(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل: غني خان دوه ورځنی سیمینار

[15.May.2014 - 21:54]

15.05.2014 Larawbar : د پښتو ژبې او ادب د ستر شاعر  عبدالغني خان د زیږیدنې د سلمې کالیزې د لمانځنې په علمي سیمینارکې د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي د وینا بشپړ متن د ۱۳۹۳ لمریز کال د غوایي۲۵مه نېټه لراوبر ته دخبر په ډول را استول سوی دئ، چي لاندي خپور سوی دئ:
ګرانو حضارو، خدای مو راوله! زمونږ ډير محترم او ګران مشر افضل خان لالا خدای دې راوله هرکله راشې، افراسیاب خټک صیب خدای دې راوله په خیر راشې ، مشعل خانه خدای دې راوله، مروټ صیب خدای دې راوله په خیر راشې، شاهد صیب خدای دې راوله، ځلاند مهمند صیب خدای دې راوله په خیر راشې، ټولو راغلو میلمنوپه خیر راشی!
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر صاحب د معنی داره وینا څخه ډيره مننه او دا چې هڅه یې وکړه چې ددې خواږه او معزز شخصیت د غني خان په باب یې د سیمینار تر تیب و نیوه ډير تشکر کوم . په همدې ترتیب د هیوادمل صاحب څخه ډير تشکر کوم چې په دې کې یې ډيرې هڅې وکړې او نن ورځې ته یې سیمینار را و رساوه چې د سیمینار ورځ ده.
غنی خان به مو په مکتب کې او په جامعه کې پیژانده د تازه ځوانۍ څخه بیا تر پاښه سنه چې رسیدو نوم او شناخت یې موجود ؤ خو زما او د ده د لیکنو او د اشعارو او ادبیاتو شناخت هلته پیدا شو چې لس یوولس کاله د مخه یې هیواد مل صایب مکمل دیوان راته راکی او ما ولوست.
نو په حقیقي معنی د یو فرد په توګه زما او د ده شناخت د ده د دیوان اود شاعرۍ اود نازک خیالۍ سره وشو . تر هغه د مخه مو هم په سیاسي ابعادو کې پیژند، په دې خبر وو چې شاعر دی او زبر دست نقاش دی . په دې خبر وو چې د چا زوی دی او په کوم ماحول کې رالوی شوی دی چې ماحول یې په ده ډير اغیز کړی دی.
دا فلسی مزاجه، نازک مزاجه او د ښکلو الفاظو او لغتونو خاوند شاعر او د سیاسي آرمانونو خاوند شاعر او د ډیرو مهمو فلسفي، سیاسي ،اجتماعي مفاهمو هغه شاعر چې ادایې په ډيرو جذابوالفاظو او اشعارو کړې ده او د خیالاتو پرواز یې ډير جګ اوړي. دا د یو ډير خاص ماحول محصول دی ، د ډيرو خاصو حالاتو بچی دی. د فخر افغان زوی دی.
فخر افغان په دې دی پادشاه خان چې ډاکټر صاحب لاشاري ده ته د سفیر انسانیت لقب ور کړی دی .کتاب یې په اردو ژبه لیکلی دی او په هغه کې د کتاب عنوان دی سفیر انسانیت. حقیقتا چې څوک سفیر انسانیت وي نو هغه فخر افغان دی.
په هغه ماحول کې چې غني خان را لوی شوی دی او د ده خیالات یې عیار کړي دي او په ده کې د خدایی استعداد توان چې خدای تعالی ور بښلی دی دا د ده د زبر دستې شاعرۍ او نقاشی باعث شوی دی. کله چې یې ژوندانه ته وګورو، غني خان په یوه ستره کورنۍ کې ددې سیمې د جنوبې آسیا او په ډيرو مهمو سیاسي او اجتماعي حالاتو کې و روزل شو.
شخصي ژوندانه کې یې هم مشکلات درلودل، د پنڅو کالو ؤ چې مور یې وفات شوه او په داسې حالاتو کې وفات شوه چې دی هم ناجوړه ؤ او وبا راغلې وه، ده ته یې دعا د جوړیدو وکړه او دا یې غوښتل خدای تعالی دې دا په هغه مرض اخته کړي چې دی پرې اخته و، خو دې جوړ شو. دا پاچا خان لیکلي دی چې زه پر لمانځه ناست وم په اغلب د ګمان چې د ماښام لمونځ ؤاو غني خان ناجوړه ؤ مور یې دعا وکړه چې زوی مې راجوړ که، زوی یې جوړ شو په پنڅه کلنی کې، خو مور یې ولاړه.
بیا راځي پسې چې دی هغه مکتب ته پلار شاملوی چې د معارف او تعلیم او تربیې لپاره د ده لومړی او مهم اقدام ؤاو بیا د لمانځه او مکتب څخه یې لیږي لندن ته د تعلیم لپاره او توصیه دا ورته کوي او زمینه دا ورته برابروي چې هلته د یو عیسوي راهب په کورکې و اوسیږي او انجیل ولولي مطالعه یې کړي.

