(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيښور:د افغان کلتورد نمانځنې ميله پيل شوه

[18.Oct.2014 - 18:53]

 18.10.2014 میا فاروق فراق

 نن د روان ۲۰۱۴ ع کال د اکتوبر د میاشتې په اتلسمه نېټه د خالي (شنبې) په ورځ د پښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې د ډيورنډ د دواړو غاړو پښتانۀ د افغان کلتور د نړيوالې ورځې د نمانځلو په لړکې سره خپلو کې راټول شوي اؤ دملي اتڼونو ،مشاعرو، ټنگ ټکور، اؤ ثقافتي توکو په نندارتون راجوړولو سره نړۍ ته پيغام ورکوي چې پښتانۀ جنگيالي يا تندروه خلک نۀ بلکې دنړۍ يو باکلتوره اؤ امن خوښى قام دى .

دپاک افغان اولسي تړون له لوري دراجوړې شوې دغه ثقافتي ميلې پرانسته په نشترهال کې د خيبرپښتونخوا د حکومت په نمائندگۍ د سيلگرۍ صوبايي وزيرامجد اپريدي د فيتې په غوڅولو سره وکړه خو دهغۀ سره په دغه موقعه دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي مشر مياافتخارحسين اؤ پارليماني ليډر سردار حسين بابک هم ملگري وؤ.

په دغه موقعه راجوړشوي سيمينار ته پخپله وينا اؤ وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په ځانگړو خبرو کې د عوامي نيشنل گوند مرکزي سترسکتر مياافتخارحسين  وويل دخوشحالۍ ځايې دى چې نن د ډيورنډ د کرښې ددواړو غاړو پښتانۀ په داسې حال کې د خپل کلتور ورځ نمانځي چې نړۍ ته ددوئ د خراب عکس ښودلو هڅې کيږي.

ميا افتخار حسين وويل په دې کلتوري غونډه کې د ډيورنډ د دواړو غاړو د پښتنو گډون دنيا ته ښايي چې پښتانۀ کۀ هرڅو په برخو ويشل شوي خو ددوئ گډ کلتور هيڅوک نۀ شي ويشلى ځکه نن دافغانستان څخه وروستو دادى په پيښور کې پښتانۀ د خپل کلتور ورځې نمانځلو ته ناست دي.

هغه وويل په نزدې موده کې مونږ وليدل چې د پښتنو دښمنانو کۀ چرته زمونږ حجره جومات پرې نۀ ښودل ،بچي يې راته ووژل ، سکولونه يې راته  په  بمونو والوځول نو هلته د هيچا څخه پټه نۀ ده چې دغو دښمنانو د پښتون ثقافت ختمولو هم پوره پوره هڅې وکړې خو دا طاقت د پښتنو په کلتور چې ځان يې په هررقم نامساعدو حالاتو کې ژوندى ساتلى.

ميا افتخار حسين وويل نن چې مونږ په کوم نشترهال کې ناست يو ترڅه مودې وړاندې د تندلارو اؤ ترهگرو د ويرې د پيښور ددې يواځيني کلتوري مرکز دروازې حکومت تړلې وې اؤ چاته يې اجازه نۀ ورکوله چې دلته کلتوري سرگرمۍ وکړي .

خو دهغۀ په ويناکله چې بيا صوبه کې د عوامي نيشنل پارټۍ حکومت راغلو نو دنشترهال د دروازو قلفونه يې مات کړل اؤ داقلفونه په اصل کې د ظلم جبراؤ تيارو غرونه ماتول وؤ

هغه وويل مونږ دخپل کلتور د پاللو دپاره درنې قربانۍ ورکړې ، په جنازو اوچتولو ستړي شو خو دا قرباني په اصل کې د قام دپاره وه اؤ دخپل قام دپاره کۀ دغسې په لکونو نورې قربانۍ هم وي نو مخ به ترې ستون نۀ کړو.

دپروگرام مشرميلمه اؤ د سيلگرۍ صوبايي وزير امجد اپريدي ډيوه راډيو ته وويل صوبايي حکومت ځان دپاره دا د وياړ موقعه گڼي چې د يو داسې پروگرام کوربه دى چې مقصد يې دنيا ته د پښتون کلتور اصل مخ ښودل دي.

هغه وويل پښتانۀ د ډيورنډ د پولې پورې غاړه ژوند کوي کۀ راپورې ټول يو خلک دي اؤ په دې متفق دي چې حالات اؤ واقعات ترې خپل کلتور اؤ عنعنې نه شي هيرولى .

نوموړي وويل په موجوده حالاتو کې تر ټولو لويه اړتيا دې ته ليدل کيږي چې پښتون قام بايد د خپل غني کلتور دلارې نړۍ ته وښايي چې پښتانۀ د جنگونو او تندلاريتوب څخه کرکه اؤ د امن سره مينه لري ، چونکې پښتون کلتور هم دامن څخه عبارت دى ځکه نو دغه کلتور په ودې ورکولو مونږ دامن په تقويه کې کردار اداکولى شو.

ددغه دوه ورځنۍ کلتوري ميلې په مهال په نشترهال کې د پښتنو په ثقافت پسې د تړل شوؤ يو شمير توکو سټالونه لگيدلي وؤ چې پکې د ميلې برخه والو ځانگړې خوښي څرگنده کړه.

دنشترهال دننه د پښتو د روايتي موسيقۍ په نغمو کې  ځلمو په خپل روايتي لباس کې ملي اتڼونه وکړل .

همدغه شان په دې دوه ورځنۍ ميله کې به مشاعرې اؤ د سندرو بيلا بيل نشستونه هم کيږي

- فاروق فراق
بېرته شاته