(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د اجمل خټک د کتاب سرې غنچې مخکتنه

[28.Feb.2014 - 20:40]

ډیوه 28.02.2014/میا فاروق فراق : دپښتو ژبې د مترقي شاعر، صحافي اؤ سياستمدار ارواښاد اجمل خټک د مضمونونو د کتاب "سرې غنچې" د مخکتنې دستوره د پښتو ادبي غورځنگ لخوا دجمعې په ورځ د خيبرپښتونخوا په سرښارپيښور کې د نوميالي ليکوال عالمزيب خټک په صدارت کې شوې چې مشر ميلمه يې اورنگزيب کاسي ؤ.
د اجمل خټک په دغه کتاب کې هاغه مضامين شامل دي چې نوموړي پخپل ژوند په بيلا بيلو علمي، ادبي، اولسي اؤ سياسي موضوعاتو ليکلي وؤ.
دکتاب د مخکتنې دستوره کې په گڼ شمير ليکوالو اؤ د ژوند بيلابيلو تپو سره تعلق لرونکو شخصياتو برخه لرله.
دکتاب په بابله ډاکټر حنيف خليل، ډاکټر يار محمد مغموم، ياسين اقبال يوسفزئ اؤ نورالامين يوسفزئ خپلې علمي مقالې  ، ميا افتخار حسين ، معظم خان ، ارباب ځضر حيات خان اؤ گڼو نورو شخصياتو  خپل تاثرات د دستورې برخه والو ته واورؤل  .
مقاله نگارانو پخپلو مقالو کې وويل "اجمل خټک د يو شخصيت نۀ بلکې د يو عصر نوم دى اؤ پښتانۀ د هغه علمي ، ادبي اؤ سياسي خدمات هڅکله نۀ شي هيرؤلى"
هغوئ وويل ښاغلي اجمل خټک خپل ټول ژوند د بې وسه اؤ ځپل شوي اولس خدمت ته وقف کړى ؤ اؤ نۀ يواځې يې د دقلم له لارې  پښتون قام ته د علم اؤ شعور بخښلو ذمه وارئ ترسره کولې بلکې دسياست له لارې هم د خپل قام د روښانه دپاره نۀ ستړې کيدونکې مبازره کړې ده.
مقاله نگارانو د اجمل خټک د هاغو سختو اؤ تکليفونو يادؤنه هم وکړه چې د خپل ادبي اؤ سياسي جدوجهد په مهال يې گاللي وؤ.
 اجمل خټک په کال ١٩٢٦ء کې د خيبرپښتونخوا د نوښار ضلعې اکوړي نومې کلي کې سترګې غړولي وې په کال ٢٠١٠ کې د فرورۍ په اوومه نيټه وفات شوى ؤ.
دستر پښتون قهرمان خان عبدالغفار خان لخوا چې دپښتون اولس دحقونو دپاره دخدائى خدمتګار په نوم کوم تاريخي تحريک چليدلى دى ښاغلي اجمل خټک ددغه تحريک يو مهم غړى او دباچاخان دنزدې ملګرو څخه شميرل کيدو.
هغه دخپل ژوند زياته برخه دزندانونو دننه تيره کړې وه او دقيدوبند په دوران کې يې ډير زيات تکليفونه هم زغلي وؤ.
اجمل خټک، ديو شاعر، ژورنالست او سياستمدار نه علاوه دسپورټي سرګرميو سره هم منسلک پاتې شوى ؤ او دخپلې ځوانۍ په دور کې دفټ بال او والي بال يو ښۀ لوبغاړى ؤ.
اجمل خټک په بنيادي توګه هغه ترقي خوښى  انقلابي شاعر ؤ چې کلام يې دشعريت په اوچت مقام ولاړ او دفکري ارزښتونو ستنې يې پياوړې وې.
دپښتون قام دپاره په زياتيو قربانيو ورکولو دپاکستان او افغانستان دواړو ملکونو پښتانۀ، داجمل خټک سره يو شان مينه لري

- میا فاروق فراق
بېرته شاته