(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلوچستان: نجونې لا په کم عمرۍ کې ودېږي

[04.Sep.2014 - 19:07]

04.09.2014: د افغانستان د ډېرو وروسته پاته سيمو غوندې د پاکستان په هغو سيمو کې هم چې د تعليم کچه په کې کمه ده- نجونې لا په کم عمرۍ کې ودېږي او د مېړه په کورکې بد ورسره کېږي.

په کوټه کې د کم عمرۍ د ودونو د مخنيوي په اړه سېمينار شوى او د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ يوې غړي ويلي، چې ډېر ژر به په دې اړه اسمبلۍ ته قرارداد وړاندې کړي.

د علم په برکت ساينس او ټيکنالوژۍ دومره پرمختګ وکړ، چې خلک د نړۍ له يوه بله کونجه په ثانيو کې د يو بل له حاله خبرېږي، خو د پښتنو ډېرې سيمې لا اوس هم داسې دي، چې د علم يو فيصده روڼا هم نه ده ور رسېدلې، هلته لاهم ښځې دوزخي ژوند تېروي او لاهم د خپل ژوند په اړه په خپله پرېکړه کول او د خپل ژوند ملګرى د خپل زړه په خوښه ټاکل ورته هره شېبه مرګ ته هرکلى ويل دي.

د کم عمرۍ ودونه هم يو له دا ډول ناسور دودونو څخه دى، چې تر اوسه په خلکو کې ژوندى دى.

په کوټه کې د کم عمرۍ د ودونو د مخنيوي لپاره په ورځني سېمينار کې د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالانو او قانونپوهانو وويل، چې د بلوچستان ايالتي حکومت بايد کال پر کال د تعليم بوديجه زياته کړي او په کليوالو سيمو کې تعليم ته زياته توجه وکړي، که نه وي په بدۍ کې د ښځو د ورکولو، د بدل د ودونو او ولورونو غوندې به په کم عمر د نجونو د ودولو ناوړه دود هم ختم نه شي.

صابره اسلام مدافع وکېله ده، دا وايي په پاکستان کې د ١٩٢٩م کال- چې لا متحده هندوستان وو- د کم عمرۍ د واده د مخنيوي قانون موجود دى، خو په عمل کې هيڅ نه شته او اوس هم نجونه په کم عمر ودېږي، مګر هيڅوک يې د مخنيوي لپاره محکمې ته مراجعه نه کوي. دا وايي، دا ناوړه دود اوس په کلچر بدل شوى او نجونې خو يې پخپله د بېسوادۍ له امله په ضد څه نه شي ويلاى، خلک هم پر دې غيرانساني عمل پټه خوله دي:

"مور و پلار يا هغه څوک چې نجونې په کم عمرۍ ودوي، نه نيول شوي، نه ورباندې د جرم دوسيه زما تر نظر تېره شوې ده، بل دا چې په دې جرم کې سزاوې هم کمې دي، که چېرې پر چا د کم عمرۍ د واده خلاف په محکمه کې دوسيه هم درج شي، زر روپۍ جريمه او يوه مياشت بند يې سزا ده. د مذهب او کلتور په نامه نن هم نارينه زورواکان دي او ښځې مظلومې دي."

په سېمينار کې ځينو ويناوالو وويل، چې که په کليوالو سيمو کې د مسجدونو ملا امامان او قومي مشران په کم عمرۍ د ودونو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي، نو دا دود به ژر پاى ته ورسېږي، خو ځينو ويناوالو پر ملايانو، سردارانو او ملکانو نقد وکړ او پخپله دوى يې د کم عمره ودونو مرتکب وبلل.

مدافع وکېله صابره اسلام وايي، لوستي ځوانان او رسنۍ د کم عمرۍ د ودونو په شمول د هر ډول ټولنيزو ناروغيو په خلاف ښه مبارزه کولاى شي:

"د دوى شريعت له ښځې پيلېږي او پر ښځه ختمېږي، دوى د ښځې د حقوقو خبره لږ کوي او ښځه د ځان د تفريح او هوسايۍ شى ګڼي، کم عمره نجونه خو د دوى لپاره لا زياتې د تفريح سبب دي، زه له ديني ملايانو او سردارانو، نوابانو، وډېره ګانو هم هيله نه لرم، چې دوى دا کرغېړن دود ختم کړي، ځکه دوى پخپله په دې کې شامل دي، زه فکر کوم چې لوستي ځوانان او رسنۍ په دې برخه کې ښه رول لوبولاى شي."

د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې د نېشنل ګوند غړې ډاکټره شمع اسحاق وايي، په بلوچستان کې تر ټول پاکستان د د زېږون په مهال د مور د مړينې فيصدي زياته ده او يواځينى علت يې په کم عمرۍ د نجونو ودول دي.

دا وايي، تراتلس کلنۍ مخکې د نجلۍ واده په هر لحاظ د هغې ژوند ته زيانمن دى:

"د واده لپاره د هلک عمر دي اتلس او د نجلۍ عمر دي دوولس کاله وي، خو موږ وايو چې د هلک او نجلۍ دواړو د واده عمر بايد اتلس کاله وي. موږ چې د څلورو ودونو په خلاف خبره کوو، نو دوى وايي چې اسلام د څلورو ودونو اجازه ورکړې، اسلام خو دا نه دي ويلي، چې د يوې حقوق تر پښو لاندې کړه او له بلې سره واده وکړه."

شمع اسحاق وايي، لومړى به د واکمنو او اپوزيسون ګوندونو له غړيو سره به په دې اړه سلا مشورې کوي، چې هغوى هم د کم عمرۍ د ودونو مخنيوي ته اماده کړي او بيا به ډېر ژر په اسمبلۍ کې په دې اړه په جوړ شوي پخواني قانون کې د بدلون لپاره قرارداد وړاندې کړي:

"دوى له کوچنيو نجونو پوښتنه نه کوي او تر پلار هم له لوى اتيا کلن سړي سره يې واده کوي، دا ډېر غلط رواج دى، بيا چې مېړه يې مړ شي، لېور يې وکړي، چې هغه لېور يې مړ شي، بيا يې بل ته کښېنوي، دا يو ډېر ناوړه سيسټم دى، موږ په دې اړه قانون جوړوو او تصويبوو، بيا پر دې جريمه هم ټاکو، چې په کومو ځايونو کې د کم عمره نجلۍ واده کېږي، مور و پلار بايد هملته ونيول شي او سزا ورکړل شي."

د يادونې وړده، چې د بلوچستان اوسنۍ ايالتي اسمبلۍ د پت په نامه د ښځو د وژلو د مخنيوي او پر ښځو د تشدد د مخنيوي قانون تصويب کړى، خو په هغو سيمو کې چې تر اوسه قبايلي نظام پکې حاکم دى، هلته ښځې وهل کېږي، د پت پر نامه وژل کېږي، خو حکومت پر ښځو د تشدد د مخنيوي د قانون د عملي کولو لپاره کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- سورس:  ازادۍ راډیو

 

 

- بارکوال مياخېل
بېرته شاته