(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات او ځیني مهم معلومات

[05.Apr.2014 - 15:47]

تاند- 05April 2014: نن شنبه د حمل ۱۶ مه په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات دي. دا انتخابات د افغانستان په تاریخ کې یو تر ټولو مهم پړاو دی. د دې ټاکنو په پایله کې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له یوه منتخب ولسمشر څخه بل ته په دیموکراتیک ډول واک لېږدول کېږي. تر دې مخکې د افغانستان په تاریخ کې دا کار نه دی شوی.

حامد کرزی، چې دوې دورې ولسمشر و، د افغانستان د اساسي قانون له مخې د درېم ځل لپاره نه شوای کاندید کېدای.

ښاغلی کرزی به له څه باندې ۱۲ کلونو وروسته واک د نننیو انتخاباتو په پایله کې بریالي کېدونکي ولسمشر ته وسپاري.

د افغانستان د انتخاباتو له قانون سره سم د ولسمشر کېدو لپاره باید یو کاندید د ټولو اچول شویو رایو په سلو کې ۵۰ جمع ۱ رایې ترلاسه کړي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۱۱ تنه کاندید ول چې ۳ تېر شول او اوس ۸ تنه پاتې دي خو د رای ورکولو په پاڼو کې د ټولو ۱۱ تنو کاندیدانو نومونه چاپ شوي دي.

مخکښ کاندیدان

په دغو اتو کاندیدانو کې اشرف غني احمدزی، عبدالله عبدالله او زلمی رسول مخکښ کاندیدان دي. په دوی پسې د عبدالرب رسول سیاف او قطب الدین هلال نومونه یادېږي.

باور دا دی چې عبدالله عبدالله تر ټولو زیاتې رایې په تاجک مېشتو سیمو کې ترلاسه کوي. عبدالله به یو شمېر رایې د خپل دوهم مرستیال محمد محقق په مټ له هزاره ګانو څخه هم ترلاسه کړي.

اشرف غني احمدزی به له مختلفو قومونو په تېره بیا پښتنو، ازیکو او هزاره وو زیاتې رایې ترلاسه کړي.

که څه هم اکثره پښتانه ښايي د طالبانو د خبرداریو او مخنیوي په وجه رایې استعمال نه کړای شي خو بیا هم باور دا دی چې د جنوب او ختیځ اکثره پښتانه به اشرف غني ته رایې ورکړي. د ازبکو او ترکمنو په اړه ویل کېږي چې د جنرال دوستم له کبله هم اشرف غني احمدزي ته رایې ورکوي خو د هزاره وو رایې ښايي دا ځل په درو برخو ووېشل شي. یوه برخه به یې عبدالله ته، بله اشرف غني ته او یوه لږه برخه به د مېرمن سرابي په خاطر د زلمي رسول په ګټه رای بکسونو ته واچول شي.

زلمی رسول او ګل اغا شېرزی به ډېرې رایې په لوی کندهار، په تېره بیا اروزګان، کندهار او هلمند کې ترلاسه کړي.

خو د سیاف په اړه ویل کېږي چې اکثره رایې به په هرات کې د خپل لومړي مرستیال محمد اسماعیل له کبله ترلاسه کړي.

که څه هم اټکلونه وايي چې ښايي هیڅ کاندید پنځوس جمع یو رایې ترلاسه نه کړای شي خو که امنیت ښه و او خلکو په انتخاباتو کې د ګډون اجازه لرله ممکن اشرف غني احمدزی په لومړي پړاو کې دا فیصدي ترلاسه کړي.

د افغانستان د یو شمېر ناامنو سیمو اوسېدونکو ویلي چې د سر په قیمت هم حاضر دي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ویل شوي چې طالبان په هره شیوه په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون د مخنیوي هڅه کوي. طالبانو خلکو ته د مرګ ګواښونه کړي او حتي په ننګرهار کې یې د دې لپاره چې خلک په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي د هغوی هر کارت په ۵۰۰ پاکستانۍ روپیو اخلي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې د رای ورکولو په سلو کې ۱۰ مرکزونه به نن بند وي. د دغو مرکزونو اکثریت به په جنوب او ختیځ کې وي خو کتونکي وايي چې ښايي تر دې زیات مرکزونه بند وي.

د انتخاباتو په اړه ځیني مهمې خبرې

د رای ورکولو ټول وخت ۹ ساعته دی یعني د سهار له ۷ بجو پیلېږي او تر څلور بجو دوام کوي. خو د خلکو د رش یا بیروبار له کبله دا وخت ممکن څو ساعته تمدید شي. دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون واک دی چې د رای ورکولو وخت د ګڼې ګوڼې په صورت کې ۲ ساعته زیات کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي و چې له ۶۸۸۴ مرکزونو څخه به ۶۱۱۷ پرانستي وي او په ۷۶۷ مرکزونو کې به د ناامنۍ له امله رایبکسونه کښېنښودل شي.

د رای ورکولو لپاره ټولټال ۲۰ زره ځایونه په پام کې نیول شوي چې ۱۲ زره یې د نارینه وو او ۸ زره د ښځینه وو لپاره دي.

د افغانستان د احصاییې د مرکزي ادارې د شمېرنو له مخې له ۱۲ تر ۱۳ ملیونه افغانان د رای ورکولو په شرایطو برابر دي. هر افغان چې عمر یې ۱۸ کلونو ته رسېدلی وي رایه ورکولی شي.

