(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دملک امان الله خان کاسی په مړېنه د غمرازۍ پیغام

[11.Sep.2014 - 21:40]

11.09.2014: په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ،  چې د روان ۲۰۱۴ ع کال د سیپټمبر دمیاشتې په یوولسمه نېټه د پینځه نې (پنجشنبې) په ورځ د پښتون قامي وحدت د کاروان پیاوړی اتل ښاغلي ملک امان الله خان کاسي د کابل ښار په وزير اکبر خان روغتون کې  د اته شپېتو کالو په عمر کې له دې فاني نړۍ  څخه د تل لپاره سترګې پټې کړېإنا لله وإنا إليه راجعون.

اروښاد امان الله خان کاسي  د افغانستان د سرحداتو او قبايلو چارو وزارت په بلنه  د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د ورځې د نمانځنې لپاره چې هرکال د وږي پر نهمه  نېټه نمانځل کېږي کابل ته راغلی و. تېره اوونۍ کاسي صيب دپښتو ټلوېزيون سره د يوې ځانګړې مرکې په پاى کې داسې بوګنونکې څرګندونه کړې وه: "خداى دې وکي چې ستا د دې مرکې بعد بيا زه ژوندى پاتې سمه.

 ارواښاد ملک امان الله خان  کاسی د سهیلي پښتونخوا د کوټې په چشمه اچوزي کلي کې زیږېدلې او له وړواکوالي یې د پښتنو له ملتپالي سیاست سره تړون پاتې شوی  او دپښتنوقامي  مشرانو ارواښاد  باچا خان بابا ،ارواښاد خان عبدالصمدخان اڅکزي، ارواښاد خان عبدالولي خان او ښاغلي محمد افضل خان (خان لالا) سره یې په په قامي اوسیاسي مبارزه  کې ونډه اخیستې. څو څوځلې  لکه د پښتنو د نورو مشرانو د پاکستاني واکدارانو له خوا  زندان (جېل) ته  اچول شوی دی.

دپښتون قامي وحدت ستر لارښود، ښاغلي محمد افضل خان (خان لالا)  د ۲۰۰۰ ع کال راهیسې په پېښور کې څو وارې د پښتنو قامي نماینده جرګې رابللې وی چې د سهېلي پښتونخوا استازیتوب به د ارواښاد کاسي په غاړه ؤ

ارواښاد ملک امان الله خان کاسي  پر پښتو او پښتونولۍ مین  او د پښتون قامې وحدت دقافلې مخکښ مبارز ؤ نو لدې امله ئې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو سره نزدې اړیکې لرلې   

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر، د مشرانو جرګه  او د ګوند ټول غړې  دارواښاد کاسي د کورنۍ ،خپلوانو  او سیاسي ملګرو سره     په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼې د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه کوي

روح دې ښاد وي

**************************************************************************

Abdul Ghafoor Liwal

ترهرڅه وړاندې دعدم تشدد یو پلوي انساندوسته سیاستوال و ، اوبیا یې لویه ځانګړنه دا وه ، چې پرافغانستان مین و ، له افغانانو سره یې عجیبه مینه وه . کلونه وړاندې مې په زیارت - بلوچستان کې ولیده ، له هغې ورځې څخه مو پر افغاني ملتپالنې سره سیاسي ملګرتیا شوه ، خو تل داسې پېښېدل ، چې ده به تیلیفون راکاوه او ما به سم له واره ورته وویل : خدای دې راوله ملک صاحب ! دادی بیا دې ملامت کړو . ملک صاحب به یوه خوږه خندا وکړه او بیا به یې دحالاتو پوښتنه کوله . 
داځل اندیښمن و، یوځل یې ترنورو ګوښه راته وویل : هلته او دلته افغانانو ته اندیښمن یم ، دا ورځې هوښیار سیاست او ویښ سرونه زموږ اړتیا ده ، چې خدای مه کړه نړیوالې دروهې او چلونه مو ولس راو نه ځپي. 
داځل ملک صاحب بل ډول ښکارېده ، ځکه په خپله خوږه خاوره کې یې ځنډنې پاتې کیدا ته زړه کېده او داځل ملک صاحب خپله وروستۍ ساه پرهمدې افغانستان وویسته . 
نن یې چې د بېروحه بدن ترڅنګ ولاړ وم ، دملتپالنې او تاریخي افغانستان د ملي داعیې دانګازې لپاره مې یوه هسکه غرڅوکه را نړیدلې لیده ،نو ماته هم ویره او اندیښنه راولویده . 
تاریخ به دملک امان کاسي یاد دکاسيګر ( کاسي غر) او اراکوزیا پرهسکو کنګرو تل ځلانده ساتي !
اروا یې ښاده ، یاد یې ژوندی !

