(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کرنې ښوونیز ملي انسټېټیوټ خبرتیا

[25.Oct.2014 - 19:34]

25.10.2014: د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت په چوکاټ کې د هالنډحکومت په مالي مرسته د کرنې ښوونیز ملي انسټیټیوت (NAEC) په ۱۳۹۱ لمریز کال کې خپلې تدریسي چارې په ډیر ښه کېفیت او عصري سیستم سره پیل کړي دي .

د کرنې دغه ملي انسټېټیوټ غواړې یو شمېر ښځینه محصلیني د دریم ځل لپاره جذب کړي نو د دولسم ټولګي فارغينې کولای شي په دغه انسټېټیوټ کې د شاملیدو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

نوم لیکنه د روان لمریز کال د میزان د میاشتې له ۱۵ نېټې څخه تر ۲۴ نېټې د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې دوام لري، د تذکرې کاپي او یو قطع عکس باید د نوم لکنې پر مهال د ځان سره ولړئ.

باید یادونه وکړو چې د ښځینه محصلینو لپاره د کورس پرمهال وړیا ترانسپورټ او د غرمې ډوډۍ هم په پام کې نیول شوې ده.

پته: د کرنې ښوونیز ملي انستیتوټ ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټيټوټ ترڅنګ (تخنیکم) ، نوی سړک چهلستون – کابل.

د لازیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ په لاندې شمېره او د ایمیل له ادرس سره اړیکه ونیسئ.

[email protected]

[email protected]

 

- NAEC
بېرته شاته