(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستاد پسرلي په مړینه دPSDP دغمرازئ پیغام

[13.Jan.2014 - 20:35]


د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوندPSDP دغمرازئ پیغام

14.01.2014:    دپښتو ژبې نوميالي شاعر او ليكوال استادمحمد صدیق پسرلي د ۲۰۱۴ ع کال د جنورۍ د میاشتې په ۱۲ مه نیټه دیوه نۍ (اتوار /یکشنبېپه ورځ له خپلې ورپیښې ناروغۍ له امله په ډیلي کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې

ارواښاد  استاد پسرلی د پښتو ژبی  او پښتني کولتور د بډایني لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي،  ګڼ شمیر ارزښتناکی لیکنی او د شعرونو او كيسو ټولگې ئې مونږ ته راپاتې دي چی د استادیاد به تل تازه ساتی او پښتون قام به دده خدمتونو ته تل په درنه سترګه ګوری.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPashtoons Social Democratic Party (PSDP) دارواښاد  استاد پسرلی مړينه ټول پښتون قام ته لويه ضايعه بولی ، دارواښاد کورنئ، خپلوانو ،دوستانو  او ملګرو سره په دغه دروندغم کې ځان شريک ګڼي. جنت فردوس دی په نصیب شی

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند 

************************************************************************************

دغمرازئ پیغامونه

Shirwali Shir  January 13, 2014

په جرمني کې د افغانستان دکولتوري ودې ټولنې د خوشینۍ او تسلیت پیغام
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د پښتو ادب پیاوړی استاد او دروند شخصیت محمد صدیق پسرلي له دی دنیا سترګی پټی کړی 
اناالله وانا الیه راجعون
د مرګ خزان خو د استاد د وجود پسرلی وچ کړ خو د پښتو ادب په ځمکه چی استاد کوم پسرلي زرغون کړي دی تل به زرغون پاتی شي او کومه مینه چی استاد دیو ریښتینې انسان او سپیڅلي افغان په توګه خپل ولس ته ورکړی ، ددی ولس ذهن او زړونه به د استاد نوم له یاده ونه باسي
په جرمني کی مشت افغانان ، دافغانستان دکولتوري ودی ټولنی د مشرتابه جرګه او غړي د ارواښاد استاد پسرلي په مړینه خپله ژوره خواشیني څرګندوي ، په دی دروند غم کی د ارواښاد کورنۍ او ټول افغان ملت سره ځان شریک ګڼي او د ارواښاد استاد لپاره د خدای ( ج) دربار ته د فردوس جنت دغوښتنی لاسونه جګوي
روح دی ښاد وي
( د افغانستان دکولتوري ودی ټولنه )
کولن - جرمنی 

د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام

۲۲-۱۰-١٣۹۲ کابل افغانستان

په خورا خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبی نومیالی لیکوال او پیاوړی شاعر ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی نن د ورپیښی ناروغی له امله به هندوستان کی د ۸۵ کلنی په عمر په حق ورسید.

انالله و انا اليه راجعون

ارواښاد استاد پسرلی د يو پياوړي ژورناليست، تکړه ليکوال او ښه شاعر په توګه د هجرت په مهال او په دا ورستيو کلونو کې د قدر وړ فرهنګي چاري تر سره کړي دي او نوم به ېي د افغان پياوړي فرهنګيالانو په منځ کې تل پاتي وي.

Anchor د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد پسرلی مړينه يوه لويه فرهنګي ضايعه ګڼي، د لوي خداي (جڅخه ارواښاد ته جنت الفردوس او کورني او دوستانو ته جميل صبر غواړي.

