(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجمل خټک د لوئې سينې څښتن

[29.Apr.2014 - 19:36]

ساحر صېب په مخه دې ښه

ډاکټر محمد همايون هما

 29.04.2014: داسې ښکاري د پښتو ژبې ليکونکي د ازل نه د ځان سره خوار نصيب راوړے وي تر څو چې څۀ ټکه ټوکه کوي چرته چا پ کېږي را چاپ کېږي نو د خلقو په ذهن کښې هم اوړي راوړي خو چې لوکوټي ادبي هلې ځلې ئې سړې شي نو بېخي بيا څوک دا نۀ وائي چې ګنې دے هم چرې يا چرته وۀ او چې کله خاورې واغوندي نو بيا خو د مغزو نه څۀ چې د زړونو نه هم کوز شي. هغه بله ورځ مې چې د پېښور د اردو اخبارونو د "وفياتو" په کالم کښې د زينت شاه ساحر افريدي د وفات د درې کرښو خبر ولوستو نو زړۀ مې راډک شو سترګې مې نم ژنې شوې او د زړۀ د تل نه مې ورته د مغفرت دعا وکړه خدائے شته په ذهن او زړۀ مې ډېر بوج وۀ څوک مې لټولو چې زړۀ ورته تش کړم .ډاکټر اسرار ته مې فون وکړو چې سره خپلو کښې غمرازي وکړو، په سکرټريټ کښې مې يو ځائے شپې ورځې تېرې کړې دي خو بيا مې نۀ موندلو درې څلور ورځې پس مې ورسره رابطه وشوه په خبرو کښې مو د ساحر صېب په حقله زاړۀ يادونه تازه کړل

ساحر صېب چې څنګه ښائسته بنيادم وۀ دغه شان په کړۀ وړۀ کښې هم ډېر دروند خوږ او د ښائسته خويونو څښتن وۀ په خټه اپريدے او د خېبر ايجنسۍ په جمرود کښې ئې کور وۀ "د قلم خاوندان" کښې ئې د زيږون کال 1942ء ليکلے شوے دے په دغه حساب هغه د69 کالو په عمر کښې وفات شو د څلورو پنځو کالو نه (غالباً) د فالج د ناجوړتيا په وجه په کټ کښې پروت وۀ يو ځل نيم په اخبار کښې د هغۀ د مالي مرستې دپاره سرکار ته وېنا هم شوې وه د پښتو ليکونکو ټول عمر د خپلې ژبې ويړيا خدمتونه کړي دي شعرونه وائي،مضمونونه او مقالې ليکي په خپل لګښت کتابونه چاپ کوي او دغه شان خو چې کله زوړ شي سخت وخت پرې راشي نو د ژوند ګاډے هم بيا په ګرانه راکاږي او د زړۀ دړديدو خبره په کښې دا ده چې کۀ په دغې بدحالۍ کښې ورته د چا پام شو او چرته يوې علمي ادارې ورسره د هغۀ د ادبي خدماتو په اعتراف کښې څۀ مالي مدد وکړو نو د ځنې خلقو چې هم د ليکونکو د ډلې نه وي دغه يو څۀ په زړۀ غټ بوج شي بحثونه پرې شروع شي څوک ورته په سرو چشمو کښې ګوري چې دا خو شين بخن دے څوک ئې په شنو بنېنونو کښې شماري چې هله دا خو سور مخے دے دا نه وائي چې ژبه خو مور ده او مور د ټولو بچو شريکه وي د خدائے بنديانو په دغې وخت کښې خو ورپسې د نظرياتو ډانګ مۀ راخلئ دا وګورئ چې دے د قلم خاوند د ژبى په وسيله د کلهم انسانيت څومره خدمت کړے دے کۀ چرې د ژبې او ادب په کنډه د قلمکار خدمات وتللي شي نو د شين او سور خبره به ترې د مينځه وځي. خېر دا يوه بيله موضوع ده او په دې به کخېروي بيا چرته خبرې وکړو ما دا وئيل چې د ساحر صېب د روزۍ وسيله د هغۀ سرکاري ملازمت وۀ خو د خپلې ژبې سره ئې ښه ډېره او په نره مينه کړې ده او د ريډيو په حواله د هغۀ ښۀ درانۀ خدمات دي ډرامې ئې ليکلې دي سندرې او غزلې به ئې هم د ريډيو نه نشر کېدې او دغې ادارې دپاره به ئې مسوده کاري هم کووله چې په ريډيو سټېشن کښې به ئې زۀ وليدم نو د لرې نه به ئې لاسونه پرانستل او بيا به کلک راترغاړه وتو دغه رنګ يو ملاقات کښې ما سره زما زوے عظمت هما وۀ هغۀ ته ئې وئيل _ څۀ وکړو_ پلار دې هم ټول عمر قلم سولولے دے او زما هم دغه دنده ده نۀ پوهېږم چې د ساحر صېب د وفات په موقع ريډيو په هغۀ څۀ تعزيتي پروګرام نشر کړے دے او کۀ نه ما پخپله نۀ دے اوريدلے او چا راته څه وئيلي هم نۀ دي

