(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.03.14...دهزاره صوبې جوړولو اؤ دخيبرپښتونخوا دنوم بدلولو

[21.Mar.2014 - 20:21]

دهزاره صوبې جوړولو اؤ دخيبرپښتونخوا دنوم بدلولو دوه قراردادونه اسمبلۍ څخه منظور

ډیوه: 21.03.2014  دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ  دجمعې په ورځ  دهزاره صوبې جوړولو اؤ دخيبرپښتونخوا صوبې دنوم دبدلولو په ترڅ کې دهزاره پښتونخوا ايښودو په اړه  په ساده اکثريت سره  ددوؤ قراردادونو منظوري ورکړې ده.
په دغو قراردادونو اسمبلۍ کې تود بحث شوى اؤ تر دې چې  حکومتي بينچونه پرې هم ويشل شوي.
  
دعوامي نيشنل پارټۍ، پي پي پي پي، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ اؤ پي ايم ايل(اين) دصوبائي اسمبلۍ غړو  دهزارې صوبې جوړولو لپاره دوړاندې کړل شوي دغه قرارداد مخالفت کړى دى.
 
خو  پاکستان تحريک انصاف  هزاره ډويژن ته  دصوبې دحيثيت ورکولو لپاره  په ائين کې دترميم کولو په غرض دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې  يو قرارداد وړاندې کړى دى.
 
په هيواد کې دنوې صوبې جوړولو لپاره  دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې دغه قرارداد  دواکمن سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکي دصوبائي اسمبلۍ غړي  سردار ادريس وړاندې کړى دى اؤ سينئر  وزير سراج الحق، صوبائي وزير شهرام ترکئ، قلندرلودهي، مشتاق غني، مظفر سيد، اکبر ايوب خان، انيسه زيب طاهر خيلي، مولانا عصمت الله، وجهيه الزمان، مفتي جانان اؤ فيصل زمان خان پرې لاسليکونه کړي دي.
 
دهزاره صوبې جوړولو لپاره اسمبلۍ ته په وړاندې کړل شوي قرارداد کې وئيل شوي دي چې   دهزارې په گډون دنوؤ صوبو جوړولو لپاره بايد يو کميشن جوړ کړل شي.
قرارداد کې يادونه شوې چې  دپاکستان ائين په انتظامي  بنيادونو دنوؤ صوبو جوړولو لاره نۀ نيسي اؤ په وفاقي حکومت هم غږ شوى چې  درايې په ملي اتفاق سره دانتظامي اسانۍ پيدا کولو په غرض دهزاره پشمول  دنوؤ صوبو جوړولو لپاره دې  په قومي اسمبلۍ کې  يو بل وړاندې کړى شي.
دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير شاه فرمان اسمبلۍ ته پخپله وينا کې وويل  دا ډيره حساسه معامله ده  اؤ دهزاره صوبې دجوړولو خبره وروستو له هغې مخې ته راغله چې دپيژندگلو خبره وشوه ، ځکه ستونزه دصوبې نۀ بلکې دپيژندگلو ده.
شاه فرمان وويل  لمړى هم په تُندۍ کې کار شوى ؤ اؤ اوس هم دتُندۍ هڅه کيږي ځکه مونږ دغسې نۀ غواړو.
 
داطلاعاتو وزير وويل وويل بايد  يوه کميټي جوړه کړل شي چې پکې دټولو سياسي ګوندونو پارليماني مشران موجود وي   اؤ هغوي دې په دې ستونزه درايې ديو والي پيدا کولو لپاره غور اؤ بحث وکړي.
 
