(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان :درې مډالونه ترلاسه کړل

[23.Jun.2014 - 09:52]

23.06.214: د لوبې په ډګر کې د خوشخالی خبرافغانستان د اسیا اروپا کیوکوشین کان کراټې سیالیو کې درې مډالونه ترلاسه کړل.
د افغانستان کیوکوشین کان کراټې ملي لوبډلې د اسیا اروپا سیالیو کې چې د آذربایجان هیواد په کوربه توب پلازمینه باکو کې د غبرګولى په یودیرشمه او د چنګاښ په لومړی او دوهمه نیټه ترسره شوې. په یادو سیالو کې د افغانستان پنځه کسیزې ملي لوبډلی او دری رهبري پلاوی برخه اخسیتي.
په یادو سیالو کې د افغانستان ملي لوبډلې نه د ۸۰ کیلوګرام وزن کې احمدشاه افضلي د لومړی مقام په ترلاسه کولو سره د سرو زرو مډال خپل کړ او  په ۷۰ کیلوګرام وزن  کې حجت الله سمیع زاده د دوهم مقام په ترلاسه کولو سره د سپینو زرو مډال خپل کړ او ددې ترځنګ په ۹۰ کیلوګرام وزن کې فرامرز افغان د دریم مقام په ترسره کولو سره د برونزو مډال خپل کړ.
د افغانستان ملي لوبډله ټول اته کسیزه ډله وه چې په دې کې یي پنځه لوبغاړي وه او درې رهبري پلاوی  په لاندې ډول ول :
1. حجت الله سمیع زاده - مبارز وزن 70 کیلوگرام
2. مقبول شاه گردیوال - مبارز وزن 70 کیلوگرام
3. محمد آصف افظلی - مبارز وزن 80 کیلوگرام
4. احمد شاه افظلی - مبارز وزن 80 کیلوگرام
5. فرامرز افغان - مبارز وزن 90 کیلوگرام
6. سن سی نور آقا هاشمی – د لوبډلې روزونکي 
7. انجینیر سن سی محمد قهار آزادانی – د نړیوال سازمان نماینده او د ملي لوبډلې رفري
8. شیهان محمد سیر آزادانی – د لوبډلې رئیس
بشپړ معلومات به د ملي لوبډلې راستنیدو سره سم هیوادوالو سره شریک کړو.
ټولو هیوادوال ته دې مبارک وي
احسان
د پکتیا کراټې فدراسیون معاون

Paktya Karate Federation

 

- احسان
بېرته شاته