ساحر صېب ښائسته بنيادم وۀ ، مناسب قد و قامت،صفا سپينه مهينه څهره په سر ئې قط کړي تور ګڼ وېښتۀ هر وخت به ئې پا کې سُتره جامې اغوستې وې چې خبرې به ئې کوؤلے نو مسکے مسکے به کېدو سترګې به ئې هم ورسره مُسېدې ډېر قدردان پښتون وۀ، ما ته ياد شي ډېره موده وړاندې د ځان په شان خپل يو ښائسته زلمي زوي سره زما کور ته راغلے وۀ زما د محکمې د يو کار دپاره ئې چې راته ووې او په جواب کښې ورته ما سينه وډبوله نو ډېر زيات خوشحاله شو زوي ته ئې په ډېر فخر وکتل او بيا ئې ما ته ووي " په الله دروند شے د زوي په سترګو کښې دې دروند کړم." د دې نه وړاندې ساحر صېب زۀ هم يو ځل ډېر دروند کړے وم تربېلې ته خور کره روان وم د صوابۍ په اډه د ټوپۍ د بس په انتظار ولاړ وم چې ناساپه يو جيپ مې خوا ته اودرېدو ساحر صېب ترې نه په خندنۍ څهره راکوز شو راتر غاړه وتو او بيا ئې په وچ زور نزدے خپل دفتر ته بوتلم تر مازيګره ئې زۀ هيسار کړے وم، ښه درنه مېلمستيا ئې راله وکړه هر چا ته به ئې وئيل دا زما دوست دے ډرامې ليکي زما د نوم سره به ئې بې شمېره صفتي لاحقې، سابقې هم نښلولې.مازيګر ترې ما په ستنه بيا هغۀ سره د يسارېدو په بهانه ځان خلاص کړو، ساحر صېب په دغه موده کښې په صوابۍ کښې تحصيل دار وۀ دا په څرګنده ډېرې وړې وړې خبرې ښکاري خو د دروند خويه پښتنو د درنو خويونو اندازه ترې نه په ښۀ شان سره لګېدې شي