دبحث په مهال  دهزارې صوبې دجوړولو په اړه دقرارداد په ملاتړ حکومتي چوکۍ هم تقسيم شوې  اؤ صوبائي وزيرانو چې پکې  سراج الحق اؤ شوکت يوسفزئي شامل دي دصوبې دنوم بدلولو لپاره يو بل قرارداد رامخې ته کړو چې پکې  دصوبې دنوم دهزاره خيبرپښتونخوا تجويز شوى دى.
په دوهم قرارداد کې  دريځ خپل کړل شوى چې  دتير حکومت دغلطو پاليسو په وجه  په  بيلا بيلو ټولنو کې  دمحرومۍ احساس پيدا شوى چې پکې   دهزارې خلک هم شامل دي اؤ دمحرومۍ ددغه احساس لپاره    دخيبرپښتونخوا نوم  دهزاره خيبرپښتونخوا ايښودل پکار دي.
 
سپيکر اسد قيصر وروستو دغه دواړه قراردادونه ايوان ته دمنظورۍ لپاره کيښودل اؤ په ساده اکثريت سره منظور کړى شول.
همدغه شان  دجماعت اسلامي  سره تعلق لرونکي سينئر وزير سراج الحق وويل  دبيلې صوبې جوړولو پځايې  دې دصوبې نوم هزاره پښتونخوا کيښودل شي ،ترڅو دهزارې داولس په زخمونو مرهم کيښودل شي.
 
دعوامي نيشنل پارټۍ پارليماني مشر سردار حسين بابک دنوې صوبې دجوړولو دمخالفت کولو په ترڅ کې  هزاره ډويژن دخيبرپښتونخوا صوبې تاج گرځولې اؤ وئيلي يې دي  په داسې وخت کې چې صوبه  دلاقانونيت اؤ تندلاريتوب  په شکل کې  دبحران پشان دصورتحال سره مخ ده دغه  قرارداد مناسب نۀ دى.
 
هغه وويل  دصوبې  دستونزو په نظر کې نيولو سره  پځايې ددې چې دجدايۍ خبرې وشي بايد ديو والي خبره شوې وى.
سردار حسين بابک وويل چې  دهزارې صوبې دجوړولو قرارداد دټولې صوبې په ضد يو سازش دى اؤ زياته يې کړه چې يوه صوبه هم  دنسل اؤ ژبې په اساس نۀ شي جوړيدلى
 بابک زياته کړه چې  دهزارې صوبې دتحريک دباني بابا حيدرزمان حالت دا ؤ چې په ټولټاکنو کې يې ضمانت هم ضبط کړل شوى ؤ.
ښاغلي بابک  تور ولګولو چې  دغه قرارداد په لسانيت اساس لري اؤ مقصد يې سياسي  پوائنټ سکورنګ دى.
همدغه شان دپي پي پي  غړې نگهت اورکزئ هم دسردار حسين بابک دڅرګندونو ره اتفاق وکړو اؤ وې وئيل  دا دصوبې دبيلتون دخبرې وخت نۀ دى  ځکه چې په دې وخت مونږ  ته داتحاد سخت ضرورت دى.
هغې زياته کړه اوس مهال مونږ ته په گډه دکار کولو ضرورت دى  اؤ بايد دا قرارداد په دې وخت کې مخې ته نۀ وى راوړل شوى.
 
هغې وويل ددغه قرارداد مخالفت کوي اؤ زياته يې کړه دصوبې نوم يقيناً هزاره پښتونخوا کيږدئ خو ويشئ يې مۀ ځکه چې مونږ دخپلو وروڼو اؤ خويندو څخه بيلتون نۀ غواړو.
 