په درنښت

الحاج غرزي خواخوږی  د ټولني مشر

سويډن – دمالمو ښار
دخواخوږ ی اوغمشريکۍ پيغام
زموږ لپاره دډير افسوس ځاي دی چې د افغانستان هوښيارعالم اوپياوړی شاعر محمد صديق پسرلى له موږ اوخپلې کورنۍ نه دابد لپاره جلاکېږي .
په زياته خواشينۍ مو دا خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبي ليکوال،او پياوړی شاعرښاغلی محمد صديق پسرلی نن دورپېښی ناروغۍ له امله په هندوستان کي د ۸۵ کلنۍ په عمر په حق ورسيد اناالله و انا اليه راجعون
موږ پداسي حال کښي چې دمرحوم محمد صديق پسرلى په ناببره مړينه باندي ډير خفه او خواشينې سولو،ځکه هغه موږ ډيروته دمعنوی پلار حيثيت درلود موږ پداسي حال کښي چې ځانونه دافغانستان ولس ته دوفادار فرهنگپال ،علمی اوادبی شخصيت لوړخياله شاعر مرحوم محمد صديق پسرلى صاحب درنې کورنۍ دټولوغړو په ځانگړې توگه دمرحوم پسرلی صاحب دفرهنگپالو زامنو امان الله ساهو، عصمت څاروان، اېمل پسرلى، اجمل پسرلى او اسد الله غضنفر دي ،دوستانو ،علاقمندانو اودهغه دشاگردانو سره پدې ستر وغم کي شريک بولو .دلوي څښتن تعالی له دربارنه دمرحوم درنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دزړه صبر اودارواښاد سپېڅلي روح ته پردوس جنت غواړوروح دې ښاداوياد دې ابدی وي .
په سوېډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپروې ادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور

 افغانپال January 13, 2014

 انا لله و انا اله راجعون .

د استاد پسرلي د مړینې خبر ډېر غمجن خبر دی ، خو دغه د ټولو لار ده خدای دې د کورنيو غړو ته صبر او اررواښاد ته جنت په نصيب کړي .

 محمدانعام واک  January 13, 2014

 د تسلیت پیغام
د هیواد د ملي شخصیت، لیکوال او شاعر ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د مړېنې له کبله، د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او د هغوی درنې کورنۍ ته د زغم غوښتنه کوم.
محمدانعام واک    ناروې

 ملا ميوند آخوند January 13, 2014

اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد
خدای دې مرحوم پسرلی صيب وبښي، د فردوس جنتونه دې يې نصيب شيخپلوانو او دوستانو ته يې د جميل صبر د پاک رب له درباره تمه کوم.
انا لله و انا اليه الراجعون
معه سلاموکوم الاهلول مسلمين
ملا ميوند آخوند

  وحيدالله اکسير January 13, 2014

 انا لله و ان اله راجعون

د پسرلي بابا په مړينه خواشينۍ يمد پسرلي بابا ټولې کورنۍ، ټولو شاګردانو او ټولو هغو کسانو ته چې د پسرلي بابا د ديدن ارمان يې په زړه کې پاتې شو، تسليت وايماکسير
د خوشحال قدر که اوس په هېچا نشته
پس له مرګه به يې ياد کا ډير عالـــــم

 seylaab  January 13, 2014

  1.  استاذ پسرلی دخدای پاک وبخشي او خدای پاک دې جنتونه ورکړي 
    پښتنو بيا يو تکړه اديب له لاسه ورکه 
    !!دپسري صيب زامن دالهي په ښه لاره برابر کړي چې دپلار نوم پرې بد نشي

     ګنډېری  January 13, 2014

    الله تعالی دې مغفرت ورپه برخه اوفردوس جنت د ده ځای وګرځوي.

     زلمي  January 13, 2014

    انالله وانااليه راجعون
    د ارواخاد استاد تولي كورني ته دخداي ج
    صبرجميل او استاد ته دي جنت الفردوس په
    نصيب كري
    امين

     shakir  January 13, 2014

    استاد او لوړ شاعر پسرلی صاحب ته د الله ج ښکلی جنتونه په نصیب کړی، او د مرحوم ټولی فرهنګپالی کورنۍ ته د الله پاک څخه د جمیل صبر غوښتونکی یم