د ساحر صېب سره زما وړومبے ملاقات د پېښور رېډيو سټېشن په يو تقريب کښې شوے وۀ غالبًا دا د کال 1972ء خبره ده د پښتو د جشن تمثيل دستوره وه په چوڼ شوي اوۀ ډرامو کښې زما ډرامه هم وه خو د ساحر صېب ډرامې په کښې دوئم يا درېم پوزيشن هم اخستے وۀ او بيا په ورستي ځل ليدۀ کاتۀ ورسره په پښتو اکيډمۍ کښې شوي وو خپل کتاب "پېنزېب" ورسره لاس کښې وۀ د ژوند په ښائستونو مئين ساحر صېب خپله دغه د شاعرۍ مجموعه په دوئېم ځل د ځان په شان ښائسته چا پ کړې وه، ښکلے ګټ اپ ښائسته کاغذ او ډېر جاذب نظر ټائيټل ما ورته په خندا کښې وئېلي وو ساحر صېب افسر مال ئې کنه په کتاب دې ښۀ مال لګولے دے په خندا شو وئيل ئې تۀ ښائسته شاعري کوې او ما کتاب له سرڅڼه کړي دي. رښتيا خبره ده چې د درنو خلقو درنې خبرې وي زينت شاه ساحر افريدے چې د پلار نوم ئې يا قوت شاه سيد وۀ ډېر دروند پښتون او رومان رنګه شاعر وۀ .ډاکټر اسرار وائي ځکه خو ئې د خپلې شعري مجموعې دپاره نوم هم ډېر روماني خوښ کړے وۀ "پېنزېب" د ساحر صېب چاپ شعري مجموعه ده د "کرښې" په نوم ئې دوېمه شعري مجموعه "څانګه " افسانې او "يوازې يوازې" ناول ئې ناچاپه آثار دي ساحر صېيب د ژوند يو څو ورستي کالونه تا ډېر په کړان تېر کړي دي خدائے پاک دې هغه ابدي ژوند ښائسته کړه خو تۀ ښائسته بنيادم وے د ښائستونو شاعر وے تا چا سره څۀ بد کړي دي زما يقين دے چې هلته به خوشحاله ئې په مخه دې ښه ساحر صېب

اجمل خټک د لوئې سينې څښتن

ډاکټر محمد همايون هما

زۀ د پښتو ادبي نړۍ د عظيم الشان شخصيت محترم اجمل خټک د قربت او دوستۍ دعوى نۀ کؤم _خو دا احساس هم زما دپاره د درناوى او غټ اعزاز خبره ده چې زۀ د دغې لوے ادبي قهرمان د عهد يو ليکونکے يم او هغۀ زۀ په دغې حثيت پېژندم زۀ د هغۀ قدر دان وم کله هم چې هغه ما ليدلے دے نو د يو دروند مشر په شان ئې همېشه زما د ادبي هلو ځلو په ډېر ښۀ ټکو کښې ذکر کړے دے هغه چې د ورځپاڼې ( انجام ) د پښتو برخې مدير وۀ نو ما ته ياد دي چې ما ورته خپل يو وړومبے ليک ليږلے وۀ او هغۀ زما دغه کيتې بيتې چاپ کړے دے اجمل خټک صاحب ته الله پاک د زغم او صبر درانۀ خويونه ورکړى وو_ کۀ چا به ورته په مخامخ څۀ ترخه خبره هم وکړه نو په ډېر روڼ تندي به ئې برداشت کړه او دا د هغۀ د شخصي عظمت نخښه وه د لوئې سينې څښتن وۀ ښه لويه حوصله ئې وه. تحمل او بردبارى د هغه د شخصيت روښانه اړخونه دي _ولې يو ځل هغۀ زما د يوې خبرې په ډېر جلالي انداز کښې ځواب هم کړے وۀ دا کله او څنګه ؟ دا به زۀ وروستو وايم،وړومبے د هغۀ د زغم خبره کوم يو ځل هغۀ په مردان په کميونټي سنټر کښې د يو ادبي تقريب صدارت کولو يو ملګرے شاعر چې په خپل وار راپاڅېدۀ نو په خپل يو بې شانه تېز و تند نظم کښې ئې د اجمل صاحب په سياسى نظرياتو ډېر تراخۀ ټکونه وکړل اجمل صېب ورته کتل په مخ ئې مُسکا خوره وه د ناستو خلقو خيال وۀ چې اجمل صېب به په خپل صدارتي تقرير کښې د زلمي شاعر د خبرو په جواب کښې ضرور څۀ ووائي خو هغۀ صرف دومره قدرې وېنا وکړه چې دې زلمي شاعر چې څۀ ووئيل دا د هغۀ خپل يو تاثر وۀ زۀ ئې قدر کؤم کوشش به کوؤ چې د هغۀ ګيلې ورکې شي د اجمل صېب ټول سياسي ژوند هم د دغه شان زغم او برداشت عملي نمونه وه هغه چې د کوم سياسي ګوند سره وابسته وۀ د هغې د مشرانو د درې نسلونو سره اوږده ملګرتيا په سياسي ډګر د اجمل صېب د ذهني استقلال ثبوت دے نو ورسره د هغۀ د زغم او حوصلې هم غټ دليل دے زمونږ د ملک سياست په حقله همېشه دا وئيلې کيږي چې په دغه کتاب کښې حرف آخر څۀ نۀ وي

