(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوست: له وزیرستان نه کډوال رامات

[12.Jun.2014 - 22:38]

 

12.06.2014: له دوه اونیو راهیسې خوست ته د شمالي وزیرستان او نورو نږدې قبایلي سیمو څخه په لسګونو کورنۍ راماتې دي او هره ورځ د خوست په بیلابیلو سیمو کې استوګنه غوره کوي.
له دوه اونیو راهیسې خوست ته د شمالي وزیرستان او نورو نږدې قبایلي سیمو څخه په لسګونو کورنۍ راماتې دي او هره ورځ د خوست په بیلابیلو سیمو کې استوګنه غوره کوي.
د خوست د مهاجرینو ریاست چارواکي وايي، چې تراوسه ۳۶۱ کورنۍ چې ډېری يې داوړ او وزیر دي، د پولي د پورې غاړې سپین وام، میرانشاه، ده ته خېل، دیګان، تبۍ، سیدګي، میرعلي او نورو سیمو څخه راغلي چې د دې کورنیو د غړو شمېر ۶۶۴۳ تنه کیږي، د قبایلي سیمو څخه د خلکو را اوښتل اوس هم روان دي او په خوست کې د مهاجرینو اداره د منظم پلان له مخې دا کورنۍ ثبت او راجسټروي.
د دوی په وینا دا مهال د یونیسیار او نړیوال خوراکي سازمان له خوا سلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه او پاتو کورنیو ته به هم مرستې وویشل شي.
د مهاجرینو د چارو رئیس حسن محمد احسان مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره د پنجشنبې تر ورځې ۳۶۱ کورنۍ د ټاکلي هیئات له خوا ثبت او راجسټر شوې چې سلو کورنیو ته بیړنۍ مرستې د یونیسیار او نړیوال خوراکي سازمان له خوا ورکړل شوې او پاتو کورنیو ته به هم دا ډول مرستې وویشي.
د میرانشاه د درپه خيلو د کلي یو تن اوسیدونکی وايي، چې دوی د کورنیو سره یو ځای د جګړو له کبله افغانستان ته پناه رواړې ده، خلکو ورسره پوره کمک کړی، خو ستونزې يې ډېرې دي:
((نوم بشیر دی، میرانشاه نه راغلي یو، د درپه خيلو کلي څخه، خیلخانې هم راسره دي، موږ د جنګ نه افغانستان ته پناه راوړې ده، موږ دلته د خوست د مرمنډۍ د سیمې په صحرا کې دلته پراته یو، سړې اوبه نشته، هغه تودې اوبه رااخلو، ماشومان مو ناروغان دي او ګرمۍ ته پراته دي، دلته خلکو راسره دا کمک وکړ، چې کلي ته سړې اوبه راولیږي، یا داسې بل شی راولیږي، غوا او مالونه که راوباسو، نو په پټیو کې يې پريږدي او داسې نه وايي چې پټي ته يې مه راشړئ.))
یو بل تن کډوال چې د مرستو توکي ورسره ول، وویل چې په دې ورستیو اونیو کې يې د پوځیانو د عملیاتو او جنګونو له کبله ژوند ډېر ستونزمن شوی وو، نو مجبور شول چې خوست ته راکډه شي:
((زه درپه خېل یم نن مو دویمه ورځ ده، چې راغلي یو، د شمل په پله چې ورپورې شي دلته پراته یو، موږ خپل پنځه، شپږ کورونه یو، مرستې له پاره مو نومونه لیکلي او اوس ورته راغلي یو، هلته به کرپي وې، د جنګ د لګیدو ویره وه، نو مجبور شو، چې دلته راشو.))
خوست والي عبدالجبار نعیمي د مهاجرینو د مسلې په باب مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په اول قدم کې د کډوالو ۱۲۰۰ ماشومان د ګوزن د ناروغۍ په مقابل کې واکسین شول، ۱۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه او دوی به خپل ټول امکانات په کار واچوي، چې د مهاجرینو د باعزته ژوند د تامین له پاره د سرپناه په ګډون ډېر امکانات برابر کړي او دوی ته يې په واک کې ورکړي.
خوست والي د ټولنې د شتمنو او مالداره کسانو څخه هم وغوښتل، چې وزیرستاني کډوالو سره دې تر وسه مرستې وکړي:
((د مهاجرینو د یو مشخص کېمپ له پاره اوس موږ فیصله وکړه، په دې کېمپ کې به ټول مهاجرین سره راټولیږي، دوی ته به روغتيايي اسانتیاوې، د خوراک او پوښاک اسانتیاوې او په مختلفو برخو کې به د سرپناه اسانتیاوو په برخه کې موږه انشاالله ډېر ګړندي قدمونه اخلو.
زما غوښتنه داده، چې په دې کار کې زموږ هغه بډایه او شتمن افغانان مرسته وکړي، ځکه چې دې مهاجرینو هغه څه چې په لاس کې راوړل کېدل راوړي يې دي، نور څه ورسره نشته، دوی اکثره په ډېر بد حالت کې دې خوا ته هجرت راکړی دی.))
د یادونې وړ ده تر اوسه د لکڼو، ګربزو، مرکز، لکڼو، علیشیرو او یو شمېر نورو سیمو اوسیدونکو د کډوالو کورنیو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکړی، خو د خوست ځايي اداره په دې هڅه کې ده ، چې کډوالو ته د ژوندانه د ښو اسانتیاوو د برابرولو له پاره ځانګړی پندغالۍ جوړ کړي.

 

- نجیب الله الوخېل
بېرته شاته