     ABDUL HADI HADI   January 13, 2014

     د ټولو ورتګ د هغه په لور دی
    په سیدني کې د شمله راډیو د مشرتابه د خواشینۍ پیغام
    په ډیره خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د معاصر غزل تر ټولو وتلې څیره، لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلي له خپل خالق سره کړې وعده پوره کړه او د ابدي ژوند په لور ورستون شوانا لله و انا الیه راجعون.
    استاد محمد صدیق پسرلي تر نیمې پیړۍ زیات وخت د پښتو له پاره قلم وچلاوه او پښتو شعر او معیاري نثر ته یې د زړه وینې ورکړېاستاد د سره یرغل پر مهال د افغان ولس خوا ونیوه او د لکونو آواره افغانانو له کاروانه سره په سرو سترګو د پیښور په لور ولیږدیده او هلته یې دوه لسیزې د افغانانو د آزادۍ او خپلواکۍ د اعادې له پاره قلم وچلاوه او نړیوالو ته یې د آواره شوي افغان ملت او لاندې شوي افغان وطن د برحقې داعیې د ریښتیني تصویر ورکولو او د سره یرغل د وحشتونو د رابرسیره کولو له پاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړهاستاد محمد صدیق پسرلي کابل ته د تنظیمونو د ورشیوه کیدلو پر مهال د کډوالۍ په سختو شرایطو کې د داسې یوکلتوري فرهنګي مرکزمشرتوب کاوه چې د هرې عقیدې، فکر او نظر خاوند ته یې دروازه خلاصه وه او مقصد یې یوازې او یوازې د افغاني فرهنګ د ودې او بډاینې له پاره کار کول وو، تر دې سربیره د استاد بله لویه کارنامه او پښتون ولس ته یې لوی او ارزښتناک میراث داوو او دی ، چې تر لوی خوشال راوروسته استاد یوازینی کس دی چې پښتنو ته یې په خپله کورنۍ کې د پښتو د موثرو خدمتګارانو او نوموتو لیکوالو یو سم کاروان (خدای دې یې له بدو سترګو ساتيورپریښود، ټوله کورنې او زامن یې د پښتو خدمت او پښتني فرهنګ ته د کار له پاره وروزل او وګمارل شمله راډیو او ملاتړې ډله یې په اوسني پیر کې د پښتو غزل د دغه بې بدیله استاد او بیجوړې لیکوال مړینه د پښتو د روان ادبي بهیر پر کمزوري شوي ځان یو سخت ګذار او بیلتون یې یوه په ګرانه جبرانیدونکې ضایعه بوليموږ لوی څښتن ته لاسونه لپه کوو چې زموږ ګران استاد د خپل لور په غیږ کې ونیسي او د خپل مومن بنده په توګه یې د جنت په باغیچو او ښکلاوو ونازوي الله ج دې یې درنې کورنۍ په تیره بیا پر پسرلي بابا راشریکو وروڼو ګران اسدالله غضنفر، ایمل پسرلي او اجمل جان پسرلي ته د دغه لوی او درانه غم د زغملو توان او صبر ورکړي، آمین یا رب العالمین.
    په سیدني کې د شمله راډیو مسول عبدالهادي هادي
    او د شمله راډیو کاري ډله

     پوهنمل طلا حبیب زی  January 13, 2014

    د خواشینی پیغام
    د هیواد د وتلی او نومیالی شاعر او لیکوال ارواښاد محمد صدیق پسرلی د مړینی دخبر په اوریدو زښت زیات خپه او غمجن شوم د محروم استاد مړینه زمونږ هیواد او هیوادوالو ته ستره تشه ده چی په مړینه یی مونږ ټول د استاد له مرحومی کورنی سره په ویر او غم کی ځان شریک ګڼو د استاد ویاړلی فقیرانه اوله معنویت څخه ډک ژوند ټولو هیواد پالو ته ښه لارښود او تلپاتی ځلانده بیلګه ده چی ساری نه لرید استاد ارواح دی ښاده وی او د هغه درنی فرهنګی کورنی ته له لویه خدایه د زغم او حوصلی غوښنته کوم الله پاک دی جنتونه ورپه برخه کړی.
    پوهنمل طلا حبیب زی
    فرانکفورت – المان

     محمد معصوم هوتک  January 13, 2014  

    دپښتوژبي دنامتوشاعراولیکوال استادمحمدصدیق پسرلي په وفات بیخي ډېرخواشینی سومپاک خدای دې جنتونه په نصیب کړيله درنې کورنۍ او فرهنگپالو زامنوسره ئې ځان په غم کي شریک بولم
    محمد معصوم هوتک

