(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند...

[03.Feb.2014 - 07:55]

د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند راتلونکو ټولټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمد زي  نه خپل ملاتړ اعلان کړ

د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند عالي شورا پرون  (د سلواغې په ۱۱ مه) په ننګرهارکې  غونډه دایره کړه او د ولسمشرۍ لپاره راتلونکو ټولټاکنو کې یې د ډاکټر اشرف غني نه خپل حمایت اعلان کړ . د دې نه وړاندې د افغان ملت (ملي مترقي) ګوند یو لوړ پوړي پلاوي د دیپلوم انجینیر اجمل شمس په مشرۍ ولسمشریزو ټولټاکنو ته نوماند ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي سره  د روان لمریز کال د مرغومې په ۱۹ مه لیدنه کړې وه . دغه پلاوي کې د ګوند د عالي شورا د غړو برسیره د ګوند د بیلا بیلو ولسوالیو نمایندګانو هم ګډون درلود .    
د افغان ملت ملي مترقي ګوندپلاوي  ډاکټر اشرف غني سره د راتلونکو ټولټاکنو په اهمیت خبرې وکړې او دا ټاکنې یې د هیواد د راتلونکي لپاره سرنوشت سازې وبللې . د ګوند پلاوي  د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي تر رهبرۍ لاندې په موفقانه توګه د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د بهیر بشپړ کیدل لویه بریا وبلله چې د ملي حاکمیت په لور بنسټیز ګام وو او راتلونکو ټولټاکنو ته یې زمینه مساعده  کړه .  ښاغلي انجینیر اجمل شمس ووئیل  د هیواد راتلونکي کلونه د تیرې لسیزې نه ډیر توپیر لري او افغانان باید داسې قیادت رامنځ ته کړي چې هیواد د سولې ، ثبات او نیکمرغۍ په لور بوځي .  
ډاکټر اشرف غني احمد زي  د ګوند د پلاوي تود هرکلی وکړ او د هیواد لپاره یې د افغان ملت مترقي ګوند پرله پسې قربانيانې وستایلې . ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي زیاته کړه چې دی د قدرت لپاره نه بلکه د خدمت لپاره دریدلی دی . د بریا په صورت کې یې د خپل   هراړخیز پروګرام  اساسي ټکي په مفصل ډول تشریح کړل . ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمد زي وویل چې په هیواد کې سوله او ثبات راوستل د ده په اولیت کې قرار لري  .

د یادونې وړ ده چې د ډاکټر اشر غني احمد زي ملي اجنډا  د افغان ملت مترقي ګوند د کړنلارې  سره سمون خوري  او ګوند باور لرې چې دی تر ټولو غوره کاندید دی  او د  بریا اشرف غنيپه صورت کې به هیواد د سولې ، ثبات او نیکمرغۍ په لور رهبري کړي .

 
 
 
Afghan Millat Central Office, Postal Address: PO BOX 5595, Kabul, Afghanistan
Tel: +93 (0) 795-959-493   E-mail: [email protected] Website: www.afghanmillat.org

- Afghanmilat
بېرته شاته