(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ټاکنو کې د سولې خبریالي

[24.Feb.2014 - 07:59]

دافغانستان دروانو هېواد مشریزو او ولایتي شوراګانو دټاکنو پروخت دخبریالانو دروزنې درې ورځنی ورکشاپ په ننګرهار میدیوتیک کې پیل شو.

داورکشاپ دننګرهار میدیوتیک په نوښت دافغانستان دختیزو سیمو دسيمه ییزو خبریالانو د لا ښې روزنې په هدف پیل شوی، چې ۲۰ تنه ژورنالیستان په کې ګډون لري.

په دغه ورکشاپ کې عمدتا په دغو مسایلو بحث دوام لري:

دسولې ژورنالېزم پېژندنه او دمفاهيمو درک ، دسولې ژورناليزم په اړه څلور معیارونه، دسولې او جګړې د ژورنالېزم توپیرونه، دسولې دخبریالۍ چک لېست، دسولې او جګړې دژورنالېزم په اړه تمرین، خبریالانو ته اوولس عملي لارښوونې، دیوه سوله ییز خبر لپاره ددوه نمونيي ريپورټونو ليکل او ارزول.

کړکېچ پېژندنه، دکړکېچ وجهې او دلایل، دکړکېچ تحلیل، تجزیه او ارزښتونه، دکړکېچ دتجزیې ماډلونه او بڼې.دونې په بڼه دنقشې رسمول، دکړکېچونو په حل کې درسنيو ونډه، دسولې دخبریالۍ په کار کې دخبریالانو پروړاندې ستونزې او ننګونې.، دخبریالۍ اخلاق څه دي؟ دسولييزې ريپورټ ليکنې اړيکې له انتخاباتو سره کومې دي، دانتخاباتو یا ټاکنوپروخت دسولييزو ارزښتونو دودول، رسنۍ او انتخابات، دانتخاباتو مفاهیم، دغوره انتخاباتو لارې چارې او پېژندنه څه ډول وي؟ دانتخاباتي قانون په اړه عمومي معلومات، دانتخاباتو دمستقل کمیسیون تګلاره او کړنلاره څه ده او دغسې دګڼو نورو مسلو په اړه تراوسه بحث شوی دی او دوام لري.په پام کې ده، چې دورکشاپ په وروستۍ ورځ دانتخاباتو دکمیسیون یو تن استازی، دولايتي ادارې او مدني ټولنو یو-یو تن استازی هم له خبریالانو سره داړیکو په باب یو خبري کنفرانس جوړ کړي.

ننګرهار رسنیز کور-

Siamuden (Pasarly)
Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar

- Pasarlay
بېرته شاته