(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان نوي ولسمشر ته د مبارکۍ پیغام

[30.Sep.2014 - 18:45]

30.09.2014:    د پښتنو ټولنیز ولسولیز  ګوند  Pashtoon Social Democratic Party (PSDP) ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته،په ولسمشریزو  ټولټاکنو(ایلکشن) کې د بریالیتوب  له امله د زړه له تله مبارکي وائي

د پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي PSDP، په ولسمشرېزو ټولټاکنو کې ستاسې ، د بدلون او دوام ډلې او دپښتون /افغان ملت ځوان کول دا  بری  د پښتنو او د پښتونخوا (د احمدشاه بابا افغانستان)  د سوکالۍ، ابادۍ   او هوساېنې په لور یو نیکمرغه ګام بولي او په دې هېله چې دښاغلي ډاکتر اشرف غني احمدزي تر مشرۍ   لاندې نوی  حکومت  به  دخپلو ژمنو سره سم   د  ولسولۍ (ډیموکراسۍ)  د اصولو پر بنسټ   کار اهل کار ته وسپاري اوجنګ ځپلې  لوې افغانستان  ته  به تل پاتې سوله، امن  او ټیکاو(ثبات)  راولي.

دافغانستان  ولسمشرښاغلي ډاکټر اشرف غني  احمدزی صیب ! 

افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده دولسولۍ (ډیموکراسي)  او نړیوالو   نورومونو پر بنسټ د هیواد مېشت قومونه  دخپل شمېر سره سم د هيواد په سياسی ، اقتصادی او ټولنيز ژوند کې د خپل شمير سره سم عادلانه برخه ولری   اود هیواد د ډېره کی (اکثریت) ولس حقوق د لږه کی (اقلیت) دحقوقو قرباني نه شي.

په پښتنه مینه 

نصیر ستوری

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سیکرټري

- PSDP
بېرته شاته