تمه ده چې شاوخوا ۶ ملیونه افغانان به صندوقونو ته رایې واچوي.

د ولسمشرۍ په لومړیو انتخاباتو (۱۳۸۳) کې څه باندې ۸ ملیونو او د ۱۳۸۹ لمریز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې څه باندې ۴ ملیونو افغانانو رایې وکارولې.

خو د کاندیدانو له کمپایني غونډو او د خلکو له لېوالتیا دا ځل داسي څرګندېږي چې د طالبانو له مرګونو خبرداریو سره سره به تر تېر ځل زیات افغانان په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

دا ځل پر مخکینیو کارتونو سربېره، چېې له خلکو سره موجود ول، د ټاکنو خپلواک کمیسیون څه باندې ۳ ملیونه نوي کارتونه وېشلي دي. دا کارتونه یې هغو کسانو ته ورکړي چې د اتلس کلنۍ عمر ته رسېدلي، یا له بهره راغلي او یا یې پخواني کارتونه ورک کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، که چا څو کارتونه هم اخیستي وي دا ځل دوی داسي کمپیوټري سیستم جوړ کړی دی چې یو څوک څو ځلي رایه نه شي ورکولی.

رایپاڼې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې ۱۴ ملیونه رای ورکوونکو لپاره یې تیاري نیولې ده او د رای ورکولو مرکزونو ته یې ۱۲ ملیونه رایپاڼې لېږلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دوه نیم ملیونه اضافي یا شټپني رایپاڼې د دې لپاره د دغه کمیسیون په مرکزي دفتر یا ولایتي دفترونو کې ساتلي چې که ورته اړتیا پیدا شوه نو د رای ورکولو مرکزونو او ځایونو(محلونه) ته یې ولېږي.

د رای ورکولو له پروسې وروسته څه کېږي؟

د رای ورکولو د بهیر له پای ته رسېدو وروسته سمدستي د رایو شمېرل پیلېږي. ګومان کېږي چې د رای ورکولو په هر مرکز کې به په متوسط ډول ۳ سوه رایې واچول شي نو پر دې اساس د رایو شمېرولو ته شاوخوا له یوه تر دوو ساعتونو وخت ته اړتیا ده.

رایې د کاندیدانو د استازو، څارونکو او کورنیو او بهرنیو کتونکو په مخکې د تخنیکي مامورینو له لوري او د هر انتخاباتي ځای او مرکز د مسوول تر نظر لاندې شمېرل کېږي.

هغه څارونکي چې د سیاسي ګوندونو او د جمهوري ریاست له لوري معرفي کېږي، د شکایت او اعتراض حق لري خو کتونکي یا مشاهدان یوازې سرغړونې او بې قاعدګۍ له ځان سره ثبتولی او راپور یې خپلو مرکزونو ته وړاندې کولی شي.

د اریو لومړنۍ یا بتدايي شمېرنه همدا نن کېږي. په هر محل کې د انتخاباتو د کمیسیون مامورین رایې شمېري، کله چې د رایو شمېرل پای ته ورسېدل، مامورین د څارونکو په مخکې د رایو نتیجې د پایلو په پاڼو کې ثبتوي او د هرې پاڼې په پای کې لاسلیک کوي، همداراز هغه مهر ولاک کوي.

وروسته د پاڼو اصلي کاپي په ځانګړو کڅوړو یا بوجیو کې د رای ورکولو مرکز، له مرکزه ولسوالیو او له ولسوالیو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ولایتي مرکز او بالاخره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وړي. په ټولو پړاوونو کې څارونکي دا بهیر له نژدې کتلی شي.

د ټاکنو پایلې کله اعلانېږي؟

د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایلې له نن څخه دوې اوونۍ وروسته، چې د ټولو ولایتونو رایې شمېرل شوي وي، د ثور په ۱۴مه اعلانېږي.

د ابتدايي پایلو له اعلانېدو وروسته د انتخاباتي شکایتونو د اورېدو کمیسیون د انتخاباتو پر اړوندو شکایتونو غور کوي او د ثور تر ۱۷ پوري د ټاکنو له مهالوېش سره سم باید د شکایتونو په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي او نتیجه یې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وړاندې کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به له یوې اوونۍ وروسته یعني د ثور په ۲۴ مه د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې اعلان کړي او د جوزا په لومړۍ نېټه باید کمیسیون نوی ولسمشر معرفي کړي.

د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو ابتدايي پایلې د ثور په ۲۷ مه اعلانېږي خو وروستي پایلې د جوزا په ۱۷ مه د شکایتونو په کمیسیون کې د شکایتونو له څېړنې وروسته خپرېږي.

که انتخابات دوهم پړاو ته وغځېږي.؟

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له مهالوېش سره سم دوهم پړاو ته د انتخاباتو د اوږدېدو په صورت کې به د جوزا په ۷ مه د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ رایې اخیستل کېږي.

په هغه بڼه کې انتخابات دوهم پړاو ته غځېږي چې هیڅ کاندید ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه نه کړای شي.

د انتخاباتو کمیسیون ژمن دی چې که انتخابات دوهم پړاو ته وغځېدل د دوو مخکښو کاندیدانو لپاره به ځانګړې رایپاڼې چاپ کړي او د ثور په ۷ دوهم ځلي انتخابات ترسره کړي.

http://www.taand.com/archives/22872

- تاند
بېرته شاته