     غفور لېوال  January 13, 2014

     خواشینی یم ، چې دپښتو غزل داستاد ارواښاد محمد صدیق پسرلي له مړینې خبریږم استاد پسرلی پیاوړی غزلبول ، کیسه لیکوال او دیوې دورې دقیق ټولنیز فرهنګي ځیرونکی وپه معاصر ادبي تاریخ کې دوهمه منظومه داستاد پژواک تر کلیمه داره روپۍ وروسته همدغه ارواښاد لیکلې ده ، چې زهرهنومیږيارواښاد په پښتو غزل کې هغه باریکۍ ، چې دهندي سبک کلاسیکانو په عرفاني، خمریه او عشقي زمکه کارولې ، په نوې ، ګڼ اړخیزه او نورو فکري برخو کې وکارولې ، زه باور لرم ، چې دپښتو غزل په معاصر ارتقايي بهیر کې داستاد پسرلي ځای خورادپام او درناوي وړدی .
    افغاني فرهنګ خپله ستره هستي له لاسه ورکړه ، زه دفرهنګي کورنۍ ټولو غړیو ، دیاد استاد درنې کورنۍ ،شاګردانو او ټولو مینه والو ته تسلیت وایم اوارواښاد ته دلوی الله له دریاره یښنه او رحمتونه غواړم .
    درنښت
    څېړندوی عبدالغفور لېوال

     سيداحمد قانعنارنج خپرندويه ټولنه کندهار  January 13, 2014

     په ډېره خواشينۍ سره چي د هيواد منلي شاعر ليکوال او د غزل پاچا استاد محمد صديق پسرلى ددې فاني نړۍ څه کډه وکړه روح دې ښاد جنت دې ځاى وي الله تعالى دې برکتونه دده پر اولادونو او کورنۍ کښېږديپه حقيقت کي استاد داسي ډېوې موږ ته پرېښولې لکه استاد غضنفر، لکه ايمل پسرلى اجمل پسرلى او څاروان صاحب د استاد پسرلې روزلي مشالونه به موږ ته رڼا را کوي چي د استاد و روح ته به دوعاګاني رسېږي.
    د استاد د درنې کورنۍ سره په دې درانه غم کي ځانونه شريک ګڼو
    په درنښت
    سيداحمد قانع د نارنج خپرندويي ټولني مشر

     نورالحبيب نثار   January 13, 2014

    کل نفس ذايقة الموتالله تعالی دې استاد ته جنتونه ورکړي او د دوی کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، شاګردانو او ټولو مينه والو ته صبر او اجرد دوی دا وينا اوس زموږ په حال بېخي برابره شوه چې ډېره کال پخوا يې ويلي وو:
    يو به په خود او فرزانه نه لري،
    چې واړه ښار يې ميخانه نه لري.
    زموږ له حال يې که پوښتئ، وپوښتئ،
    کومه مرغۍ چې آشيانه نه لري.

     ساده حيدرخېل   January 13, 2014
    ټولو پستنو ته د درانه استاد محمد صديق پسرلي د رحلت تسليت وړاندې کوم
    او درنې کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتونکی يم
    په درنښت
    ساده حيدرخېل

     عبدالقادر ځدراڼ   January 13, 2014

    د افغانستان په ادب کې بیا لویه او نه جبرانیدونکې ضایعه،زه د خپل دروند مشر، لیکوال،شاعر او ادیب ارواښاد استادمحمدصدیق پسرلي د وفات له کبله،استاد ته له لوی خدای ج څخه د مغفرت کولودعا کوم او دده درنې کورنۍ ټولو غړیو،خپلوانو،دوستانو او ټولو ادیبانو ته لوی زغم غوښتنه کومالله ج د ارواښاد استاد ته جنت په برخه کړي، یادونه کوم چې استاد نوم به تل زمونږ په ټولنه کې د هغو ګڼ شمیر اثارو پر مټ ژوندی او تازه وي چې ارواښاد استاد ورته د ژوند ډیره برخه بېله کړې وه.
    عبدالقادر ځدراڼ، کابل شمشاد ټلویزیون

     ع.شريف زاد   January 13, 2014

     زمونږ د مظلوم هېواد دټولنې ملي شخصيت، دبشپړ عزت خاوند ،مېلمه پال او مهربان ليکوال،شا عر او د ټولنې خوا خوږي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي.نو له دې کبله د ارواښاد پسرليصاحب درنې کورنۍ ته د زړه له کومې تسليت وايم الله دې جنتونه نصيب کړي او مونږ تاسې ټولوته دې صبر جميل را په برخه کري
    شريف زاد