په اسلامي علومو سنبال و، پلار یې د عربي ژبې توصیه ورته کړې وه، عربي ژبه یې زده وه، فارسي ژبه یې زده وه ، اردو یې هم زده وه نو یې انګریز ي تعلیم ته یې ولیږلو او بیا له هغه ځایه څخه امریکې ته لاړ خو کله چې یې پلار بندي شو نو د ده سره توان نور د تعلیم نه ؤ خرڅ نه ور رسیدو، بیرته راغی هند ته او هلته د پلار لیدو ته ورغی بندی خانې ته.
نو جواهر لعل نهرو یې پلار ته توصیه وکړه چې زوی دې ولیږه زمونږ کور ته او زما د مور او پلار موټي لعل نهرو سره به اوسي په ال آباد کې. هلته چې نهرو هم بندي شو نو نهرو خپله لور اندرا ګاندی او غني خان دواړه ولیږل هغه پوهنتون ته چې ټاګور جوړ کړی ؤ په نامه د شانتي نکتن.
خاص، یو د دې سیمې د ماحول پوهنتون ؤ په ځمکه به ناسته وو، په ځکمه به درس ؤ، چوکۍ او میز نه وو، تر څو دوی په هغه ماحول کې د دې سیمې و روزل شی او د هغه کلتور او کړو وړو او عنعناتو او رسم او رواج سره بلد شي چې ددې سیمې انسان باید په کې وروزل شي .نو د ده شاعري ،د ده نازک خیالي، د ده عواطف، د ده سیاسي افکار، د ده اجتماعي آرزو د بدلون ، او د ده مینه د ښکلا او محبت او د ژوند سره، ټول د دغه مغلق ماحول زیږنده ده، مغلق په دې معنی چې په دې ماحول کې ټول هغه عوامل ول چې انسان په ډير ښه او کامله توګه په کې روزل کیدی شي او د هغه څخه تاثر اخیستی کیدی شي که په چا کې دا استعدا وي چې په ده کې ؤ.

نو هم شاعر شو، هم د رهیین صاحب په الفاظو انځورګر شو چې زه نقاش ورته وایم. رهین صایب انځور ګر ورته وایي، ښه نقاش شو او لیکوال شوا و جذاباتي شو د دغو حالاتو اثرات، درد او خوشحالي سوز او خوند اول ځل ما د ده په هغه شعر کې ولیدل چې د فریدون د مور د خط په نامه یې لیکلي دي.
کله چې فریدون خان د ده اول زوی پیدا شو نو زما په ګمان چې دی په جیل کې ؤ نو یې مور دا خط ور ولیږه د فریدون. د میرمني یې چې زوی یې پیدا شو. نو ده یو شعر پر لیکلی ،ډیر ښکلی اوږد شعر دی چا چې یې کتاب لوستی وي، هغوی به لوستی وي. لمسی یې دلته راسره ناست دی چې مشعل خان نومیږي چې د فریدون خان زوی دی.

