(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکټرغني دافغانستان ولسمشر وټاکل شو

[07.Jul.2014 - 19:33]

ډاکټر اشرف غني احمدزی دافغانستان راتلونکی ولسمشر وټاکل شو 


07.07.2014: د ټولټاکنو دخپلواک کمیسیون مشر ښاغلی محمد یوسف نورستاني نن د۲۰۱۴ ع کال د جولاې په اوومه نېټه په کابل کې خبري کنفرانس ته وويل چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ورکړل شوټولو رایو شمېره ۴۸۵۸۸۸۸جوړېږي. د هغه سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ۳۴۶۱۶۳۹ رایې اخیستې دي.

د لومړنیو پایلو له مخې ښاغلي احمدزي په سلو کې ۵۴.۴  او ښاغلي عبدالله عبدالله په سلو کې ۴۳.۶ فیصده رايې وړي دي
د افغانستان د انتخاباتو تر مخ د ګټونکي کاندید لپاره پنځوست جمع یو رایې وړل اړين ول.

 

- PSDP
بېرته شاته