(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خیتځ ادبي بهیر ۱۰۴ ناسته وکړه

[23.Aug.2014 - 10:45]

23.08.2014: راپور: ابوبکر علیزی
خیتځ ادبې بهیر خپله ۱۰۴ ناسته وکړه ، دریځ چارې حامد غورځنګ پرمخ بیولې او د ناستې پیل د عبدالعزیز شجاع په تلاوت وشو .
د غونډې مشران میلمانه عبدالعزیز شجاع او د پښتو ژبي تکړه سندر غاړي سید اللهوفا وه ، سیلمان ځاځي ورسره د کوربه په څوکۍ ناست وه .
د بهیر د تېرې ناستي ګزارش ابوبکر علیزي ولوسته .
په ګزارش لمړۍ خبرې دوست محمد دوست وکړې، ده ګزارش وستايه او له خونډه ډک ګزارش يې وباله ، وویل چې په ګزارش کې د ادبي ناستې لغات ځکه مهم نه دی خیتځ ادبي بهیر همیشه ادبي ناستې کړي ، دوست زیاته کړه که په ګزارش کې نوې کلمي وکارول شي نو د ګزارش ښکلا به لا پسې زیاته کړي .
باز محمد عابد ګزارش خوندور یاد کړ او ويې ویل چې په ګزارش کې باید ځینو کیلمو لکه پوښتنه يې وکړه ، ګوته يې پورته کړه او د نورو اضافي کلمو او لغاتو تکرار مخنیوی وشي.
اکمل ظاهر د باز محمد عابد خبري تائید کړې او هم يي ګزارش د ستایني وړ یاد کړ ، عبدالعزیز شجاع هم ګزارش وستايي او داچي په غوږ يي د مقفه په ځاي مخفه لږیدلي وه نو ویل يي چي باید مقفه استعمال شي خو نورو ناستو ګډنوالو بیا ورته د صحیح تلفظ خبره وکړه .
ضیاء الدین همت مل ګزارش ډیر په زړه پوري یاد کړ او يي ویل چي په ګزارش کي که باید د یوه شخص پوره نوم واخیستل شي .
دوست محمد دوست په ګزارش دوهم ځل خبري پیل کړي او ويي ویل چي په ناسته کي باید د ټولو ګډونوالو نومونه واخیستل شي
باز محمد عابد هم د دوست خبري تائید کړي .
ورپسي د کره کتني برخي کي دا ځل ځوان شاعر حضرت یوسف یوسفزي خپل لیکلي شعر کره کتني ته وړاندي کړ.
د غزل مطلع په دي ډوله وه
ما وی ما یوازي مه پریږده ارمانه
ستا د درد زنه مي ونیوه جانانه
همت مل غوښتل چي لمړي خبري وکړي خو دوست پرینښود او ویل يي چي لمړي خبري باید د بهیر ځوان ګډونوال وکړي .
ابوبکر علیزي له خوند او له انځور ډک یو بیت وباله ، اکمل ظاهر که په لمړیو کي يي صفت وکه له بل طرفه يي په بیت کي د تغیر راوستلو غوښتنه وکړه ویل يي چي په معنی يي نه دي پوه شوي.
فاروق دیدار بیا بیت ښه او معني لرونکی یاد کړي ، همت مل هم د دیدار سره هم نظره وه ، او ارمان يي د جانان سره تشبيي کړ او ویل يي له خوند ډک بیت دي .
بازمحمد عابد بیا د همت مل خبرو او دیدار خبري نه منلي ، او ویل يي درد زنه نه لري ، عبدالعزیز شجاع وویل د احساس له مخي د درد د زني کارول په دي بیت کي د بیت ښکلا لاپسی زیاته کړي .
دوست محد بیا د عابد خبري تائید کړي ، احمد جمال جمال بیا د درد د زنی شتون په بیت کي ښه وباله
حقمل سروري وویل چي که لمړي نیم بیتي د دویم نیم بیتي ځاي ونیسي نو بیت به لاپسي خوندور او معنی دار شي .
د سروري له دي خبرو سره یو شمیر نور ګډونوال هم نظره وه ، او خوښه يي یوسف یوسفزي ته پرپښوده چي بیت کي کوم ډول تغیر راوستل غواړي .
لومړي بیت په دي ډول وه:
د ګلونو د رنګونو له دنیا نه
داسي لږ شان لري شوي یم له تانه
دوست محمد دوست ویل په کره کتنی باید په دواړه اړخه خبري وشي ، دوست دغه بیت د مشهورو شاعرونو یاد کړ او ويي وویل،
هغه بیت په دي ډول دي .
د ګلونو د رنګونو له جهانه
داسي لږشان لري شوی یم جانانه
