(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکونړولایت د اړوندو چارواکو د پاملرنې وړ

[11.Dec.2013 - 22:57]

دکونړدکروندګرودزراعت محصول غنم جوار وریجي سبزیجات اومیوه جات دي چې په دی کښې بیا عمده تولید ئې غنم جوارواووریجي دي، پکارده چې حکومت ددوۍ دمحصولاتو دخرڅلاو لپاره مارکېټ پیدا کړي، اما برعکس یوکروندګر پخپله دخپلومحصولاتودخرڅلاولپاره مارکېټ پیدا کوي خو دهغوۍ دمحصولاتو په انتقال باندې بندیزلږیدلی دی ،چې په دې کارسره دکروندګرو اقتصاد ته سخته ضربه رسیدلې ده ،دا ځکه چې دکېمیاوی سرو قیمت دومره لوړتللی دی، چې یوکروندګر نه شي کولای چې په پوره اندازه خپلو ځمکوته سره  واخلی.

جوارچې دکونړدخلکوعمده حاصل دی او کروندګرغوا ړي، چې خپل محصول دخرڅلاو لپاره ازاد مارکېټ جلال اباد ته انتقال کړي په لاره کښې پرې دپولیسو له خوا بندیز لږیدلی دی او جلال اباد ته ئې د انتقال لپاره نه پریږدي، ایادا دکروندګرو اقتصاد ته یوه سخته ضربه نه ده یوغریب کروندګرچې دخپل فصل دپیداوارلپاره ئې اوږدانتطار ویستی دی ایا هغه به دی ته تشویق شي چې په اینده کښې نور غله جات تولید کړي هیڅکله نه، بلکه د حاصلاتو کچه به بل کال ته ددې نه نوره هم راټیټه شي

Gulrang Kochwan

- ګلرنګ کوچوان
بېرته شاته