(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګرهار:خبریالۍ ورکشاپ پای ته ورسېد

[26.Feb.2014 - 15:08]

« د ټاکنوپه بهیر کې  سولييزه خبریالي » ورکشاپ پای ته ورسېد

26.02.2014:دافغانستان دروانو هېوادمشریزو او ولایتي شوراګانو دټاکنو پروخت دخبریالانو دروزنې درې ورځنی ورکشاپ په ننګرهار میدیوتیک کې ترسره شو.

داورکشاپ دننګرهار میدیوتیک په نوښت دافغانستان دختیزو سیمو دسيمه ییزو خبریالانو دلاښې روزنې په هدف جوړ شوی و، چې ۲۰ تنوسيمه ييزو ژورنالیستانو په کې ګډون کړی و.

په دغه ورکشاپ کې عمدتا په دغو مسایلو بحثونه وشول او دپرزېنټېشنونو په بڼه تدريس او لارښوونې وشوې:

دسولې ژورنالېزم پېژندنه او دمفاهيمو درک - دسولې ژورناليزم په اړه څلور معیارونه- دسولې او جګړې دژورنالېزم توپیرونه- دسولې دخبریالۍ چک لېست- دسولې او جګړې دژورنالېزم په اړه تمرین- خبریالانو ته اوولس عملي لارښوونې- دیوه سوله ییز خبر لپاره ددوه نمونيي ريپورټونو ليکل او ارزول-

کړکېچ پېژندنه- دکړکېچ وجهې او دلایل- دکړکېچ تحلیل، تجزیه او ارزښتونه- دکړکېچ دتجزیې ماډلونه او بڼې- دونې په بڼه دنقشې رسمول- دکړکېچونو په حل کې درسنيو ونډه- دسولې دخبریالۍ په کار کې دخبریالانو پروړاندې ستونزې او ننګونې- دخبریالۍ اخلاق څه دي؟ دسولييزې ريپورټ ليکنې اړيکې له انتخاباتو سره کومې دي- دانتخاباتو یا ټاکنوپروخت دسولييزو ارزښتونو دودول- رسنۍ او انتخابات- دانتخاباتو مفاهیم- دغوره انتخاباتو لارې چارې او پېژندنه څه ډول وي؟ دانتخاباتي قانون په اړه عمومي معلومات- دانتخاباتو دمستقل کمیسیون تګلاره او کړنلاره څه ده- دهغو ټاکنو بڼه باید څنګه وي، چې دخلکو په مشرۍ ترسره کيږي؟په ټاکنو کې د دريو عناصرو پوښښ –دمسلکي ژورنالېزم ځينې اساسي اصول – درايې ورکونې په ورځ ديوه خبریال دندې کومې دي؟ دانتخاباتو ترپای وروسته ديوخبریال دندې – انتخاباتي بهیرپوښښ ته پلان جوړول- له کاندیدانو سره دمرکې هنر – دمرکې لپاره شپږ لومړنۍ پوښتنې – په بحران ځپلو سیمو کې انتخاباتي پوښښ – دخبریالانو دچلن او سفر لپاره عملي لارښوونې- او دغسې دګڼو نورو مسلو په اړه بحثونه وشول. داکنفرانس درې ورځې روان و او دسه شنبې په ورځ پای ته ورسېد.دکنفرانس دپای په ورځ دانتخاباتو دکميسيون استازي ښاغلي عتیق الله شرر، دننګرهار دوالي ویاند احمدضیا عبدالزي او د مدني ټولنو په استازۍ دوکتور خوشال تسل هم په هغه خبري کنفرانس کې برخه واخیسته، چې خبریالانو ته دزده کړې او هم ورسره دټاکنو په بهیر کې دشفافیت او خلکو او ولسونو ته ددوی دهیلو درسولو په هدف جوړ شوی و، دورکشاپ په پای کې دهمدغو مېلمنو په لاس ګډونوالو ته سرټيفيکېټونه هم ووېشل شول.

ددورکشاپ زیاتره ګډونوال دننګرهار او ختیزو سیمو دسیمه ییزو راډيوګانو خبریالان وو، دوی وویل، ورکشاپ ورته ګټور و او پوه شول، چې څرنګه انتخاباتي ريپورټونه جوړ او خپاره کړي.

ننګرهار رسنیز کو

Siamuden (Pasarly)

Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar
Phone # 0773410589/0786384859  Email: [email protected] 
- Pasarly
بېرته شاته