(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ:د وټه پورپه ولسوال برېد وشو

[12.Jul.2014 - 14:57]

12.07.2014 د چنګاښ دمياشتې دوسله والو٢١

دباختر اژانس د خبر له مخې دکونړ ولايت د وټه پورې ولسوال ښاغلی سیدزېورشاه پاچاتېره شپه له يوه بريد څخه روغ رمټ پاتې شو، خو ورور يې ووژل شو.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل وويل: دغه پيښه د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د وټه پور ولسوال سيد زيورشاه پاچا د خپل ورور له کوره له روژه ماتې وروسته دخپل کور په لور روان و چې   دوسله والوله کمين سره مخامخ شو.
د يوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په همدې حال کې نښته وشوه چې له امله يې ولسوال روغ رمټ پاتې شو خو ورور يې ووژل شو.
ده وويل: پوليس سيمې ته رسيدلي او خپلې څيړنې يې پيل کړې دي 

- BNA
بېرته شاته