(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: ددليپ کمار ٩١ کلیزه ونمانځل شوه

[12.Dec.2013 - 20:32]

دهندي فلمونو دنامتو هيرو دليپ کمار ٩١ سالگره د شورو(چارشنبې)په ورځ د۲۰۱۳ ع کال ددسمبر په ۱۱ مه نیټه د هغه په پلرني ښار پيښور کې په درنو مراسمو سره نمانځل شوې ده چې پکې د هندوستان اؤ پاکستان د فلم انډسټرۍ نوميالو هنرمندانو، فلسمازانو،ليکوالانو،شاعرانو،اديبانو اؤ صحافيانو دليپ کمار ته زرينې پيرزوئنې وړاندې کړي دي..
په دغه موقعه دپاکستان دخيبر پښتونخوا دغير سرکاري کلتوري تنظيم کلچرل هيريټج کونسل په تابيا پيښور پريس کلب کې د دليپ کمار په لسگونو مينه والو دهغې د سالگرې کيک پرې کړو .
ددليپ کمار کورودانې په دغه مهال  پخپلو ټيلي فوني خبرو کې دپيښور  او دپيښور داوسيدونکو سره  دخپلې ژورې مينې څرگندونه کړې ده او وئيلي يې دي چې دليپ کمار د پيښورسره زياته مينه لري اؤ کله يې هم دخپل پلرنى ښار مينه د زړۀ څخه نه ده وتلې.
هغې وويل وياړي چې د خپل ژوند يوه اوږده برخه يې د دليپ کمار د ژوند د ملگرې په توگه د هغه ترڅنگ تيره کړه اؤ په دغه ټوله موده کې يې دليپ کمار يواځې ديو لويې فنکار په توگه نۀ بلکې ديو خواخوږي انسان په توگه د نزدې څخه ليدلى دى.
د دليپ کمار د صحت په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل صحت يې ډير ښه دى اؤ د تيرو پينځۀ شپږو ورځو راهسې د خپلې کليزې په لړکې د مبارکۍ دپاره د هندوستان دبيلابيلو برخو څخه راغلو راتلونکو خپلو مينه والو سره نۀ يواځې ليدل کتل کوي بلکې په نزدې ورځو کې په شپږو ودونو کې برخه هم اخستې ده.
دهندوستان دفلم انډسټرۍ يو ستر مزاحيه فنکار جاني ليور هم په دغه موقع دپيښور ښاريانو سره د ټيليفون د لارې مخاطب شو اؤ يوسف خان ته يې د عقيدت زرينې پيرزوئنې وړاندې کړې .
هغه دليپ کمار سره د خپل ژوند د نزدې ورځو په ذکر کولو سره وويل "ما هم ورسره مينه کړې ده خو زۀ يې هم تل پخپله  مينه نازولى يم"
جاني ليور وويل دليپ کمار هغه ستر هنرمند دى چې دهندي فلم انډسټري هر هنرمند ترې زده کړه کړې ده خو د لويې فنکارتر څنگ يو عظيم انسان هم دى ځکه چې دخپل ژوند زياته برخه يې د خپلې ټولنې د اولس دخيرښيگړې په کارونو صرف کړې ده.
دهندي فلمونو پخوانۍ هيروئن وحيده رحمان، فلمساز ساگرسرحدي، پاکستاني هنرمند قوي خان، ليکوال اؤ شاعريونس قياسي،سندرغاړي هدايت الله اؤ گڼو نورو شخصياتو هم د ټيليفون له لارې اؤ نيغ په نيغه دغه دستورې ته وينا وکړه اؤ دليپ کمار يې په ښو لفظونو ونمانځلو.
دسالگرې نمانځلو په دغه دستوره کې دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي د معاون سردار گورن سنگهـ اؤ هندي فلم انډسټرۍ د لويې هيرو شاه روح خان د ترۀ دلور نورجهان  ترڅنگ  گڼ شمير ليکوالان ، خبريالان ، فنکاران ، وکيلان  او دژوند دبيلا بيلو تپو سره تعلق لرونکي شخصيات موجود وؤ.
مقررينو پخپله وينا کې وويل دپښتنو خاورې دتاريخ په اوږدو کې  ددليپ کمار پشان ډير لويې شخصيات زيږولي چې په هغې کې دهندي فلم انډسټرۍ ستر نوم راج کپور، پرتهوي راج ،ونود کهنه ، امجد خان،قادرخان، رنگيلا،طالش ، قوي خان ، لاله سدهير او ځينې نور شامل دي.
دستورې ته پخپله وينا کې دکلچر هيريټيج کونسل صدر او نوميالي ډرامه نگار يونس قياسي هم خبرې وکړې
هغه وويل يواځې پښتانۀ نۀ بلکې دفن ټول مينه وال  ددليپ کمار سره مينه کوي او دا  دپيښور دخلکو دپاره دوياړ خبره ده چې دليپ کمار دهغوي دخاورې سره تعلق لري.
هغه دحکومت څخه غوښتنه وکړه چې که ددليپ کمار دپلرني کور په بيعه اخستو کې دحکومت په وړاندې څه خنډان موجود وي نو هغه دې له مينځه يوسي او دغه کور دې تاريخي ورثه وگرځوي.
دليپ کمار چې په 11 دسمبر 1922ء کې دپيښور دقصه خوانۍ په محله خداداد کې دپينځوؤ مرلو په يو وړوکي کور کې پيدا شوى ؤ او د8ؤ کالو په عمر دخپل پلار سره هندوستان ته تلى ؤ،د91 کالو په اوسني عمر کې دهغه صحت کۀ هرڅو کمزورى شوى خو بيا يې هم د پيښور يادونه لۀ ذهن څخه نه دي وتلي اؤ په اکثرو موقعو خپل پلرني ښار پيښور سره د مينې اظهار کړى دى Deewa Radio

- میا فاروق فراق
بېرته شاته