(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا ټولو تاجرانو ته دې تحفظ ورکړل شي

[23.Dec.2013 - 18:20]

23.12.2013

په پیښور کې پرون د اتوار/یکشنبې پر ورځ د مېوې منډۍ د مشر تاجر حاجي کابل خان د وژنې پر ضد نن د ښار ټولو تاجرانو احتجاجي مظاهرې وکړې او لوی سړک جي ټي روډ ېې تر ډیره وخته د ټرافیکو پر مخ وتاړه. هغوی له صوبايي حکومته غوښتنه وکړه چې د کابل خان قاتلان دي ونیول شي او د پښتونخوا ټولو تاجرانو ته دې تحفظ ورکړل شي، ګنې د پیښور تاجران به خپل کاروبارونه پرېږدي.
د مېوې منډۍ صدر حاجي الف خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، "چې د تحریک انصاف په مشرۍ کې صوبايي حکومت بېخي ناکامه شوی دی، دې حکومت تر اوسه نه هم یوه تاجر ته او نه هم ښاریانو ته تحفظ ورکړی دی، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د کابل خان قاتلان دې ژر تر ژره ونیول شي او تاجران ته دې تحفظ ورکړل شي."
نوموړي زیاته کړه: " دا حکومت نه د خلکو تحفظ کوي او نه یې ورکولای شي، له تېرو پنځو ګنټو په احتجاج یو د حکومت هېڅ یو کس مو پوښتنې ته نه دی راغلی.  دا تپوس نه کوي چې دا خلک څه غواړي. موږ په خپل ملک کې امن غواړو. موږ په خپله صوبه کې امن غواړو. له دې حکومته مو نه توقع شته او نه هم چا ته څه ورکولی شي.
د پاکستان د تاجرانو اتحادیې د خېبر پښتونخوا صدر ملک سوني وايي، چې د خېبر پښتونخوا حکومت تاجرانو ته هېڅ پاملرنه نه کوي. او دوی مجبوره دي چې خپل کاروبارونه وتړي.
زموږ په پېښور کې سکون پاته نشو. زموږ تاجران په کروړونهو اربونه روپۍ ټېکسونه ورکوي. خو په بدل کې نه امن شته، نه سکون شته. موږ کاروبار غواړو. موږ امن غواړو. که صوبايي حکومت دی، که وفاقي حکومت دی. دوی دواړه په غلا غدو او کرپشن اخته دي. د عوام لپاره هېڅ نه کوي. زموږ احتجاج به تر هاغه روان وي چې یو نتیجه یې نه وي راوتلې، تر هاغو هېڅ کاروبار نه کوو. چې حل یې رواتلۍ نه وی."
د وژل شوي تاجر کابل خان وراره موسا خان وايي، چې په خېبر پښتونخوا کې نه تاجران نه ډاکټران او نه هم عام ولس خوندي دی.
"نه ډاکټران خوندي، دا ابله ورځ یې دوه ډاکټران وتېښتول، یو یې په کې راخوشی کړ، هره ورځ خلک په نښه کېږي. دلته هره ورځ لکه د کراچۍ غوندې خلک په نښه کېږي او ویشتل کېږي. موږ په دې کې څه وکړو. موږ خو دا وايو چې حکومت ناکامه دی. تاجرانو تهه خو تحفظ پکار دی، څه مفته کلزي خو کار نه کوي. په اربونه روپۍ ټېکسونه ورکوو. موږ د ځان لپاره د پښتونخوا او د ټول پښتون قام لپاره امن او تحفظ غواړو. نور پښتانه پرېږدۍ، و یې بخښۍ."
په دې اړه د مشال راډيو د خبریال شبیر جان په بیا بیا تماس د خېبر پښتونخوا هېڅ یو وزیر او چارواکی خبرو ته حاضر نه شو.
شبیر جان پېښور

- شبیر جان
بېرته شاته