(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیورنډ کرښې اخوا کندې کندل کیږي

[10.Sep.2014 - 19:04]

10.09.2014, Ashna Radio دغه کنده د کندهار د معروف ولسوالۍ سره نژدې د ډیورینډ کرښې جنوب ته کېندل کیږي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې دغه کنده۴۸۰ کلومېتره اوږدوالی لري چې له کندهار به تر پکتیکا پورې وکېندل شي. دا کنده اته فوټه ژوروالی او لس فوټه اوږدوالی لري . تر اوسه پوري يي ۲۵۰ کلوميټره کار مکمل سوي او په نور خندق کار روان دئ چي ډير زر به مکمل سي. پاکستانې چارواکې واېې ددې کار مقصد د ترهگري ،د قاچاقبرو،وسلوالو او د خلکود نا قانونه تګ راتګ مخنیوی دی.

د پاکستان سرحدي ځواکونو د کوټې ځیني سیمه اییز خبریالان د قلعه سیف الله د مرغه فقرزي سیمې ته وروستلي چې د کندې کیندلو په اړه مالوت ورکړې، په دغو خبریالانو کې آزاد خبریال جمال ترکی هم شامل و.

ښاغلي ترکي، د امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان د سرحدي ځواکونو (مليشو) يو ډگروال فهیم بابر دوی ته وویل چې دغې لارې د قاچاقي موادو وړلو راوړلو د پاکستان اقتصاد ته زیان رسولی دی چې باید یې مخه ونیول شي. ده ونه ویل چې د دغې کندې کارونه به کله پای ته ورسیږي.

نومړي زیاتوي چې پاکستانې چارواکې ورته ویلې، چې پاکستان به د ایران او پاکستان سرحد  ترمنځ هم داسي کندې وکندي.

 د یادوینې وړ ده چې څه موده وړاندې په دغې سیمي کې د افغان او پاکستاني سرحدی ځواکونو تر منځ نښته هم شوي وه، او دواړو خواو ته تلفات اویښتې ول.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق امریکا غږ خبریال عزیز الله پوپل وویل چې څو میاشتې د مخه یې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د کندهار په معروف ولسوالۍ کې کرښي ته نږدی وروسته له هغه نښته وشوه چې هغوی د ډیورنډ کرښې پر صفري نقې د کندې کېندل پیل کړي ول.

جنرال عبدل رزاق وايي کابل ورته لارښونه کړې چې ( د افغانستان، پاکستان او د ناټو ځواکونو درې اړخیزه کمیسون په دی خبری سره تفاهم شوي چې پاکستان ته اجازه ورکړې چې په خپل طرف کې د ډیورینډ کرښي ٦٠٠ میټره دننه کنده وکېني چې دپاکستان په قول د ترهگرو او قاچاق کوونکو د تګ راتګ مخه ونیول شي.)

خو له دې سره سره ښاغلي رازق پاکستان تورنوي چې په دې کار سره غواړي د ډیورنډ کرښې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد حیثیت ورکړي.

د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه تقريبا٢٦۴٠ کلومیټره ده . په دغه کرښه د تگ او راتگ آسانه دی. او دا لومړی ځل دئ چي پاکستان د کندی کنيدل پیل کړی دی.
 پاکستانې چارواکې واېې، چې ددغه کندی کیندل به د دواړو هيوادونو دپاره ګډه ور ثابت شی او دغه راز په د امنيټ په ټینگښت کې به هم د دواړو هیوانو سره مرسته وکړي

- اشنا راډیو
بېرته شاته