Jabar Bajauri

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې ښاغلي ملک امان الله کاسي د کابل ښار په وزير اکبر خان روغتون کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. إنا لله وإنا إليه راجعون. الله پاک دې کاسي صيب ته جنت الفردوس په نصيب او کورنۍ ته دې د زړه صبر ورکړي.

Barakwal Myakhel

د پښتنو د ملتپال سياست يوه سپېڅلي ږغ سکوت وکړ. ملک امان کاسى په خپل ژوند کې پر هر ډول ستونځو برسېره له خپل سياسي ارمان سره مخلص پاته شو او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې يې د خپلې خاورې پر سينه د کښل شوې ډيورنډ کرښې د نامنونکي باغي ټاپه پر خپل تندي يووړه، څومره دردوونکى حالت دى، نن پر ډيورنډ خندقونه کيندل کېږي، ځکه چي نور يې دغه اړم سړى په مخ کې نه درېږي او نه د دې وېشلي ملت د يووالي لپاره پښې تڼاکوي.
د ډيورنډ کرښې تر ټولو ستر مخالف او د لر او بر افغان د يووالي دې ارمانجن ملک که د انګرېز په استعماري چاړه دا سره بېل شوى ملت سره يو نه کړ، خو د خپل ژوند وروستۍ ورځې يې پخپله سياسي قبله کې تېرې کړې، خپلې وروستۍ سلګۍ يې هم په کابل کې د خپلو هغو وينه شريکو وروڼو په منځ کې ووهلې، چي له هغوى سره د مينې حد يې ما په بوډا زړګي کې ليدلى وو، اخير يې د خپل جانان افغانستان په غېږه کې ساه ورکړه او د خپلې خاورې او ولس له غرور او وياړه ډکې سترګې يې پټې کړې. د پښتون نېشنلزم په غوږ کې کله- کله د پښتنو- افغانو د يووالي دا لېونۍ چيغه هم خاموشه شوه. کشکې مرګى نه واى.

Majeed Qarar

ملک امان کاسی صاحب ریښتیا ازاد افغان و. مرحوم په هغو د ګوتو شمېر کسانو کې و چې خپل ارمان ته تر پایه ژمن پاتې شو. د ده ژمنتیا او جذبه لکه د ډېرو په قومپرستو د کابل تر راشنونو او ډالیو نه وه. خدای دې یې وبښي. خدای دې یې ارمان ترسره کړي.

Nangealy Abaseen

اوهو انالله وانا اله راجعون داخو ډیرزیات پری خفه شووم داولی هغه بله پینجشنبه کابل کی افغان ملی غورځنګ غونډی ته راغلی وه دومره غیرتی پښتون وه اودومره ښی خبری وکړه ماورسره ولیدل اوف اوف ډیرزیات می پری زړه خفه شو دامرګی داسی شی ده الله دی جنتونه نصیب کړی باقی دی الله مونږ او تاسو ته خیر کړی

Jelani Zwak

د فخر افغان خان عبدالغفار خان او شهید صمد خان اڅکزی رښتینى ملګرى، د آزادۍ او د افغان د يو کيدو د لارې ستر مبارز ملک امان الله خان کاسي نن د کابل په وزير اکبر خان روغتون کې په حق ورسيد. 
د ده درنې کورنۍ، او ټولو افغانانو ته د لوې خداى له درباره صبر غواړم، او ده ته له خدايه مغفرت ، خداى دې وبخښي.

Sharifullah Nasari

دلوې هیواد مخکښ داعي او تکړه مبارز دمحکومې خاورې دمحکومو ولسونو دازادۍ سرلارې دلوې افغانستان په مینه مین مجنون ملک امان الله کاسی بابا له دې فاني نړۍ څخه دتل لپاره مخه ښه وکړه.
انالله وانا الیه راجعون

زه لوې افغان ملت ته تسلیت وایم او دستر مبارز بابا کورنۍ سره په دې دردمنه پيښه کې ځان شریک اویرن ګڼم

پاکستان دافغانستان له یو برخې څخه جوړ شوې ناچله وطن دې نو ځکه ناکام او دمنلو وړ نه دې.. د کاسی بابا وینا

