(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرمني: د بدلون او تداوم د ټیم په ملاتړ غونډه

[24.May.2014 - 14:34]

په جرمني کی د کونړ دځوانانو د کولتوري ټولنې په کوربه توب او په اروپا کې د بیلابیلو افغاني کولتوري ټولنو په ګډون او همغږې د جرمني د کولن په ښار کی د یوی لویی غونډی تابیا شوې ده .
د ملي مکلفیت او هیوادنۍ میني له مخی په اروپا کی افغاني کولتوري ټولنو هوډ کړی چی په دی غونډه کی په ولسمشریزو ټاکنو کی د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشری د بدلون او تدوام له ټیم څخه خپل هراړخیز ملاتړ اعلان کړي. 
په دی غونډه کی به د معنوي ملاتړ تر څنګ په هغه ټولو لارو چارو هم خبری وشي چی موږ بهرمیشتی افغانان څنګه کولای شو په ټاکنیزو مبارزو کی د بدلون او تداوم د ټیم د بریا لپاره خپله ملي او هیوادنۍ دنده سرته ورسوو.
ټولو په هیواد مینو افغانانو ته له دی لاری په ډیره مینه بلنه ورکوو چی د خپل ملي مسولیت له مخی موږ سره په دی غونډه کی برخه واخلي .
په افغاني مینه
دکونړد ځوانانو کولتوري ټولنې د کار ډله

د غونډی وخت: 
سه شنبه 4 27.05.201 

ځای : Event Palast 
Max Planck Straße 9a
Huerth 50354 (bei Köln ) 

اړینی ټیلیفوني شمیری

01785866100
01732864992
01737755011

- Dr. Shirwali Shir
بېرته شاته