(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند ( PSDP ) د مشرانو جرګى غونډه جوړه شوه .

[06.Feb.2007 - 20:29]

کولن ــ جرمنى : په 02.02.2007 نېټه د جمعى په ورځ د ماښام په اوه بجو د جرمنى د کولن په ښار کې د PSDP د مشرانو جرګى غونده جوړه شوه . چې اجندا ئې پدې ډول ده . ۱ ــ د ګوند د نوى مشر په ټاګنه غور او د ګوندى چارو سمبالښت ۲ ــ د PSDP د مشر او بنسټ ايښودونکى ارواښاد ډاکتر کبير ستورى لومړنى تلين لمانځل ۳ ــ د افغانستان او سيمى حالات غونډه د Pashtoons Social Democratic Party ــ PSDP(پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند) جنرال سيکرټرى ښاغلى هدايت الله خان بنګش له خوا د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د بنسټ ايښودونکى او مشر ارواښاد ډاکتر ستورى روح ته په دوعا سره پرانستل شوه او د ارواښاد ستورى ناڅاپی مړينه ئې پښتون ملت ته نه جبران کيدونکى او نه هيريدونکى وبلله د پښتون ملت د سوکالۍ ، آبادۍ او سرلوړۍ په لاره کې د ده نه ستړيکيدونکى مبارزه ، خدمتونه او هلى ځلى چې د خپل ژوند تر اخرى سلګى پورى ئې کړى وستايلى او د لوى خداي په دربار کې ورته د جنت فردوس غوښتنه وکړه. ورپسي د غونډى د دود سره سم د ګوند مشر سلا کار ښاغلى حاجى فضل الرحمن شير ددى غونډى د مشر او د خپرونو چارو مشر ښاغلى عزيز سرشار د منشى په توګه وټاکل شول . د غونډى د اجندا د لومړى برخى په اړوند د PSDP د منشور سره سم د ګوند لومړى مرستيال ښاغلى على خان محسود به د ګوند د نوى مشر تر ټاکنو پوری د ګوند د مشر ټولى د ندى سرته رسوى. د مشرانو جرګى د هر اړخيزو ، څيړنيزو ، پوهنيزو مالوما تو ، وړانديزونو او غور وروسته د ګوندى چارو د لا پر مختګ او ښه سمبالښت په خاطر د ګوند د مشر تر څارنى لاندى د رايو په اتفاق سره د کار يوه واکمنه اوه کسيزه جرګه ګې وټاکل شوه چې د ګوند د مشر د لارښونى ، مشورو او د بنسټيزى ( منشور ) په رڼا کې به ګوندى چارى پر مخ بيائى چې غړى ئې په لاندى ډول دي . ۱ ــ د ګوند دوهم مرستيال ښاغلى محمد شیرين ګرديوال ۲ ــ جنرال سيکرټرى ښاغلى هدايت الله خان بنګش ۳ ــ دکورينو چارو مشر ښاغلى مبارز څاپى ۴ ــ د مشرتابه د دفتر ( دارلانشاء ) مرستيال ښاغلى نصير ستورى ۵ ـ د مشرتابه د دفتر ( دارلانشاء ) غړى ښاغلى ډاکتر شير ولى شير ۶ ــ د خپرونو چارو مشر ښاغلى عزيز سرشار ۷ ــ د فرانکفورت د څانګى مشر ښاغلى لالا اقبال د ارواښاد ډاکتر ستورى د لمړنى تلين د لمانځلو په هکله مشرانو جرګى پريکړه وکړه چې په روان 2007 ع کال کې به يوه ستره پوهنيزه غونډه او سمينار جوړوى . دا چې ارواښاد ډاکتر کبير ستورى نه يوازى د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند( PSDP ) مشر ؤ ، بلکه د هيواد ملى منلى او ډير اړخيزه سړيتوب ( شخصيت ) دى . پښتون قام او ولس ته د ده سياسى ، ادبى، پوهنيزو او نه هيريدونکو سترو خدمتونو، مبارزى او هلو ځلو د درناوى په خاطر به هميشنى پوهنيزى غونډى او سمينارونه په بيلا بيلو بڼو کې جوړ وى . د ارواښاد ستورى ياد به تل تازه ساتل کيږى او د ده خدمتونه به لمانځل کيږى . پدى برخه کې هم پورتنى جرګه ګى ذمه وارى په غاړه لرى. د PSDP د مشرانو جرګى د هيواد دننه او بهر د ټولو هغو ټولنيزو ، ملى سياسى ، پوهنيزو ، ادبى ، کلتور ى ، دولتى ( سرکارى ) او ولسى مشرانو او سړيتوبونو ( شخصيتونو) څخه او همدا راز د ټولو خبرى رسينو، انټرنټى ديرو ، سياسى ګوندونو ، کولتورى او ادبى ټولنو څخه چې مونږ سره پدى ستر غم کې شريک شوى او د ارواښاد ډاکتر کبير ستورى په ژوند او مبارزه ئې بيلابيل پروګرامونه او غونډى جوړى کړى ، ليکنى ئې کړى ، د خواخوږۍ او غمرازۍ پيغامونه ئې راليږلى د زړه له کومى مننه وکړه. د افغانستان او سيمى د اوسنى تازه روانو حالاتو په اړوند د مشرانو جرګى غړو هر يو په خپل وار مالومات ورکړل، خبرى او د نظريو څرګندونه ئې وکړه او د ډيورند په کرښه ، چې په خبرى رسنيو کې اوس رامخ ته شوى ده رڼا واچوله او د ډيورند تش په نامه کرښه ئې د پښتنو د يووالى اوقامى وحدت په لاره کې د شګو ديوال وباله او دلرو او برو پښتنو په قامى وحدت ئې زور واچاوه .

- د پښتونخوا خبريال
بېرته شاته