(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلوڅ مشر مري خاوروته وسپارل شو

[12.Jun.2014 - 22:32]


 12.06.2014: بلوڅ قامپرست مشر نواب خيربخش مري د اوږدې ناروغۍ راپديخوا د چارشنبې په شپه د۲۰۱۴ ع کال د جون د میاشتې په یولسمه نېټه په کراچۍ کې د 86ؤ کالو په عمر کې وفات شوى دى.
هغه د ډيرې مودې راهسې ناروغه اؤ تيرو ورځو کې د فالج د حملې له امله دکراچۍ يو شخصي روغتون کې بستر کړل شوى ؤ چې دغلته د علاج په مهال ترڅو ورځو بې هوشه پروت ؤ.
نواب خيربخش مري  دبلوچستان دازادۍ خوښې غيرقانوني گرځول شوې ډلې بلوچستان لبريشن ارمي لارښود اؤ د 1970ء په لسيزه کې د بلوچستان  په ياغي مشرانو کې د سر سړى گڼل کيدو.
نوموړى په کال 1928ء کې د بلوچستان په کوهلو سيمه کې زيږيدلى ؤ اؤ تعلق يې د بلوڅانو د طاقتورې قبيلې مري سره ؤ چې ددغه قبيلې سردار هم پاتې شوى .
د1960ء په لسيزه کې هغه د يونوموتې سياستدان په توگه شهرت موندلى ؤ اؤ دبلوچستان د حقونو خبره به يې په جار کوله چې له دې امله ورته د خپلو خلکو لخوا د بلوچستان دشير خطاب هم ورکړل شوى ؤ.
په پاکستان کې د 1970ء په ټولټاکنو کې نواب خيربخش مري دقومي اؤ صوبايي اسمبلۍ چوکۍ گټلې وې خو وروستو يې د قومي اسمبلۍ چوکۍ پريښوده اؤ دټولټاکنو څخه وروستو د هغۀ نزدې ملگرى غوث بخش بزنجو د صوبې گورنر اؤ سردار عطاء الله خان مينگل وزيراعلي وټاکل شو خو په هاغه مهال چې په پاکستان کې د ذوالفقار علي بهټو حکومت ؤ دوه کاله وروستو په بلوچستان کې ددوئ حکومت ختم کړل شو اؤ د هغوئ په گوند نيپ د پابندۍ لگول کيدو ترڅنگ نواب خيربخش مري اؤ د نيپ نور مشران د حکومت لخوا ونيول شول.
دبهټو دحکومت په ضد د مشهورې مقدمې حيدراباد شازش کيس په لړ کې د قيد تيرولو څخه وروستو نواب خيربخش مري  د مزاحمتي تحريک اعلان کړى ؤ اؤ دخپلې قبيلې سره افغانستان ته اوختى ؤ.
خو د پاکستان دپوځي جنرال ضياء الحق لخوا په اقتدار د قبضې  کولو څخه وروستو هغه يوځل بيا دافغانستان څخه پاکستان ته راغلو ،ولې دا ځل يې سياست ته په مخه ښه وويل.
د نواب خيربخش مري په شپږو زامنو کې دچنگيز خان مري تعلق د مسلم ليگ (ن) سره دى چې دا وخت په صوبه کې د اؤبه خور یا کرنې د وزير ذمه وارۍ هم په غاړه لري اؤ څلور زامن يې گزن مري، خيربيار مري ، مهران مري اؤ حمزه مري د وطن څخه بهر د جلا وطنۍ شپې ورځې تيروي.
دهغۀ يو زوئ بالاچ خان مري په کال 2007ء کې دافغانستان په خاوره ترسره شوي يو هوايي بريد کې هم وژل شوى ؤ 
د سپينږيري بلوڅ بېلتون غوښتونکي سیاستوال نواب خیربخش مری د جنازې مراسم د کوټې د هاکي لوبغالي پر ځای د کوټې په نيو کاهان مري سیمه کې ترسره شول.
کله چې د نواب مري مړی د کوټې هاکي لوبغالي ته راوړل شو، نو ځينو بلوڅو مېرمنو د ده مړی په یو بیرغ کې راونغښت ، دې بیرغ ته بلوڅ بیلتون پالي د ازاد بلوچستان د بیرغ نوم ورکوي. د نواب خیر بخش مری مړی بې له جنازې  له هاکي لوبغالي په  زوره ویوړل شو او وروسته د کوټې له هزارګنجي سره څېرمه د نيوکاهان مري په سیمه کې يې د جنازې مراسم په سختيو امنيتي تدابیرو کې ترسره شول او همدلته  خاورو ته وسپارل شو. 
تردې وړاندې د نواب مری يوه زوی جنګېز مري چې د بلوچستان اسمبلۍ غړی دی، غوښتل چې د جنازې مراسم يې د کوټې په هاکي لوبغالي کې وشي، او بیا په کوهلو سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.
خو د نواب مری نورو زامنو خیربیار مري، مهران مري او نورو بېلتون غوښتونکو بلوڅو بیا غوښتل چې همدلته په نیو کاهان مري کې يې خاورو ته وسپاري.

 

- Deewa
بېرته شاته