دپي ټي ائي  دصوبائي اسمبلۍ غړو مشتاق خان، وجيهه الزمان اؤ قلندر لودهي  ددې  تاثر  دردولو هڅه وکړه چې ګنې  دهزارې صوبې بنياد لساني پيژندګلو ده اؤ وې وئيل هغوي  غواړي انتظامي  سيټ اپ غوره شي ځکه چې  دهزارې خلک پيښور ته په رسيدو کې دستونزو سره مخ کيږي.
خو  دصوبې دلرې پرتو ضلعو لکه چترال، ملاکنډ اؤ ډي ائي خان سره تعلق لرونکو غړو  ددغه  ددغه قرارداد ملاتړ ونۀ کړو اؤ وې وئيل که چرې  هزاره صوبه دپيښور څخه دزياتې فاصلې  په بهانه جوړه کړل شي نو بيا به دملاکنډ اؤ ډي ائي خان خلک هم دغسې غوښتنه کوي.
داعلي تعليم لپاره دوزيراعلي مشاور مشتاق غني وويل چې  بايد دهزارې داوسيدونکو په نيت شک ونۀ کړل شي  اؤ زياته يې کړه مونږ ټول دوطنه سره مينه لرونکي يو اؤ دهيواد دجوړيدو لپاره مو قربانۍ ورکړي اؤ بايد دعلاقو ويش داباد اؤ جغرافيې په تناظر کې وشي.
هغه زياته کړه مونږ په ژبني اساس   دصوبې ويش ن غواړو  اؤ نۀ هم دتعصب خبره کوؤ بلکې دعوامي نيشنل پارټۍ دحکومت په دور کې مو هم وئيلي وؤ چې ريفرنډم دې وکړي  اؤ که دصوبې اولس دباچاخان دنوم ملاتړ کوي نو هغه به هم قبلوؤ.
 
هغه وويل دافسوس خبره ده چې  دصوبې دنوم دبدلولو په مهال ترې پوښتنه ونۀ شوه  چې له امله يې په ١٢م اپريل ايبت اباد کۍ  ډزې وشوې اؤ١١ کسان مړۀ اؤ ٢٠٠ ژوبل شول اؤ دجوډيشل کميشن دراپور ترمخه په دغه ورځ ١٥٠٠ گولۍ چليدلې وې چې له امله يې  دصوبې دنوم دبدلون تحريک دنوې صوبې دجوړيدو تحريک جوړ شو.
په دغه مهال مولانا عصمت الله وويل  تاريخ دا خبره ثابتوي چې  هزاره صوبه موجوده وه  چې انگريزانو ددوهم نړيوال جنگ وروستو ددې صوبې برخه جوړه کړه .
هغه وويل اى اين پي دصوبې لپاره دخيبر نوم ولې خوښ کړو؟ اؤ وې وئيل که دغسې ده نو بيا دې ورسره ديوې بلې ايجنسۍ نوم هم وتړل شي.
 
دقومي وطن پارټۍ  بخت بيدار وويل  که دهزاره صوبې  دجوړيدو قرارداد منظور شو نو سبا به  دجنوبي اؤ شمالي ضلعو خلک هم د بيلو صوبو جوړيدو غوښتنه کوي  اؤ صوبه وسيلې نۀ لري.
 
دوزيراعلي  دخوراک مشاور قلندر لودهي وويل چې  اى اين پي  دخيبر څخه تاج خو جوړ کړو خو مونږ د نوم دبدلون په عمل کې نۀ وؤ شامل کړل شوي ، خو نن مونږ خپل قرارداد پاس کولى شو اؤ دهزارې ټول خلک هم ددې سره متفق دي.
ارباب اکبر حيات وويل  ددغه قرارداد سره دمسلم ليگ(ن) هيڅ تعلق نشته  ځکه چې په دې وخت کې دصوبې دويشلو خبره مناسبه نۀ ده اؤ زياته يې کړه چونکې په ١٢م اپريل دوژل شوؤ کليزه نزدې ده ځکه هغوي  داړونده خلکو  دخواخوږو ترلاسه کولو لپاره قرارداد راوړاندې کړو.
 
مفتي سيد جانان وويل  لمړى دصوبې دنوم په بدلون اتۀ اربه روپۍ خرڅ کړې شوې اؤ اوس به يوځل بيا لس اربه خرڅ کولى شي  نو ځکه دا دصوبې داولس سره ټوقه ده.

http://www.voadeewaradio.com/content/article/1876467.html

- ډیوه
بېرته شاته