که غواړئ چې سیمه په امن شي نو راځئ چې د دروازه روغه په قامي زور اوچته کړو او په اټک یی کیږدو چې دشر منصوبی ختمې شی

Asadullah Amarkhil Kamawy

زه هم په خپل نوبت د بابا مړینه د افغان ولس لپاره یوه تشه ګڼم د مرحوم کورنی ته د جمیل صبر غوښتوونکی یم او مرحوم ته دفردوس جنت

Sharifullah Nasari

بابا ډیر نر افغان وو او خدای ته یی سوال کړی وو چی مرګ حق دی خو کاش چی په ازاد افغانستان کی می روح واخلی نو خدای یی سوال قبول کړ

News confirmed from Afzal Khan lala
May Allah rest his soul in peace.He was a staunch nationalist and down to earth humanist.have loads of sweet memories of Kasi sb during our struggle for pukhthoon rights

خدای نور ناصر

په کوټه کې مېشت د احمدشاهي افغانستان نظريې يو مبارز سیاستوال ملک امان کاسي مړی د جمعې په ماسپښين د افغانستان حکومت په يوه ځانګړې الوتکه کې کوټې ته ورسولی. ملک امان کاسي چې د افغانستان د سرحداتو او قبایلي چارو وزارت په بلنه د پښتنو او بلوڅو د ملي پيوستون د ورځې په لمانځغونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی وو هم هلته يې د زیارت «پنجشنبې» پر ورځ د زړه د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

ښاغلی کاسی چې د خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان او خان شهيد له نيژدې ملګرو او لارويانو څخه وو، ټول ژوند يې د پښتنو، بلوڅو او نورو محکومو قامونو لپاره په مبارزه کې تېر کړ. نوموړی د پاکستاني سیاست يو له سختو مخالفينو څخه وو، او په کوټه کې د ډيورنډکرښې يو تر ټولو لوی او سخت مخالف وو. د ملک امان کاسي نيژدې ملګري او پلویان وايي، د نوموړي د ژوند تر ټولو لوی ارمان د تقسيم وطن يو واري بیا يو ځاي کېدل وو. يوه مياشت وړاندې له مشال راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې ملک امان کاسي د پاکستان مېشته پښتنو په هکله څه داسې څرګندونې کړې وې.

؛ د پښتنو ايينده ماته ډېره خطرناکه ښکاري. او هغه ځکه چې دوی د دې وطن د ملکيت دعوه نه کوي. موږ يو سل شل کاله جدوجهد کړی دی. د خپلي ازادۍ لپاره خو موږ تر اوسه پورې دا خبره نه ده کړې چې پښتون څه غواړي. آيا باچاخان دا ویلي وو، چې زه ډيورنډکرښه نه منم؟ آیا پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا ویلي دي چې زه ډيورنډ کرښه نه منم؟ آيا اسفندیار خان دا ویلي دي چې زه ډيورنډ کرښه نه منم؟ تر څو پورې چې د پښتنو مشرانو دا خبره نه وي کړې دې قام ته او دا قام يې په ځان پسې کړی نه وي، دېرش لکه پښتانه مړي دي، دېرش لکه به نور مري؛.

 په سوات کې مېشت سیاستوال او د ملک امان کاسي نيژدې ملګری محمدافضل خان  (خان لالا) وايي، ملک امان الله خان  کاسي يو هغه پښتون سیاستوال وو، چې په هيڅ فشار يا لالچ هغه چا له خپل هدف او مرام څخه اړولای نه شو. د طالب علمۍ له وخته چې د هغه کوم هدف وو، په هغه باندې کلک ولاړ وو. او هيچا هغه له خپل هدف څخه اړولای نه شوای. خدای بخښلي ملک امان کاسي خپل کار کاوو او خپل کار يې کړی دی.

افضل خان لالا له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه، د ملک امان کاسي مړينې ټول پښتون قام او سیاستوال غمجن کړي خو تر ټولو زیات يې په مړينه دوي خفه او خواښيني دي.

اته شپېته کلن ملک امان کاسی په پاکستان کې مېشت يو له هغو سیاستوالو څخه وو، چې کله يې هم د پاکستان کومې وظیفې ته غاړه نه کښېښوده، او ټول عمر يې د پاکستاني سیاست خلاف تېر کړ. د ملک امان کاسي د جنازې مراسم به هم د جمعې په ماځيګر په خپل پلرني ټاټوبي چشمه اچوزيي کوټې کې ترسره کېږي او هم هلته به خاورو ته سپارل کېږي.

 

 

 

- PSDP
بېرته شاته