     محب الله زغم   January 13, 2014

    ه پوه شوم پسرلیه د عزت په راز
    سر کې د لښکر ځي علم پټه خوله
    استاد په لوړو اخلاقو او ښو خویونو پر زوړنه پاچاهي وکړه، ابدي پاچاهيد عزت راز همدا دیاستاد ته به څه دعا وکړم؟ زړه مې ورته دعا کوي، اوښکې مې چې بې ارادې روانې دي ورته دعا کوي، هغه مینه ورته دعا کوي چې ده راکړې ده، استاد ته د هر هغه چا زړه دعا کوي چې د ده شعرونه او کیسې لولي، ده ته توري دعاوې کوې، لفظونه دعاوې کوياستاد ته پښتو ژبه دعا کوي، زموږ فرهنګ ورته دعا کوينو زه به استاد ته څه دعاوې وکړم.
    دعا خو باید ځان ته وکړم، دعا ته خو موږ اړتیا لرو چې له خدایه وغواړو د استاد غوندې شخصیت راکړي.

     نعمان دوست   January 13, 2014

    اهسپرلی مې….
    چې څنګه مې نن سهار فیسبوک پرانیست،یو غمجن خبر مې سترګې وبریښولېدا خبر د استاد پسرلي د وفات وناګهانه مې د علي خان بابا دې بیت شونډې په خوځښت را وستلېاهسپرلی مې د خزان په ناتار تیر شو ما لا ګل بوی کړی نه و، بهار تیر شو
    حیران وم، څه وکړم؟ تیلفون مې راواخیست، ما ویلاستاد غضنفر ته زنګ ووهم، اجمل پسرلي ته تسلیت ورکړم، څاروان او ایمل ته د ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړم… خو په دې کار را ته ځان ساده ښکاره شود استاد وفات یوازې د یوې کورنۍ غم نه دیتیلفون مې بیرته کیښود، ځان سره مې ویلما ته به څوک تسلیت ووایي؟ د استاد زرګونو نورو ارادت مندانو ته به څوک تسلیت ووایي؟
    موږ مجبور یوو، هر یو ځان ته خپله ډاډ ورکړو.
    پسرلی نه مري، پسرلی هر کال راځيپسرلی به همداسې ژوندی ويد هغه افکار او خیالونه به تلپاتې ويهغه به پیړۍ پیړۍ بې تاجه پاچاهي کويد هغه د پاچاهۍ تخت به انساني زړونه وي او…
    خدایهزموږ د پسرلي روح لکه د همدې موسم په څیر تازه او ارامه لرې!
    محمد نعمان دوست، جلال اباد

     حامد   January 13, 2014

     انا لله وانا الیه راجعونخدای ج دې د افغان ادب او فرهنګ خدمتګار، استاد پسرلی صاحب وبښي، جنت یې دې ابدي ځای ويکورنۍ او نورو دردیدلو دوستانو ته یې تسلیت وایم، دصبر هیله ورته کوم.

     zardasht shams   January 13, 2014

    انا لله و ان اله راجعون
    د نامتو لیکوال، شاعر او د پښتو ژبې ستر خدمتګار استاد پسرلي مړینه لویه ضایعه دهلوۍ خداۍ (جدې ارواښاد ته جنتونه او غمژنې کورنۍ ته صبر او حوصله ورکړي.
    پرته له شکه ارواښاد خپلې ټولنې ته دوه سترې ډالۍ پریښي دي چې یوه د خداۍ بخښلي لیکلي اثار دي او بل یی وړ، پوه او خدمتګاره اولاد دې.
    الله (جدې پرې ورحمیږي
    زردشت شمس

     Ibrahim Shinwari   January 13, 2014

     انا لله و انا الیه راجعون
    پسرلی صاحب دې الله (جیې له سوال او ځوابه جنت الفردوس ته داخل کړي.
    ستر او عظیم انسان ونثر، شعر او هنر یې هم عالي و، شخصیت یې تر هغوی هم ستر و او افغانانو ته یې په پوهه، انسانیت او شرافت سمبال اولادونه هم روزلي دي.
    د دوی زیاتره کارونه جاري صدقات وو او ان شا الله چې اجر او ثواب به یې ورته تل ور رسیږي.
    د دوی برکت دې الله د دوی له اولادونو او ټولو افغانانو څخه نه کمويد دوی د شخصیت یاد او اثار یې برکتونه دي، چې د وخت په تیریدو به کمیږي نه، بلکې زیاتیږي به.
    ابراهیم شینواری

     سيف الرحمن سراج   January 13, 2014

     سل دې ومره یو دې مه مره!
    د تلویزیونو په پردو به مې له ډیرې مودې راهیسې دا فقیرصفته ستر شخصیت په بیلا بیلو فرهنگې ناستو کې لیدلو، خو پیژندگلوې مې ورسره نه وه اوس مرگ را سره معرفې کړو چې د هیواد دا پټه فرهنگي خزانه څومره نایابه وه!!
    د ارواښاد پسرلې صیب روح دې ښاد او یاد دې تل تلپاتې وې!!

