(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل: د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ لمانځل شوه

[01.Sep.2014 - 18:01]

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ لمانځله

01.09.2014: Shamshad

په دې غونډه کې د کوزې پښتونخوا  یو شمیر افغان مشرانو هم ګډون کړې وود غونډې ګډونوالو په قبایلي سیمو کې جګړه په کابل او اسلام آباد کې نا امنې وبلله .
دوی همدا راز افغان حکومت ملي ورځو ته په نه پاملرنې تورن کړ.
د وږي یا سنبلې نهمه چې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ بلل کیږي هر کال دغه ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کيږي .
سږکال هم دغه ورځ د قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې ولمانځل شوه،چې ډیورند  کرښې دې غاړې افغانانو سربیره د کرښې هاغې غاړې افغان مشرانوهم  په کې ګډون کړې وو.
د قومونو او قبایلو چارو وزیر اکرم خپلواک وویل ترهغې چې په قبایلي سیمو کې امنیت نه وي راغلی په کابل او اسلام آباد کې د امنیت راتګ ناشونی دی.
د کرښې له هاغې غاړې راغلي افغان مشرملک امان الله کاسي وویل نړۍ او پاکستان چې کومه جګړه په افغانستان کې پیل کړې وه اوس په پنجاب کې هم  کې پیل شوې ده .
د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي بیا افغان حکومت دملي ورځو په لمانځلو کې په ناغیړۍ تورن کړ.
د قومونو او قبایلو چارو پخواني وزیر سلیمان لایق اوسنی حکومت د ډیورند کرښې پر سر د موجوده ستونزو په هوارولو کې پاتی وباله .
نوموړي پر راتلوونکي حکومت غږ وکړ چې د دغې ستونزې هوارولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د غونډې ګډونوالوهمداراز دپښتنو او بلوڅو پر مشرانو غږ وکړ،چې له روانو ستونزو څخه د وتلو په موخه په خپلو کې یوشي.
د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ له تیرو څو لسیزو راهېسې هر کال د وږي پر نهمه دیو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

- شمشاد
بېرته شاته