(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خوست او وزیرستان قامي جرګه

[22.Jul.2014 - 22:25]

23.07.2014: په خوست کې وزیرستاني او خوستیو قومي مشرانو او دیني عالمانو په یاده سیمه کې د شته ستونزو او مشکلاتو د حل له پاره یوه ګډه جرګه   جوړه کړه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې مشرانو وویل، چې دا مهال د پولي په داوړه غاړو کې ډول ډول سیاسي او امنیتي ستونزې شته او د دا ډول ستونزو د حل له پاره یوازې قومي مشران او دیني عالمان کولای شي، د حل مناسبې لارې راوباسي.
یاده جرګه چې د سه شنبې په ورځ په خوست کې د مجاهدینو د اسلامي شورا په نوښت جوړه شوه، د وزیرستان او خوست ګڼ قومي مشران او دیني عالمان يې غړیتوب لري.
د مجاهدینو د شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې دا جرګه به وخت پر وخت کښېني او د ډیورند کرښې د دواړو غاړو د قومونو او ولسونو ستونزې به تشخیصوي او حل لارې به یې لټوي:
((نننۍ جرګه چې د مجاهدینو سرورا په نووښت باندې د شمالي وزیرستان د علماوو او قومي مشرانو همدارنګه د خوست د علماوو او مجاهدینو ګډه جرګه وه، دا جرګه به په دوامداره توګه په خوست ولایت کې غونډې ولري، د مدني بنسټونو سره د پاکستان د مختلفو مشرانو سره به دا غونډې دوامداره کړو، تر څو د پښتون لوی قوم د فرضې کرښې دواړو غاړو ته ستونزې تشخثص شي او ورته مناسې لارې چارې وموندل شي.))
یو تن وزیرستاني دیني عالم مولوي خان دراز په خپلو خبرو کې په دې خبره خوښي څرګنده کړه، چې هغه وروڼه قومونه چې پخوا د پردیو د توطیو د لاسه د یو بل سره په بغض او کینه کې وو، نه په یوه کوټه او یوه مجلس کې راغونډ شوي او د ټولو درد او فکر یو دی:
((وروڼو داسې ورځ راغله موږ به چې پخوا خپلو وروڼو سره په بغض او کینه یو بل ته د پردیو غوندې کتل، نو د نن د وړوڼو غوندې که علمای کرام دي، که قومي مشران دي، که هغه د کوزې غاړې دي، یا د پاس غاړې دي، نن په یوه مجلس یوه کوټه کې، په یوه خبره او یو اتفاق باندې سره کیني، موږ دواړه خواوې به خپلې ستونزې او مشکلات هرې خبرې ته به په مشوره او مرکې سره او جرګې سره کینو او انشاالله حل به يې راوباسو.))
د وزیرستان یو تن قومي مشر عمرخان وویل، چې د مشرانو او دیني عالمانو اوسنۍ حرکت د کوم چا او کومې ډلې پر وړاندې سازش نه دی، بلکې وزیرستاني قومونه اړ شوي دي، چې باید خپل فریاد او خپل حالت د افغان حکومت او افغان ولس سره شریک کړي او مرسته ترې وغواړي:
((موږ د چا په خلاف سازشونه او بیانونه نه کوو، هغه څوک چې پر موږ ظلم کوي، د هغه ظلم فریاد مو د میرانشاه څخه د افغانستان حکومت او ولس ته راوړی دی، زموږ هیله د افغانستان د حکومت او پښتنو څخه داده، چې دوی به انشاالله موږ همداسې نه پریږدي، کومه همدردي چې موږ د افغانستان د علماوو، مجاهدینو او ولس سره کړې ده، امید مو دادی چې همداسې همدردي به موږ سره هم کیږي.))
د غونډې په پای کې یو شپږ ماده ییز پریکړه لیک هم صادر شو، چې په کې د خوست د ولسونو د میلمه پالنې ستاینه شوې او ویل شوي، د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې پراته قومونه سره وروڼه دي او دوی به چاته اجازه ورنکړي چې پښتون قوم په خپلو کې سره وجنګوي.
پریکړه لیک کې یادونه شوې د سیمې استخبارات هڅه کوي، چې د پولي په دواړو غاړو کې پروت پښتون قوم بې ثباته کړي او مشران يې له منځه یوسي، خو دوی به په کلکه د دې بد نیت په مخکې ودریږي.
همدارنګه د شمالي وزیرستان څخه افغانستان ته راکډه شوي خلک ملکي وګړي دي، القاعده او ترهګرۍ سره يې څه رابطه نشته او چاته به اجازه هم ورنکړي، چې د کډوالو د نوم نه په استفادې ورانکاره بریدونه او عملونه سرته ورسوي.
یاده دې وي، په خوست کې دا مهال خوا او شا ۳۵زره وزیرستاني کډوالو کورنۍ چې د غړو شمېر نږدې یو نیم لکو ته رسیږي، استوګنه لري
نجیب الله الوخیل
مشال ۲۰۱۴/۷/۲۲

 

 

 

- الوخيل
بېرته شاته