قاروق دیدار هم ومنله چي دا بیت د کوم بل مشهور شاعر د بیت تر تاثیر لاندی لیکل شوي خو دا کار يي قصدي ونه ګاڼه ، حامد غورځنګ بیا دا خبري د یو بهرنی لیکوال رابرټ له قوله وکړي ، که چاته دشپی یوه سندره وغږول شي او یا يي خپل زمزمه کوي نو تر سهاره به يي هغه په ذهن کي غځوني کوی .
او دیوسفزي دغه بیت يي قصدي ونه باله او ویل يي دغه بیت د شاعر تر تاثیر لاندي لیکل شوي .
له دی وروسته د غزل دویم بیت د حامد غورځنګ له خولي ناستو ملګرو واوریده .
هله ! بیا د یار د یاد غمونه راغلل
د زړګي پرهره شین شه له خندانه
ټولو ګډونوالو دغه بیت خوښ کړ ، باز محمد عابد وویل چي هله په ځای د شکر کارول به د بیت خوږی لاپسي زیاتي کړي ، دوست هم د عابد خبره تائید کړه ، عبدالعزیز شجاع بیا د دوي سره د نظر اختلاف لره او هله يي په خپل ځاي ښه وباله او ویل که دهله پرځای ښه شو کلیمه ، استعمال شي نو د بیت شکري به لاپسی زیاتي شي .
دوست محمد دوست بیا شکر د میني یو خوندوره او خوږه جمله یاده کړه ، پیروز خاموش ویل چي د هله کارول په خپل ځاي ځکه ښه دی چي هله د تعجب یو ډکه جمله ده ، او په دي ځاي کې کارول ځکه په ځاي دي چي د جانان غم ته خوشاليږي او زړه ته وايي چي د جانان غمونه راغلل ، حقمل سروري هم د خاموش سره د نظر ملګري وه .
ضیاء الدین همت مل بیا د شکر کارول ښه وبلل .
احمد جمال جمال بیا لمړي نیم بیتي داسي وړاندي کړ .
هله ! بیا د یار د یاد قافله راغله
دوست محمد دوست او باز محمد عابد د احمد جمال جمال له خبري سره موافق نه وه ، او ویل یې دشکر او ښه شوو دواړه کلیمې ښې دي خو دشکر کلیمه موسقیت لري . (اکمل ظاهر ویلي وه که ددوهم بیت نه کله هله لرې شي نو دتکررا مخه به هم ونیول شي ځکه دریم بیت کې هم هله راغلی دی )
خو د ناستی نورو ملګرو بیا ویل په بیت د هله په ځاي شکر کارول بیت ته رنګیني وربخښي .
وار دریم بیت ته ورسیده .
زه به هله !د مرګي غیږي ته ورشم
سره ! ته چي کله خلاص شوي له سودا نه
دوست ددغه بیت مفهوم ښه وباله او ويي ستايي ، د بهیر نورو ملګرو هم دغه بیت وستايي او بیت کټ مټ په خپل حال پاتي شو .
او وار مقطع ته ورسیده .
محبت يي چي نامه د زنده ګۍ ده
یوسفزي يي لیوني دي له پخوا نه
اکمل ظاهر ، فاروق دیدار ، عبدالعزیز شجاع او نورو ناستو ټولو ملګرو په دغه بیت د ستاینی خبري وکړي او تري وروسته حضرت یوسف یوسفزي د دریځ سرته ورسیده .
یوسف زي په لمړي سر کی د بهیر له ټولو ملګرو مننه وکړه چي په حوصله يي د ده شعر کره کتنه وکړه او په هغي يي خپل نظریات ورکړل .
ده په لمړي بیت د درد زني باندي خبره وکړه او ویل يي چي غور به وپري وکړی .
یوسفزي ویل که چیري دا بیت چي
د ګلونو د رنګونو له دنیا نه
داسي لږ شان لری شوی یم له تانه
د کوم بل شاعر وی نو (په قوس کې به یې بند کړي او تري لاندي به د شاعر نوم ولیکي
عابد ویل چی دلته باید په هغه باندی بسنه وشي چي ټولني ته منلو وړ وي ، دوست هم همدغه خبره کوله ، ده بیا هم د درد د زنی کارول ښه ونه بلل او ویل يي چی شعر باید د ادبیاتو سره ومنل شي .
ور پسي د ازادي مشاعري پيل حامد غورځنګ په خپل غزل وکړ .
د غونډي د ارزوني لپاره عبدالعزیز شجاع وغوښتل شو ، ده ناسته په ټوله کي ښه وارزوله او له ټولو راغلو ګډونوالو يي مننه وکړه .
ناسته د قاری عبدالله سهار په دعایه سره شاو خوا په دولسو بجو پاي ته ورسیده.

- علیزی
بېرته شاته