بیا د ده آزادي غوښتنه او د پلار په مجادلاتو او مبارزاتو کې شریک د انګریز د امپراطوری سره او د خد ای خدمت ګاری کې او د انسان په دوستی کې او انسان پروری کې او د اجتماع د تغییر لپاره د خپلې اجتماع د تغییر لپاره د تعلیم لپاره ، دافراط او تفریط د ورکولو اود یوې بسیا جامعې او ټولنې رامنځته کول، دا تول هغه آرزو ګانې وې چې ده نه یواځې چې په خپل فکر او خیال او سر کې درلودې، بلکې هغوی ته یې ډير تلاش او کوښښ وکړ بندونه یې تیر کړل ،خواری یې تیرې کړې او ځان یې یو عالي مقام ته د ادبیاتو او د ادب او نقاشي او د سیاسي اهدافو او اجتماعي بدلون ته و رساوه.
بیشکه چې غني خان د پښتو شاعری ستر او ځلاند ستوری دی حق یې ډير دی پر دې ژبې او حق یې ډير دی پر دې سیمې .خو دا حق په هغه توګه چې باید ادا شي، ادا شوی نه دي، پیژند ګلوی یې باید په عامه توګه وای تر اوسه شوې نه ده .دا زمونږ وظیفه ده چې دې ته هم دی و رسوو او هم ځان و روسوو، دې پیژند ګلوی ته نه یواځې په افغانستان او پاکستان او په دې سیمه کې بلکه و جهان ته.
تیر کال ما ته د مرحوم ګلاب ننګرهاری صاحب زوی یو کتاب راوړ او دا کتاب ما وکاته همالته په خبرو کې د ګلاب ننګرهاري صیب د زوی سره په دفتر کې ناست وم نو څه یادونې مې ورته وکړې، ده راته وویل چې دلته یو شعر شته یو لیک شته د غني خان ، ننګرهاري صیب ته نو هغه شعر مې هلته ولوست او یو لیک دی شعر هم پکې دی . پرون ماښام چې کورته لاړم نو دا لیک مې بیا له سره ولوست نو په پای کې د دې لیک شفیق صیب ته په اغلب ګمان چې شفیق ته ؤ خو لیکلی یې دي چې شفیق ته دا خط لیکم . په اغلب ګمان زمونږ استاد شفیق صیب ته ؤ چې د افغانستان صدر اعظم ؤ. خدای ج دې وبښي، د دې شعر عنوان دي نیمګلا و دیمبلا، زه په دې دا نیمبلا و دیمبلا باندې نه پوهیدم چي دا څه دي، نو سهار مې له هیوادمل صاحب څخه پوښتنه وکړه، هغه راته وویل دا خو دوه دي نیمبلو و ټیمبلو، دغسی ده! نو دا شعر ډیر شکلی شعر دی، ډیر د طنز او معنی شعر دی.
غنی خان په عین حال کښی د احساس او عواطفو، د خیالاتو د پروازو، د سیاست، د اجتماعی بدلون شاعر هم و، ډیر د طنز شاعر هم و. چې څو بیلګې دلته وړاندې کوو:
زما بخت د شمعې بخت دی، یا به مرمه یا به سوځم
یا به بیخ له د دریاب ځم ، یا به پاس په څپو خوځم
عجب زه، عجبه لاره، عجیبه کاروان روان دی
ما وروستي پړاو له بیایي که زه ځمه او که نه ځم
زبردسته فلسفه په کې ده، خو په ډیرو ساده الفاظو، هر څوک چي ولولي او یا یې واوري پرې پوهیږي. هیڅ داسی لغت په کښی نه شته چه مونږي پرې پوه نه سو.
د ده په اشعار کي به تاسی د خیام سره هم مخامخ شي، ستر فارسی شاعر عمر خیام. ده په ډیرو اشعارو کي خیام ته اشاره کړي ده. خو بیا یې یو شعر پر خیام هم ویلي دی ،په اغلب ګمان یا به یې مقبري ته ولاړ و یا به یې په خپلو تصوراتو او خیلاتو کي دا شعر ورته جوړ کړي وي، شعر اوږ دي، زه یې په لنډون سره را اخلم.
ته لمبه یي د تلاش، خیام ته وايي!
ته لمبه یي د تلاش، د لټون او د آرمان
زړه او فکر د خزان، ښکلې ژبه د بهار
بامیان ته یي شعر ویلی دی، هرو مرو به ورغلی و، داسې ښکاري چې هلته به ورته ولاړ او دا شعربه یې ویلي وي، وايي:
یو خوا د قدرت جمال، بل خوا د انسان کمال
زه يي لیوني کړم، چار چاپیره نور دی
نه دي بامیان نه دي دا، دا خو کوه طور دی
دلته د فطرت کمال، دلته د آدم جنون
دا نو پسی ځي دا شعر، اوږد شعر دی، څوک چي دلچسپي لري ، په خپله دې بیا وګوري، نو زبردست شاعر دی، په عامه وینا، ښکلی شاعر دی.
ای زما وطنه د لالونو خزانې زما، دا به لولم نه، احساساتي کیږم. خداي مو راوله. مننه!

- جان محمد مهربان
بېرته شاته