(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سلیم راز ۷۵م کليزې ادبي غونډه

[09.Jun.2014 - 21:49]

کراچۍ09.06.2014 :په کراچۍ ښار کې د جرس ادبي جرگي لخوا د پښتو ژبې د ستر شاعر ، اديب ، کره کتونکي او سياسي مبارز سليم رازد ۷۵م کليزې په لړ کې د اتوار په ماښام ادبي غونډه شوې ، چې پکې د کراچۍ ښار د پښتو ژبې د ادبي ټولنو د شاعرانو سره سياسي او سماجي غړو او د طالب علمانو په گډون په لويه شمېره کې خلکو گډون کړی دی .
په غونډه کې د ښاغلي راز په فن ، شخصيت ، صحافت او سياسي مبارزه مقالې او نظمونه واورول شو، او د هغه په پينځه اویا کلن عمر کې د پښتو ژبې د ودې،ادب، سیاست او صحافت په برخه کې د سلیم راز کار او زیار وستایل شو .
غونډې ته په وینا کې د جرس ادبي جرګې مشر ، افسانه او ناول لیکونکي طاهر اپريدي ووئیل ، د سلیم راز په څېر خلک په پښتنو کې ډېر کم دي او باید په ژوندوني د داسې خلکو قدر وشي او وستائیل شي .
د یادې غونډې یو بل منتظم ماښام خټک وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د پښتنو د لر او بر وطن په څېر د کراچۍ لیکوالان هم د سلیم راز کلیزه نمانځل خپل ویاړ ګڼي .
د سليم راز د ۷۵م کليزې غونډې په لر او بر او ټولو پښتنو سيمو کې نمانځل کيږي ، د جرس ادبي جرگې لخوا راجوړه دغه غونډه هم د هغې يوه سلسلې کړۍ وه . په دې غونډه کې ملگرو د سليم راز په کار او زيار مقالې واورولې او نظمونه يې ووئيل ، او ښاغلي په خپله هم د خپل ژوند په اړه گټورې خبرې وکړې ٬٬ .
نوموړي ووئيل جرس ادبي جرگې له دې نه وړاندې هم د ستر خوشحال خان خټک ، رحمان بابا او قلندرمومند په ياد کې دغه رنگ غونډې کړي او د خپلو مشرانو کار او زیار یې ستایلی دی .
د غونډې مشر مېلمه سليم راز ووئيل چې دا زما دپاره د وياړ خبره ده ، چې د جرس ادبي جرگې لخوا زما په درناوي کې دغه غونډه راجوړه شوه ، د کراچۍ زیاتره شاعران او لیکوالان خواري کښ دي خو بیا هم دوي راټول شول او دده په ویاړ جوړې شوې غونډې ته يې ښکلا وبخښله .
زه په دې خوشحاله يم چې په کراچۍ کې هغه خلک چې دلته خوارو مزدورو له راغلي دي ، په هغو کې دومره احساس او شعور شتی او دومره خپل ځان پيژنې هغويي په دې پوهه دي چې دا دور د علم ، کتاب او قلم دور دی ، او هغوي قلم راخيستی دی ، څوک د شعر څوک د نثر او څوک په نورو حوالو د قلم استعمال کوي ٬٬ .
سليم راز ووئيل زه لا ډېر په دې خوشحاله يم چې زه په ۱۹۶۸م کې کراچۍ ته راغلی ؤم د هغې وخت په ماحول او وسني ماحول کې ډېر فرق دی ، په هغې وخت کې علمي شعور او په زلمو کې د خپل قام او خاورې دومره مينه نه وه څومره چې نن ما وليده ، او نن چې ما په دغې غونډه کې کوم ليکوال شاعران واوريدل ، نو د دې نه ماته دا کلکه اندازه وشوه چې د پښتو ادب مستقبل روښانه دی .
غونډه کې گډون وال شاعرساگر تنقيدي ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، په کراچۍ کې ننۍ ادبي غونډه د دې خبرې غمازي او زمونږ هغه دعوه رښتيا کوي ، چې مونږ وايو په کراچۍ کې ادب د کابل او پېښور سره اوږه په اوږه روان دی .
د غونډې په اخرنۍ برخه کې مشاعره وشوه چې پکې زیاتره شاعرانو پښتنو ته په اوس وخت
کې ورپېښه کشاله او حالات انځور کړي وو .
کندهاره تر اټکه پښتانه خوشال خټکه !
مرگ هېر کړي ترې هرڅه د ژوندانه خوشاله خټکه !
د اندوه په درياب ډوب دي څه به سر څوک راښکاره کړي
اوړيدلي د سرونو يې اوبه خوشحال خټکه !
د کابل میوې لا اوس هم خوارکه ده د طوطیانو
لا اوس هم پنجه ور دی تور کارغه خوشال خټکه !
پیښور و، که کابل و، دواړه ستا د زړه کورونه
ستا ټاټوبی د ګرمۍ او د ساړه خوشال خټکه !
(ماښام خټک)

سپرلی راټول په یو نقطه که شي هم
یوې مسکا سره ستا سم خو نه دی
چې د چا مدحې قصېدې به لیکي
زما قلم داسې قلم خو نه دی
کله سوکړه کله باران په شېبو
رازه د هیجر یو موسم خو نه دی

DeewaRadio 

- فضل عزیز
بېرته شاته