(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوست:دولسمشرۍ ټاکنواعتراضيه غونډه

[13.Sep.2014 - 17:58]

13.09.2014: د خوست قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او ځوانانو نن د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون غږ کړی، چې دولسمشرۍ د ټاکنو نهايي پايلې ژر تر ژره اعلان کړي
په خوست ولايت كې زرګونو خلكو د خپلو رايو نه د دفاع په موخه جوړه شوې غونډه كې پر دولت غږ وكړ چې كه رايو ته يې درناوى ونه شي اود ټاكنو بريالى كانديد ژر اعلان نه كړي، پراخ لاريونونه به تر كابل ورسوي او په حضوري چمن كې به د اعتراض لپاره خيمې ولګوي، دغه خلك چې د خوست په سپورتي لوبغالي كې راټول شوي وو، وايي چې د افغانستان په اوسني حالت حكه چپ نه شي پاتې كيدى چې له هر ډول زيان او تهديد سره ولس مخامخ دى.
په دغه لويه او اعتراضيه غونډه كې چې د خوست له هرې سيمې مشرانو، ځوانانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنې فعالان عام خلك د ګډون لپاره لوبغالي ته له ډولونو سره راغلي وو، له دولت غوښتنه كوله چې د دوى د رايو درناوى وكړي، دوى چې په احتجاجي ډول يې خوست ښار هم تړلى وو، پرافغان دولت غږ وكړچې كه د رايو پراساس زر تر زره نوى ولسمشر اعلان نه شي، نو لاريونونه به تر كابل پورې وغځوي او نړيوالو ته به هغه ولسواكي ور وښي چې له مخې يې ولسونه په خپله خوښه او رايو مشران ټاكي.
قومي مشرانووويل چې موږ په اخلاقي ډول د خپلو رايو درناوى غواړو خو دا نه خوښوو چې په هيواد كې هم رايې واچول شي او هم په زور څوك واك ته ورسيږي، دوى پر نورو هم غږ وكړچې د لومړي ځل لپاره په سوله يز ډول د واك ليږ پر وړاندې خنډونه جوړ نه كړي.
د غونډې ګډونوالو ته د خوست سوداګرو ډاډ وركړ چې تر كابل پورې به د لاريونكوونكو ټول لګښت پرغاړه واخلي او د خپلو روا غوښتونو په لار كې به سل ميليونه افغانۍ به ولګوي، دغه سوداګرو وايي چې كه دولت يې غوښتنې ونه مني نو په احتجاج كې به خوست ښار وتړي او ټولې غځيدلې لارې به د ترافيكو پرمخ بندې كړي.

- رحیمي
بېرته شاته