(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سعودې عرب طالبان ګواښلي

[16.Jun.2014 - 16:14]

16.06.2014: طالبانو ته نېږدې سرچينې وايي، سعود ي عربستان ورڅخه غوښتي و، چې پر افغان ټاکنو له حملو لاس واخلي او پرېږدي چې دا بهير د امریکایانو وتلو او د طالبانو سیاسي فعالیت ته زمینه مساعده کړي.
معلومات په ډاګه کوي، چې سعود يعربستان پاکستان ته هم ګواښ کړی دی، چې که طالبان د ټاکنو د سبوتاژ لامل شي، دا به په افغانستان او پاکستان کې د فرقه ييز تاوتریخوالي مقدمه شي.
ځینې شنونکي وايي، د ولسمشر کرزي له واکمنۍ وروسته سعودي عربستان په وېره کې دی، چې ايران به په افغانستان کې یا خپل لاسپوڅې ډله واک ته ورسوي، یا به یې غښت لي اپوزیسیون ته لاسرسی په افغانستان کې د دغه هېواد د قوي مداخلې لامل شي.
 
په داسې حال کې چې په سوریه او عراق کې فرقه يي تاوتریخوالي زور اخستی او ښکېل لوري د ایران او امریکا له ملاتړه د جنګ د دوام روحیه اخلي، سعودي عربستان او ځينې نور عربي هېوادونه وېره لري، چې ددې جګړو امکان په افغانستان کې رامنځ ته نشي او ایران د پښو غځولو ډېر فرصت ترلاسه نکړي.
د طالبانو یوه مخکښه سرچينه وايي، تر ټاکنو مخکې دوی د پروسې ګډوډولو لپاره د سختو چریکي بریدونو تابیا او امکانات ترلاسه کړي وو، خو تر ټاکنو درې ورځې مخکې اړ کړای شول چې د رایو پر بهیر له بریدونو ډډه وکړي.
سرچینه د هغه پیغام یادونه کوي، چې د کوټې شورا او د پسرلنیو عملیاتو کمېسیون له سعودي عربستان څخه ترلاسه کړی دی. د دوی په باور سعودي عربستان طالبانو ته ویلي چې د ټاکنو د ناکامۍ په صورت کې د فرقه يي جګړو د پیل خطر شته.
ځینې لویديځې رسنۍ وايي، پاکستان هڅه کوله چې طالبان بریدونو ته وهڅوي، خو طالبانو په ټوله کې هغه پلان تطبیق نکړ، چې پاکستاني استخباراتو یې تمه لرله.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې د پاکستان لشکر طیبه ډلې په مستقیم ډول په افغانستان کې د طالبانو رول لوباوه او د افغان ټاکنو د بهیر ګډوډولو هلې ځلې یې کولې.
دا معلومات په ډاګه کوي، چې پاکستان د تېرو ټاکنو په څېر د دوی له اوامرو څخه د طالبانو له سرغړاوي اندېښنه لرله او په عوض یې نورې چریکي ډلې افغانستان ته رااستولې وې.
دا مهال په عراق کې فرقه يي تاوتریخوالی تر سوریې په چټکۍ د دولتي واک انډول بدلوي، سره له دې چې ايران د عراق په جګړه کې د حکومت د دفاع لپاره هڅه کوي او ځینې پوځي جنرالان یې د عراقي ځواکونو مرستې ته د جګړې لومړۍ کرښې ته استولي، بل لور ته امریکا د سني ناراضیانو په تمویل کې په لاس لرلو تورنه شوې ده.
د سعود ي عربستان په شمول ځینې عربي هېوادونه د ایران د نفوذ د مخنيوي لپاره له ټولو ممکنو لارو استفاده کوي او داسې بېلګې شته چې د ایران پلوه ډلو د ځپلو لپاره او د ناراضیانو د حمایت لپاره سعودي عربستان د اسانچاري دنده پر غاړه اخستې ده.
البته دا یوازې سوریه او عراق ندي، چې ايران په فرقه يي جګړو کې ښکېلتیا د حکومتونو د دفاع لپاره خپل مسولیت او خواخوږي ګڼي سعود يعربستان د ايران له دا ډول مداخلې څخه سخت په وېره کې دی.
په افغانستان کې د نوي حکومت د راتګ لپاره ایران خپله تګلاره بدله کړې ده. په تېرو ټاکنو کې ایران د خپل نفوذ لپاره له محلي زورواکو سره ژورې اړیکې پالل او د ولایتي شوراګانو د ځینو کاندیدانو په اړه معلومات په ډاګه کوي چې ایران نغدي مرستې ورته استولې وې.
ناتائید شوي راپورونه د ایران له خوا د ولسمشرۍ د یو کاندید د مالي تمویل یادونه هم کوي، خو کره اسناد په ډاګه شوي ندي.
د سعودي عربستان په باور ایران غواړي له ولسمشر کرزي وروسته له افغان حکومت سره نوې اړیکې ولري، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ایران دستور ورته اهمیت ولري.
دغه راز ایران دویم انتخاب دا دی، چې که د خپلې خوښې کسان یې قدرت ترلاسه نکړي، نو د قوي اپوزیسیون له لارې تشکیلدونکي افغان حکومت ته مزاحمت او سرخوږی ایجاد کړي.
په دواړو حالتونو کې سعودي عربستان په افغانستان کې د ایران د قوي مداخلې خطر احساسوي چې په سبب یې په طالبانو او پاکستان فشار راوړی، چې افغان ټاکنو ته زیان ونه رسوي.
له بله اړخه ویل کېږي ښايي سعودي عربستان د امریکا په اشاره د دغه هېواد د ګټو لابي کوي او هڅه کوي د امنیتي تړون د لاسلیک په برخه کې د ایران د مداخلې لاسونه لنډ کړي او طالبانو ته په سیاسي صحنه کې د فعالیت د پیل ټغر غوړوي.
ځینې افغان شنونکي د سعودي د ګونګ دريځ په اړه اندېښنه لري او ګومان کوي چې دغه هېواد غواړ ي له ایران سره د خپلو سیالیو لپاره افغانستان ته رامخکې شوی دی.
د طالبانو ددې څرګندونو باوجود د ټاکنو په ورځ تر سلو زیات کسان چې هم پکې ملکي کسان او هم امنیتي ځواکونه شامل و، د نا معلومه وسله والو لخوا په بېلابېلو بریدونو کې و وژل شول او دا په ټاکنو کې د خلکو د ګډون یو تهدید وو.

- محور ورځپاڼه
بېرته شاته