(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ژوندون غوښتنلیک

[09.Dec.2013 - 12:56]

ژوندون راډيو تلوېزيون لويې څارنوالۍ ته دافغانيت، اسلاميت، افغان او افغانستان ضد اشخاصو، رسنيو او کړيو د توطيې پر وړاندې خپل غوښتنليک وړاندې کړ. په هغه کتنه کې چې نن سهار له لوی څارنوال ښاغلي (محمد اسحاق الکو) سره د ژوندون ټلوېزيون موسس پوهنوال محمد اسمعيل يون درلودله، استاد يون له لوی څارنوال څخه وغوښتل هغه ملي حرکت چې د افغان، افغانيت، اسلام او اسلاميت د خونديتابه لپاره د مدني ټولنو، افغانپالو او اسلامپالو خوځښتونو له خوا پيل شوی، قانوني او حقوقي ملاتړ وکړي او يو شمېر ايرانپالې کړۍ او رسنۍ پرې نه ږدي چې د هېواد ملي هويت مسخه کړي. استاد يون له لوی څارنوال وغوښتل چې د دوی دغه عادلانه غوښتنې د قانون په چوکاټ کې وڅېړي. لوی څارنوال د استاد يون غوښتنې هغه موظف هيئت ته راجع کړې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د وزير (سيد مخدوم رهين) او د يو شمېر نورو کړيو د غوښتنې له امله جوړ شوی دی. دا کميسون د سيد مخدوم رهين پر غوښتنه چې په هغه کې د ژوندون ټلوېزيون او يوې بلې چاپي رسنۍ د تعليق غوښتنه شوې وه، غور کوي. استاد يون دې موظف کميسون ته خپل وضاحت وکړ او ددې يادونه يې وکړه چې ښاغلی رهين او د مشرانو جرګې مرستيال او د فرهنګي او ديني چارو د کمېسون مشر له ژوندون ټلوېزيون سره سياسي ستونزې لري او د سياسي انګېزي له مخې د ژوندون ټلوېزيون پر وړاندې دا حرکت کوي. د رسنيو د سرغړونو کميسون هم د ښاغلي رهين تر فشار لاندې دی او ان د عطا محمد فشار هم په دې برخه کې احساسېږي. نو ځکه خو دا مکتوب او نظرونه او دا ډول اشخاص سياسي انګېزه لري، ژوندون ټلوېزيون ته ددې ډول اشخاصو نظر د منلو وړ نه دی او نه هم قانوني بڼه لري. استاد يون له لوی څارنوال څخه د (ضمير) د قاضي کولو غوښتنه هم وکړه، ويې ويل مخکې تر دې چې موږ پر يو چا باندې د کاغذي او فزيکي اسنادو خبره وړاندې کړو، ضمير بايد قاضي کړو. زه هم په دې پوهېږم، ته هم، ولسمشر هم او ټول افغانان هم چې د محسيني صيب مدرسه او تمدن ټلويزيون له ايرانه خړوبېږي، ددې په مقابل کې چوپ پاتې کېدل له ستر افغان او مسلمان ولس سره ستره جفا ده. استاد يون لوی څارنوال ته وويل چې د ښاغلي رهين پرېکړه شخصي، سياسي او له قومي تعصبه ډکه ده او هېڅ ډول قانوني بنسټ نه لري، د رسنيو د سرغړونو د کميسون په نامه يې خپله ذهني پرېکړه رالېږلې ده او يوه بله کوچنی چاپي رسنۍ يې ځکه له دې مسلې سره يو ځای کړې چې له ژوندون ټلوېزيون سره خپل پخوانی او اوسنی تعصب پټ کړي.

