(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کراچۍ :ای اېن پي وايې ۵۹ غړي وژل شوي

[02.Jan.2014 - 18:29]

02.01.2014Deewa : د عوامي نيشنل گوند د سندهـ ويان په جاري کړي بيان کې وئيلي ، چې د مذهبي انتهاپسندۍ په نوم د پارټۍ تکړه مشران او غړي په هدف شوي دي . او ۲۰۱۳م کال د ای اېن پي په مشرانو او غړو د سختو ستونځو او ازمېښتونو سره مخ کال تېر شو 
د عوامي نيشنل گوند سندهـ څانگې لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې په کال ۲۰۱۳م کې په کراچۍ ښار کې د ای اېن پي ۵۹ غړي او عهده دار وژل شوي دي . په ښار کې د پارټۍ يو شمېر دفترې بندې شوي او د گوند د مشرانو په کورونو او کاروبارونو باندې ۱۹ بمي بريدونه شوي دي .
د عوامي نيشنل گوند د سندهـ ويان په جاري کړي بيان کې وئيلي ، چې د مذهبي انتهاپسندۍ په نوم د پارټۍ تکړه مشران او غړي په هدف شوي دي . د ترهگرۍ او انتهاپسندۍ په ضد د ډاگيز دريز لرلو په غبرگون کې تېر کال کراچۍ کې د پارټۍ په هلوځلو بندېز لگول شوی ؤ .
او ۲۰۱۳م کال د ای اېن پي په مشرانو او غړو د سختو ستونځو او ازمېښتونوسره مخ کال تېر شو.
د هيواد ترټولو ستر اقتصادې ښار کراچۍ کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبرد مياشتې د پنځمې نېټې راهسې د ترهگرو ، هدفي وژونکو او قلنگ اخيستونکو سره د وران کارو په ضد د پوليس او رېنجر هدفي عمليات دوام لري .
پوليس چارواکي ادعا کوي ، چې په ښار کې د عملياتو په مهال د وژنو په پېښو کې ۴۰ فيصده کمی مخې ته راغلی دی . او ښار کې د امنيت وضعه ښه شوې ده .
د عوامي نيشنل گوند د سندهـ څانگې پخوانی مشر شاهي سيد وايې ، په ښار کې د وران کارو په ضد عمليات ښه گام دی ، خو د عملياتو په مهال د دوي د گوند مشرانو او غړو ته په راپېښو ستونځو کې هيڅ قيسمه کمی نه دی راغلی 
وائس اف امريکا ډيوه ريډيوسره خبرو کې نوموړي وويل ، د کال ۲۰۱۳م د مئ په عامو ټاکنو کې چې په کراچۍ ښار کې د دوي د گوند دفتري بندې کړی شوې وې ، د گوند په غړو بريدونه شوي وو او د وسله والو لخوا ورته دهړکې ورکړل شوې وې ، هغه لړۍ وس هم دوام لري .
" زه به دا وويم چې د دې اپرېشن سره ۵ يا ۱۰ فيصده کمې راغلې دی ليکن ۹۰ فيصده وس هم د پارټۍ غړو ته د گواښونو ټيليفونونه راځي ، او زمونږ خلک يې په کراچۍ ښاريه کې په نخښه مړه کړل . او طالبان دا خبره مني چې دا کار مونږ کړی دی . نو زه وايم چې هغه دهړکې شتی ، خو د هغې باوجود به مونږ همت نه بائيلو او خپل کاربه کوؤ. سوچ او فکر زمونږ د باچاخان بابا دی د عدم تشدد دی او د دې ملک په گټه کې دی . مونږ چې څه کوؤ د دې ملک او اسلام د فائدې دپاره يې کوؤ " .
شاهي سيد زياته کړه چې پوليس د زرگونو په شمېره کې جرمونو کې دککړو کسانو د نيولو ادعا کوي ، نو پکاروه چې په دومره غټه کچه د گرفتارو سره په ښار کې امن راغلی وی . خو وس هم چې ترهگر وغواړي نو په يو ساعت کې ښار بند کړي ، او لس ، دولس کسان ووژني 
د نوموړي په خبره ښارکې يې دپارټۍ په صوبايې سيکرټريټ باچاخان مرکز کې د امنيت له کبله د څه مودې دپاره سياسي هلې ځلې ځنډولې دي . د دې ترڅنگ د ښار په مختلفو برخو کې د دوي د پارټۍ دفترې تړلې پرتې دي ، او د پارټۍ غړي خپلې سياسي هلې ځلې په ازاده نه شي کولی .
" وس هم داسې علاقې شتې چې هلته مونږ ته مشکلات دي لکه سهراب گوټ ، کنواري کالونۍ ، بلديه ، منگوپيراو څو نورې علاقې . په باچاخان مرکز کې د دوايانو ټرسټ چليږي خو زمونږ نورې هلې ځلې هلته کمې شوي دي " .
د عوامي نيشنل گوند سندهـ څانگې مرکزي سيکرټريټ باچاخان مرکز د کراچۍ ښار په بنارس سيمه کې موقعيت لري . او په دغه سيمه کې د ياد گوند څو غړي هم په هدف کړی شوي دي .

د پوليس د سرکاري شمېرې ترمخه کراچۍ ښار کې تراوسه پورې په ترسره شوؤ عملياتو کې په مختلفو جرمونو کې تورن د ۱۰۰۰۰ نه زيات کسان نيول شوي دي . چې پکې د لاقانونه گرځول شوؤ ډلو غړي ، هدفي وژونکي او نورو جرمونو کې ککړ عناصر شامل دي .

- Fazal Aziz
بېرته شاته