(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په فرانکفورت کې د غنی خان د ادبی ، کلتوری او څیړنیز ی جرګی مشر په ویاړ غونډه جوړه شوه

[29.Sep.2006 - 11:30] د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Soial Democratic Party - PSDP د فرانکفورت څانګی د محمد اقبال لالا په دفتر کې د پروفیسر جهانزیب نیاز په ویاړ غونډه جوړه کړه. په غونډه کې د PSDP مشرانو د جرګی غړو او ملګرو سربیره پښتنو لیکوالانو او شاعرانو هم ګډون کړی وو. غونډه د روژی مبارکی میاشت په لومړۍ ورځ په 23.09.2006 نېټه د مازیګر په څلورو بجو پیل شوه د پښتنو او د سیمی په حالاتو هراړخیزه رڼا واچول شوه. مشر میلمه ښاغلی پروفیسرنیاز د پښتنو په قامی وحدت او ورورولۍ زور واچاوه. ده زیاته کړه چې د پښتو ژبې او کلتور د ودی ، پراختیا او پرمختیا لپاره باید ټول لر او بر پښتانه د زړه د اخلاصه کار وکړی او یو بل سره اړیکی وساتی او لاسونه ورکړی پدی هکله ئې د خپل ځان له اړخه پوره پوره ډاډ ورکړ او د حاضرینو تپوسونو ته ئې ځوابونه وویل. ښاغلی پوهاند نیاز چې یو سپیڅلی پښتون دی د خپل ژوند په اتیا کلنۍ عمر کې هم د پښتنی کلتور، ژبې او ادب چوپړ ته د خپل ژوند تر اخری سلګی پوری په پوره ئې ایماندارۍ او میړانه ملا تړلی ده . که څه هم دی سپین ږیری دی خو حوصله ، زغم، عزم او اراده ئې پیاوړی او ځوانه ده . د خدای خدمتګارو د غورځنګ د لاری مل او پدی لاره کې ئې ډیر تکلیفونه او جیلونه هم تیر کړی دی په رګونو کې ئې پښتنه وینه بهیږی، زړه ئې پښتون دی . ارزښناکی لیکنی ئې کړی او یو شمیر کتابونه ئې ټولنی ته وړاندی کړی. ښاغلی پروفیسر نیاز که له یوی خوا د « د ستار » مجلی په پیل کولو سره د پیاوړی لیکوال او شاعر ښاغلی صابر شاه صابر او د ملګرو په هلو ځلود پښتنی کلتور ګلبڼ ښکلی او تازه کړی نو له بلی خوا د پښتنو د ستر فلسفی غنی خان د پښتو ادبی، کلتوری او ځیړنیزی جرګی د مشر په توګه د خپل کلتور د بډاینی او سمسورتیا په خاطر ډګر ته راوتلی دی او ددی تر څنګ د پښتو عالمی کانګرس د چیرمین په توګه ذمه واری هم په غاړه لری. ددی ټولو مصروفیاتو سره سره د پښتنو د سوکالۍ ، ابادۍ ، د پښتو ژبی او پښتنی کلتور د پر مختګ په خاطر هر ځای پښتنو ته ځان رسوی د امریکا او انګلستان د سفرونو څخه وروسته د خپلی بې کچی مینی او خلوص له امله ئې په 21.09.2006 نېټه جرمنی ته هم ځان راورساوه. د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانود جرګی یو شمیر غړو سربیره ئې دځنی پښتنو لیکوالانو ، ادیبانو او شاعرانو سره د کولن ، بن او فرانکفورت په ښارونو کې لیدنی کتنی او د نظریو بدلون وکړ د غونډی برخه والو دده کلتوری هلی ځلی وستائیلی او ده ته ئې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ. غونډه د مازیګر په شپږ نیمو بجو پای ته ورسیده.
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته