(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بلنه

[20.May.2014 - 16:59]

20.05.2014: د نوموړي ليکوال او شاعر ښاغلي اباسين يوسفزي په وياړ مشاعره
پښتو ادبي غورځنګ په سبا ورځ ۲۱،۰۵،۲۰۱۴پر څلور بجې ماپښين په پريس کلب کوټه کي د نوموړي ليکوال او شاعر اباسين يوسفزي په وياړ مشاعره لمانځي. په مشاعره کي به له خيبر پښتونخوا څخه راغلي ښاغلي مېلمانه مشران ليکوالان او شاعران لکه ډاکټر راج ولي شاه خټک، ډاکټر عبدالله جان عابد، ډاکټر علي خېل درياب، ډاکټر مصطفی کمال، ډاکټر نورمحمد دانش بېټنی او د دې سيمي نوموړي ليکوال او شاعران ګډون لري. له ټولو شاعرانو، ليکوالانو او پښتو ادب خواخوږو څخه هيله کېږي، چي په دې پرتمينه مشاعره کي ګډون وکړي. ستاسو راتګ به زموږ لپاره د وياړ او سرلوړۍ وړ وي.
په درنښت: ستاسو د راتګ په هيله: پښتو ادبي غورځنګ کوټه
ځای: پريس کلب کوټه
وخت: څلور بجې ماپښين
پامِ: هيله لرو، چي ټول ګډون کوونکي وخت په پام کي ولري.

 

- Naeem Azad
بېرته شاته