(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اماراتو پښتو ادبي ټولنې وشوه

[19.Sep.2014 - 09:14]

19.09.2014:

نن د اماراتو پښتو ادبي ټولنې مرکز دبۍ .ابو ظهبي .او الفجيره.د عهديدارانو غونډه په شارجه کښي د قاضي منضور موسي خيل په ځايي کښي اوشوه
د غونډې ايجنډه په دې ډول وه
۱...د عهديدارانو ذمه دارۍ.....
۲......د تولنې له خوا چاپ کتابونه او د کتابونو د خورولو د پاره لاړې ګودرې لټول
۳...د ټولنې له خوا دوه نور راروان کتابونه.....د لګښت او د خرڅ لارې لټول
۴....دلته د با شعوره پښتنو سره ليدل کتل او هغويي سره د ژبې د خدمت په حواله خبرې کول
۵...د ټولنې د ملګرو د پاره يو داسې فنډ جورول چې د ټولنې ملګري ترې د ضرورت په وخت استفاده کولے شي
۶....د مياشتينۍ چندې را غوبډول ....
په دې هر يو جز ملګرو او مشرانو تفصيلي خبرې اوکړې...او انشا الله هغه ټولې خبري به عملي کيږي چې مشرانو يې دلته تاکيد اوکړو
د تولنې سر پرست اعلي ښاغلي قاضي منظور موسي خيل صيب چې د ټولنې دپاره نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کوي..په خپلو خبرو کښي په ملګرو تينګار اوکړو چې غونډو ته راتلۀ دې يقيني کړي
نظار يوسفزي ....د تولنې په حقله ډيرې غټورې خبرې اوکړې..او د ټولنې په کردار يې رڼا واچوله'''
د ټولنې چير مين بشير احمد بشير صيب هم ډير ښه تجويزونه وړاندې کړل چې ملګرو يې تاييد اوکړو..
د ټولنې درانۀ مشر محترم خالد خان حسرت صيب ملګرو ته زمه وارۍ اوسپارلې...او ورسره يې ډيرې داسې کمزورو ته هم د ملګرو پام او ګرځولو..چې د ملګرو ورته خيال نه وو...
فرهاد لالا د مشاورتي بورډ خبره اوکړه....او ملګرو خالد صيب د بورډ مشر کړو دا مشاورتي بورډ به د ټولنې لخوا مطبوعاتي چارو سره سره د راتلونکو پروګرامونو په جوړولو کښي واک او اختيار لري...
دوست محمد دلسوز صيب چې د ټولنې ستر سيکتر دے ډيرې زمه وارۍ په غاړه واخستې چې ورسره مرستيال به کشر سيکتر حميد اورکزے وي...
اختيا ر الله اورکزي د تولنې نايب رييس او عابد حمدان د ټولنې مشر نايب رييس هم
خپلو زمه واريو ته ټتر او وهلو..
پريس سيکتر طهور احمد ظهور به د تولنې د ملګرو لسټ جوړوي چي په هغه کښي به د ملګرو شميرو سره د هغويي په امارات کښې او په پښتون خوا کښې .د موبايل شميرې خوندي وي او دا به يوه مکمله ډايريکټري وي
زرين زاده يوسفزي هم په غونډه کښي ډيرې ګتورې خبرې اوکړې ،،او د ټولنې سري يې د خپل ترون او مينې ذکر اوکړو
دا کامياب غونډه په لر او بر پښتون وطن کښي د امن او سوکالۍ دپاره په اجتماعي دعا سر ته اورسيده

ژوندي دې وي پښتانه....ژوندۍ دې وي پښتو...اباده دې وي د اماراتو پښتو ادبې ټولنه
راپور: دوست محمد دلسوز

- دلسوز
بېرته شاته