(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان ټول ژوند دپښتنودسوکالئ لپاره وقف کړی ؤ

[19.Jan.2014 - 22:24]

دباچاخان بابا د تلین په یاد

باچاخان ټول ژوند د پښتنو د سوکالئ لپاره وقف کړی ؤ:علیخان محسود

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر ښاغلي علي خان محسود، د پښتنو دستر مبارز مشر ارواښاد فخرافغان باچاخان بابا د تلین په مناسبت وویل چې: بابا خپل ټول ژوند د پښتنو خپلواکئ ، ابادئ اوسوکالئ لپاره وقف کړی و، د پښتنو د حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره ئې له پنځه دیرش کلونو نه زیات د انګریزانو او دپاکستانیانو په زندانونو کې تېرکړي، چې په نړئ کې به دده په شان بل کوم مبارز دخپل ولس لپاره دومره کړاو نه نه وي ګاللې
ده زیاته کړه چې باچاخان پښتنو ته د علم، پوهې او زده کړې ترڅنګ د پښتنو په وطن کي دتل پاتې امن لپاره د عدم تشدد روښانه لار پریښودی اودده فلسفه د محکومو او محرومو اولسونو د قامي سياست لپاره د ملا د تير حثيت لري او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ) هم د باچاخان د عدم تشدد د غورځنګ یوه برخه ده چې لر او بر پښتانه پکې په یو ټغر  راټول شوي او دباچاخان بابا مبارزه مخ په وړاندې بیائی.
پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDPیوازینی ګوند دی چې د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوی،د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړلو لپاره ئې نه ستړي کیدونکي مبارزه کړي او کوي ئې.
ښاغلی علي خان محسود،د بابا په مبارزه پوره پوره رڼا واچوله ، ده وویل PSDPبه لکه د تل په شان د باچاخان بابا او رهبر تحریک خان عبدالولی خان کار نامي اویادتل تازه ساتي.

- PSDP
بېرته شاته