زۀ دې ته منافقت وايم زمونږ د ملک په سياست کښې د منافقانه رويو دا روايت ډېر پخوانے دے او د خندا خبره دا ده چې مونږ ئې ډېر په فخر ذکر هم کوؤ خو چې وګورو نو اجمل صېب چې په سياست کښې د ابتدا نه د پښتون قام د سر لوړۍ کوم هدف ټاکلے وۀ د قامي سرلوړۍ مرام ته د رسېدو کوم بېرغ ئې پورته کړے وۀ د خپل ژوند تر ورستو سلګو ئې دغه هدف او مرام د ايمان برخه ګرځولي دي

اجمل صېب بنيادي طور سره شاعر او سياسي مفکر وۀ هغه د قام پرستۍ په بنياد د معاشرتي او معاشي بدلون داعي ضرور وۀ خو هغۀ چې د کوم انقلاب خوب ليدلو دغې خوب زمونږ په ملک کښې د رائج منافقانه سياسي رويو سره سمون نۀ خوړو، د اجمل صېب دغه خوب د يو مثالي انقلاب دپاره وۀ چې کۀ زۀ ورته روماني انقلاب ووايم نو بې ځايه به نۀ وي د اجمل صېب په شاعرۍ کښې د دغې روماني انقلاب انګازې اورېدې شي دغه نمونه انقلابي نظرياتو له مخه په ادبي حلقه کښې هغه بيخي د يو ليجنډ مقام حاصل کړے دے خو په سياست کښې د هغۀ د انقلاب فلسفه د وقتي مصلحتونو د سر نه ځار کړې شوه ما چې زمونږ د ملک په سياست کښې دکومو منافقانه رويو ذکر وکړو په هغې کښې د بدلون دعوې..زما مطلب دے د هغوي په ژوند کښې د معاشي بدلون نه دے

د سياسي مشرانو په حقله خو رښتيا شي خو اولس ته د هغې خواږۀ را ونۀ رسي زمونږ د سياست دغې ريا کارۍ، دورنګۍ او د وخت د سُرنا سره سندرو زمونږ دغه انقلابي شاعر د ژوند په ورستو څو کالونو کښې بې شانه ذهني اذيت ته سيلمه کړے وۀ د سپين غر د سر شاعري د هغه د دغې نمونه احساساتو يو څرګند دستاويز دے ( د غېرت چغه ) کښې چې اجمل خټک صېب د کوم انقلاب سندرې وئيلې دي د سپين غر د سره کښې دغه سندرې بيخي ساندې شوې دي د يو دړديدلي زړۀ نه راوتې دا ساندې چې په لوستو ئى د بنده زړۀ ارې ارې شي_اجمل خټک صېب د پښتو ژبې او ادب دپاره چرې د څۀ مصلحت ښکار شوے نۀ وۀ او په دې لړ کښې ئې د هر هغې ادارې مرسته کړې ده چې مقصد ئې د پښتو ژبې خدمت وۀ ما سره په يوه مرکه کښې اجمل صېب په ډانګ پيلي د دې خبرې اعتراف کړے دے چې د پښتو اکيډيمۍ باني دائريکټر مولانا عبدالقادر همېشه زما نه په خپلو ادبي منصوبو کښې مشورې اخستې دي او خدائے بخښلي مولانا هم په سياسي جدوجهد کښې زما مرسته کړې ده_ په دغې مرکه کښې اجمل خټک نۀ يواځے د پښتو اکيډمۍ په قيام د خوشحالۍ اظهار کړے وۀ بلکه هغۀ ته په اکيډمى کښې د ملازمت پېشکش هم شوے وۀ دغه وخت کښې بيا اجمل خټک صېب د ځان دپاره د سياست لار غوره کړې وه نو ملازمت ئې قبول نۀ کړو البته وخت په وخت ئې د پښتو اکيډمۍ د ځني کتابونو نظر ثاني ضرور کړې ده د سيدمحمد تقويم الحق کاکا خېل د وېنا له مخه د علامه اقبال د کتاب زبورِ عجم چې کله هغۀ ترجمه کړو نو نظرثانى پرې اجمل خټک صېب وکړه د يادګېرنې د پاره وايم چې اجمل خټک صېب د پېښور يونيورسټۍ نه په باقاعده توګه په فارسۍ کښې د ايم اے ډګري اخستې وه_ذهني سالميت په بنده کښې زغم او حوصله پېدا کوى اجمل خټک صېب د روغ ذهن څښتن وۀ .نو زغم ئې د شخصيت لوئے صفت وۀ خو کله نا کله خبره نيمه به بنده بده هم ولګي او د رد عمل اظهار ئې په لهجه کښې تندى پېدا کړي ما يو ځل د اجمل خټک صېب دغه جلالي انداز هم ليدلے دے په ټوپۍ کښې د پښتو د ياد افسانه نګار نادر خان د ادبي خدماتو په اعتراف کښې يوه درنه ادبي غونډه وه اجمل صېب ئې صدارت کولو ما په دغې غونډه کښې په بزمي صېب خپله ليکلې شوې خاکه ( ژوندۍ افسانه ) ولوسته چې په کښې د بزمي صېب سره د يو ملاقات په حواله وئيلې شوى وو

