازې دا چې دې سره به تر ډیره حده د چاپیریال خیچن والی کم شي ځکه چې دا رکشې معضره ګیسونه نه اخراجوي بلکې هر کال چې مونږ خارجي هیوادونو نه د اربونو روپو تیل راغواړو هغې کې به هم کمی واقع شي او عامو خلقو ته به دا ګته وي چې په ډیره لګه کرایه به تګ راتګ کولی شي. پروفیسر هلال وايي پښتنه سیمه کې ډیر باصلاحیته ځوانان شته خو ضرورت ددې خبرې دی چې دوي ته پوره مواقع ورکړل او ددوي د کارونو ستاینه ووشي

- مدثر شاه
بېرته شاته