     د افغان ملت ملي مترقي ګوند   January 13, 2014

     د استاد محمد صدیق پسرلي په مړینه د افغان ملت ملي مترقي ګوند د خواشینۍ پیغام
    په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ادب ځلانده ستوری ، ملي شاعر ، ادیب او د پښتو ادب ریښتونی خدمتګار د ورپیښې ناروغۍ له امله د دې فاني نړۍ نه سترګې پتې کړې انا لله و انا الیه راجعون 
    افغان ملت ملي مترقي ګوند چې تل یې د ملي شخصیتونو پالل خپل مسوولیت ګڼلی پدې دروند غم کې ځان شریک بولې د لر او بر ټول پښتانه به د ارواښاد استاد پسرلي ادبي خدمات او شاهکارونه هیڅکله هیر نکړي د استاد پسرلي کورنۍ ته تسلیت مراتب وړاندې کوو خدای دې ورته صبر جمیل او مرحوم ته جنت فردوس ورپه برخه کړي .
    په درناوي
    انجینیر اجمل شمس

     غزانور غزا   January 13, 2014

     موږ او تاسو خو وایو چې استاد پسرلي وفات شو، اما خوشال بابا وايي:
    مړه هغه چې نه یې نوم نه یې نشان شته
    تل تر تله په ښه نوم پايي ښاغلي
    استاد چې د خپلې ژبې شعر او ادب ته څومره کار کړی دی، په همدغه کار او هڅو چې پښتو ویل کیږي دی به هم ژوندی ويخو دا چې نور فزیکي شتون نه لري دا هم د پښتو لپاره ستره ضایعه دهکورنۍ ته یې د صبر او زغم هیله لرم.
    په درنښت
    غزانور غزا

     سید فخرالدین هاشمي    January 13, 2014

     د بېلتون د ښته کې د ژوند په بهیر څه بهروسه
    توپان شلولي تنابونه د خېـمې جانانه
    هاشمي )
    د پـښتو ادب د نومیالي ، بې مثاله ، او بې بـدله لیکوال ، شاعر او دروند شخصیت استاد محمد صدیق پسرلي صیب د مړیني له امله ، د ده فرهنګ پالي کورنۍ ، د هېواد علمي کدرونو او د لوی استاد شاګردانو ته تسلیت وایم پاک خدای دې موږ ته د دې ستر غم د زغملو توان راکړي له موږ نه جدا شوی استاد دې پاک خدای جنت الفردوس ته ورسوي .
    سید فخرالدین هاشمي

     Aimal   January 13, 2014

     انا لله و انا الیه راجعون
    الله ج دي غرق رحمت وگرځوي اوکورنۍ ته صبر جميل غواړم.
    الله ج دي دده برکت دده پرکورنۍ او اولادونو واچوي
    په غم يي ځان شريک بولم چي دومره لوي هستي مو له لاسه ورکړه .
    ايمل اميدي زابل

     اناهیتا روهي   January 13, 2014

     هغه انسان چې د جنت په اوبو پریوللی وي، هغه به زما دعا ته څه اړتیا ولري؟ موږ دعا باید ځان او د دوی کورنۍ ته وکړو چې خدای ج د داسې درانده غم د زغملو زغم راکړيبابا به د راتلونکو ډېرو نسلونو په منځ کې ژوندی پاتې وي، ځکه ده د خپل قلم په خدمت د خپل عمر کلونو ته ډېر ژوند بښلی دیروح یې ښاد او فردوس جنت یې په نصیب کړې
    امین.