بزمي په خپلو خبرو کښې ښکاره کړه چې پلوشې د بزمي د افسانو مجموعه او په پښتو کښې د ړومبے چاپ کتاب دے د چاپ کال 1951ء دے ما ته چې کله اجمل خټک د چاپ مشوره راکړه نو ما ورته ووئيل چې زۀ ئې په څۀ چاپ کړم بيا اجمل صېب مهرباني وکړه زما کتاب ئې د خپل ادبي ټولنې له اړخه چاپ کړو او ديباچه ئې پرې هم وليکله بزمى دا انکشاف هم وکړو چې د پلوشې نسخې افغانستان ته ليږلې شوې وي.اجمل صېب چې د صدراتي خبرو دپاره راپاڅېدو نو په بزمي د خبرو نه وړومبے ئې زۀ نېغ په نېغه په ډير جلالي انداز کښې مخاطب کړم او د ګوتې په اشاره ئې ما ته ووئيل واوره تا چې کوم انکشاف وکړو دا حقيقت سره سمون نۀ خوري د پلوشې نسخې افغانستان ته چرې نه دي ليږلي شوي د اجمل صېب دغه جلالي انداز نن هم زما د يادونو برخه ده خو په دې خبره پوهه نۀ شوم چې د بزمي صېب دخبرې په رد کښې د اجمل صېب څۀ مصلحت وۀ دا يو څرګند حقيقت دے چې د نولس سوه پنځوسم په لسيزه کښې د افغانستان حکومت د خپلو سياسى اغراضو دپاره دلته د پښتونخوا د ادبي هلوځلو به ډېره مرسته کوله.

د محترم اجمل خټک سياسي او ادبي ژوند زمونږ د تاريخ يوه اهمه برخه ده هغۀ په خپل بې شانه مصروف ژوند کښې خپلې ادبي هلې ځلې هم ښۀ په باقاعدګۍ سره جارى ساتلې دى د هغۀ د ليکونو په رڼا کښې د هغۀ د شخصيت لټون ډېر ضروري دے په دغې اړخ پکار ده چې په بې پلوه توګه کار وشى

اجمل خټک د شلمې صدۍ يو لوئے ادبي قهر مان وۀ د داسې خلقو ژوند او کار د هغوي د هم عمر ليکونکو سره يو داسې امانت وي چې راتلونکو نسلونو د اګاهۍ دپاره دغه امانت وختونو ته سپارل د هغوي فرض جوړېږي 

د ښاغلي پیروزخان اپریدي نه په مننه

Ajmal Khattak de Loy Seny Tzakhtan BY: Dr. Mohammad Homayun Huma

- ډاکټر هما
بېرته شاته