(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کاڼې چې هر ځای کې غورځیږي کور ځما ورانیږي

[09.Apr.2014 - 19:37]

09.04.2014: د پاکستان په اسلام اباد کې نن سهارد چارشنبې (شورو) په ورځ د میوو په یوه منډۍ کې بمي چاودنې ۲۵ کسان وژلي او په لسګونه نور ژوبل دي.په وژل شوو او ژوبلو کې زیاتره پښتانه دي، (کاڼې چې هر ځای کې غورځیږي کور ځما ورانیږي)د مېوې منډۍ یو مشر وایي دغه چاودنه د امرودتو په یو ګاډي کې وشوه، چې له پنجابه راغلې وه.

د پېښې یوه عیني شاهد مشال راډیو ته وویل، منډۍ ته ولاړم چې امروت راونیسم، دغه وخت مې له ملګرو سره هم ولیدل چې نا څاپه یو درز وشو او درې ګزه بره بل ځای پروت وم. په تشي کې مې چرې لګېدلې دي. خواوشا مې د انسانانو د بدن غړي  پراته ولیدل، زما په خپل سر کې د انسانانو غوښې بندې وې. اوس مې هم تر غوږو ګڼ غږونه راځي.
 یو بل عیني شاهد وویل، اوس د امروتو موسم دی، دا مېوې له پنجابه راځي، چې موږ یې خرڅوو. چاودنه د امروتو په یوه پېټۍ کې وشوه. ډېر خواران مزدوران خلک یې ووژل. ډېر دوکانداران یې ووژل او زیات شمېر مزدوران خواران یې ژوبل کړل.

 پیمز روغتون یو مشر ډاکټر جاوید اکرم د پیښې په اړه وایي، له چاودنې د دوی روغتون ۲۵ تنه مړي او نژدې ۷۰  ژوبل کسان وروړل شوي دي.

- PSDP
بېرته شاته