     ډاکتر ماخان شینواری   January 13, 2014 

     زموږ ستر ادیب لیکوال او ستر پښتون له موږ څخه ابدي دنیا ته لاړ موږ دې ستر افغان ته د لو ی څښتن څخه د فردوس جنت سوال کوواو پاتې کورنۍ ته یې د لوي څښتن څخه اجرونه غواړودۍ به د پښتنو په زړونو او فکرونو کې تل ژوندي وي..

     shpunJanuary 13, 2014 

     پسرلې صاېب د الله(جوبخښیپښتون قوم او قدرمنې کورنی ته یی صبر جمیل غواړم.

     نجیب January 13, 2014

     د پسرلي صاحب په مړینه ډېر خواشنی یم، خو پدې ویاړم چې داسې مشران او خدمتګاران لرو.

     ومJanuary 13, 2014

     اه
    لوی غم دی د وطن په کاله
    هر څه مې چې وکړل ژړا مې نه درېده، څوک مې په حال خبر سو راته ويې ليکل
    په دې مه ژاړه چې لاړ ، په دې شکر وباسه چې دا ستر انسان له موږ سره و .
    درنې کورنۍ ته دې خدای صبر ورکړې
    د چيغو سیوريه، د وينو ګرده
    زړه پسې ووځه د زړکي درده
    ها چې د ستورو په بام به ناست و
    هغه راپريوت ها کوهنورده

     نعيم افغان   January 13, 2014

     د غزل بڼ د مالیار استاد پسرلي روح دي ښاد وي

    په خواشنۍ سره خبر سوو چي د پښتو ادب ځلانده ستوری، ستر لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی بابا له دې فاني او ناځوانه نړۍ څخه وکوچيدی.
    انا لله و انا الیه راجعونالقرآن)
    په هرات ولایت کي د سپيني ادې د ټولني ټول غړي د استاد په مړینه تر حد زیات خواشیني دي او په دې ستر ویر کي د ارواښاد استاد بابا له کورنۍ او ټولو افغانانو سره ځان غمګین احساسه ويټولو خواخوږو ته یې له الله جل جلاله څخه جمیل صبر او اروښاد ته جنت فردوس غواړي.
    روح يې ښاد او یاد یې تل تر تله ځلاند.
    د سپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنههرات

     عزیزالله حقپال    January 13, 2014

    نن سهار می د ډیر خواشینیونکی خبر په لوستلو

    فیسبوک صفحه خلاصه کړه رشتیا د زړ ه ور باندی خوابدی شوم د مجترم بسرلې صیب د ابدی خوب خبر وه بسرلی صیب چه د پښتو د ادب وتلی ستوری وه بسرلی صیب د پښتو د ژبی یو لوړ غزلبول وه نن زموږ په منځ کی نشته نن د دوستانو څخه جلا په خوب تللی او د پشتنو دیری د تل لپاره د پسرلی صیب د وجود څخه تشی شوی زه مرحوم پسرلی صیب ته د لوی خدای له درباره پردوس جنت او د کورنی غړیو او تولو مینه والو ته یی د زړه صبر غواړم الله وتعالی دی پسرلی صیب وبښی د پسرلی صیب ځای د تل لپاره خالی پاته دی دا تشه نه ډکیدونکی ده

    محمد طاهر کاڼی   January 13, 2014

     ډېر د خواشينۍ ځای دی چې د استاد محمد صديق پسرلي په څېر يو لوی اديب ، شاعر او ليکوال مو له لاسه ورکړ زه د دغې غمجنې پېښې لامله د دوی ټولې کورنۍ ته د زړه صبر او تسکين غواړم او اروښاد پسرلي صاحب ته له لوی څښتن تعالی څخه د جنت فردوس هيله کوم اروا دې يې ښاده او نوم دې يې د ټول افغان ولس لپاره تلپاتې وياړ وي

  2.  

    امرالدین سرحد

    دچاردرې پښتون
    ما څې لیدلی و دا مشر پسرلی**
    کلونه تیر شول دی هماغه پسرلی**
    مونږڅې واړه وو کلي کور پیژانده**
    په ښوو خبرو کې مالوم و پسرلی**
    دجهاردرې پښتون،خو ګران په ازبک**
    دی منی نه ودهر چا و پسرلی**
    دی په خبرو کې قاضي ودحق**
    په روغه جوړه کې هغه وپسرلی**
    خیرې یې لږوي خوزیږې وي دیرې**
    لنډیې مطلب،یو پوه استادو پسرلی**
    خبرې کړلې دتاریخ له مخې**
    جومات ملا ویل په حق دی پسرلی**
    ده مسلې کولې خلکو ته تل**
    پخې ترې پاتې شوي اوس نشته پسرلی**
    ژړا اوس مه کوي نور بس کړئ وروڼوو**
     
    دادب باڼوو نه یې جوړکړئ پسرلی**
    دغه میراث علمي ګاڼه دټولوو**
    ژوندئ یې ساتو خزان نشي پسرلی**
    الله دې وبښه استاده زمونږ**
    سرحد ژړلي ولې لاړه پسرلی **

    مسکو د۲۰۱۴  کال دجنوری دیارلسمه

  3.  

    Elias Wahdat

    کل نفس ذائقة الموت.
    نږدې له اتلسو کلونو راهیسې مې له ارواښاد استاد پسرلي سره پیژندل، وخت په وخت ورسره کیناستم او او د ده له بنډاره مې خوند اخیست.
    په وروستي ځل وروسره او زه لاروی صیب ګډ کیناستو او خوندورې خبرې یې او تاریخي کیسې یې راته وکړې، هغه نظم یې راته واوروه چې څو څلویښت کاله وړاندې یې فرخار ته لیکلی وه، په تیرو اتلسو کلونو کې لسګونه څله ورسره ناست او هرځل يې په ډېره تلوسه او مینه د سیمې د عمومي وضعیت او په ځانګړي ډول د زده کړو د بهیر او د فرهنګي چارو په اړه تفصیلي معلومات غوښتي دي، کله به مې چې هم ښه خبر ورته واوروه باور وکړی دومره به خوښ شو لکه لویه قیمتي ډالۍ چې چاته ورکړې، پر ولس او هیواد نهایت مین انسان وه، ډېرې عجیبې خاطرې یې راسره دي ، وخت په وخت به یې سره ولولو،
    الله تعالی دې یې لوی سفر بې خطره او موږ ټولو ته صبر نصیب کړي


     

    Alamgul Sahar

    کابل د ګران استاد محمد صدیق پسرلي عظمت ته سر ټیټوي
    د درانده استاد د غزل سالار محمد صدیق پسرلی جنازه نن دوه نیمې بجې کابل ته رارسیږي ټول مینه وال دې د کابل هوایي ډګر ته استاد ته د وروستي درناوي لپاره تشریف راوړي.
    جنازه به سبا د چهارشنبې په ورځ د کابل په عیدګاه جومات کې اخیستل کیږي.
    د استاد روح دې ښاده او لاره دې یې دوامداره وي

    Asad Danish

    د فلک له چارو څه وکړم کوکار
    په ډېره خواشينۍ خبر شو، چې د پښتو شعري بڼ غزلبول شاعر استاد محمد صديق پسرلى له دې فاني نړۍ وکوچېد. انالله و انا الیه راجعون. دانش خپرندويه ټولنه په دې ستر غم کې د ارواښاد له کورنۍ سره ځان شريک بولي، ځکه ارواښاد پسرلى يواځې يوې کورنۍ پورې منحصر نه و، بلکې د ټولو "پسرلى" و. ارواښاد پسرلي د ستړي ژوند په بهير کې داسې "پسرلي" روزلي دي، چې د ارواښاد تر مړينې وروسته به پرې د پښتو ادب بڼ سمسور وي. الله دې استاد پسرلي ته جنت فردوس او کورنۍ ته يې ستر اجر او صبر نصيب کړي

     

     

    Halim Fidai

    دغزلبڼ شاعر
    دروند سپیځلی لکه هسک غر، مهربانه استاد، ارواښاد دروند پسرلی یادوم، هغه کس چې په ظاهر او باطن دواړو سپيځلی و، دهغه غزلونو ستره پانګه غزلبڼ حجم او وزن چې ګورم او په هغې کې داستاد غزلونه لولم دهغه دهر فکر او اند په اړه هر وخت ځانته لاره پیداکوم، دهر غزل په لوستو داستاد د نوراني مخ خوند احساسوم، دهغه دغزلبڼ شاعر دمقالو ټولګې د راټلولو ویاړ چې زه لرم زما لپاره له دې ستر ویاړ بل څه نشته، خو په دومره تفاوت چې مخکې زموږ په منځ کې و او اوس هغه ارواښاد له موږ څخه دتل لپاره ولاړ
    روح یې ښاد او یاد یې تل

- نصیر ستوری
بېرته شاته