هغه غوښتنليک چې ژوندو ن ټلوېزيون لويې څارنوالۍ ته وسپاره، په دې ډول دی:
د افغانستان اسلامي جمهوريت د لويې څارنوالۍ محترم مقام ته!
په دې ورځو کې د يو شمېر پرديپالو، ايرانپالو، افغان ضد، اسلام ضد او هېواد ضد کړيو له خوا د افغان، افغانيت، اسلام او ا سلاميت پر ضد پټې او ښکاره هڅې زياتې شوي، يو شمېر پرديپالې رسنۍ هم په دې ناوړه هڅو کې شاملې دي.
ژوندون داسې يو ټلوېزيون دی چې د افغانانو په مالي پانګه، بسپنو او مرستو جوړ شوی او د خپل فعاليت له پيله يې بيا تردې دمه د افغان او افغانيت، اسلام او اسلاميت او هېواد د ملي ګټو لپاره تر خپل وروستي وسه کار کړی دی.
ژوندون راډيو تلوېزيون په دې وروستيو کې د يو شمېر ايرانپالو او پنجابپالو کړيو او رسنيو تر پراخ يرغل لاندې دی. دوی غواړي د هېواد ددې ملي او رسنيز مرکز پر وړاندې خنډونه پيدا کړي، په حکومت کې له تنظيمي کړيو، تنګنظرو او هغو اشخاصو څخه هم کار اخلي چې نه غواړي افغان ملت د ځلانده هويت او قوت خاوند شي، نو ځکه خو د ټولو د فشار تمرکز پر ژوندون راډيو ټلوېزيون باندې دی. ژوندون راډيو ټلوېزيون د هغو هېواد پالو، اسلامپالو او ملتپالو افغانانو غږ په ښه ډول منعکس کړ چې غوښتل يې د هويت د تذکرې پر لومړي مخ د اساسي قانون له حکم سره سم د اسلام او افغان کليمې وليکل شي، دې خبرې د يو شمېر ايرانپالو، پنجابپالو او نورو پرديپالو حساسيتونه راوپارول، نو ځکه خو يې له هغو دولتي ارګانونو څخه چې په يو نه ډول يې ځينې اشخاص د افغان ملت له ملي هويت سره حساسيت لري، ناوړه ګټه پورته کړه او د ژوندون ټلوېزيون پر ضد يې عرايض وړاندې کړل. دا ډلې غواړي له دې ملي موضوع څخه د خلکو پام قومي موضوعګانو ته واړوي.
موږ د افغانستان له لويې څارنوالۍ څخه دغه لاندې غوښتنې لرو:
۱- له لسو کلونو راهيسې دې ټولې رسنۍ وارزول شي چې څومره نشرات يې د هېواد د ملي ګټو لپاره کړي او څومره نوريې د ملت، اسلام او افغانيت پر ضد دي.
۲- د ټولو رسنيو د تمويل سرچينې او پرسونل دې په هر اړخيز ډول وارزول شي، هره نا مشروع سرچينه دې رڼه شي او هغو رسنيو چې له ايران، پاکستان او يا نورو نا مشروع سرچينو څخه پيسې تر ګوتو کړي، بايد عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
۳- د ملي او قومي رسنيو تر منځ دې سره سره کرښه راکاږل شي: څوک، افغان، افغانستان، اسلام او د هېواد ملي ګټې غواړي او څوک قومي مسايل خپروي. قومپالي اوس دومره سپين سترګي دي چې هم قومي تفرقه اچوي او هم يې پړه پر بل باروي.
۴- څوک چې په ټلوېزيونونو کې د افغانستان ملي سرود او ملي بيرغ پر ځای نور بيرغونه او سرودونه خپروي له هغوی سره دې قانوني چلند وشي.
۵- پر ځانګړي ډول د ژوندون، تمدن او يو شمېر نورو ټلوېزيونونو په اړه يادونه کوو چې لويه څارنوالي دې يو بشپړ، ناپيېلی، مسلکي هيئت وټاکي، په دې هيئت کې دې د تمدن ټلوېزيون او ژوندون غړي هم شامل وي. د ټلوېزيونو او همدارنګه د ښاغلي محسيني د مدرسې مالي سرچينې دې وپلټي، هره مالي سرچينه چې ايرانۍ او پاکستانۍ وه قانوني چلند دې ورسره وشي.
۶- لويې څارنوالي دې هغه اشخاص چې په ډاګه د افغان ، افغانستان پر ضد شعار ورکوي او د افغان ملي هويت پر ځای پر قومي هويت ټينګار کوي هغوی دې هم محاکمې ته راکاږي، که هغه په دې دولت کې په هره کچه وي، که وکيل وي، که وزير، که والي او که بل هر څوک.
۷- لويه څارنوالي دې هغه ګوندونه او ډلې هم تر څار لاندې ونيسي چې د اساسي قانون د روحيې خلاف يې ټول کړه وړه د قوم، سيمې او ژبې پر محور راڅرخي.
ژوندون ټلوېزيون ټول افغان ملت او ددې هېواد رښتينو بچيانو ته ډاډ ورکوي چې دخپل فعاليت او ژوند تر وروستۍ سلګۍ به اسلاميت، افغانيت او انسانيت پالي، د ايرانپالو، سمتپالو، پنجابپالو، فساد ګرو، ناقانونه زورواکو، هر ډول پرديپالو او نورو مکروبونو پر ضد به خپل رسنيز جهاد ته دوام ورکوي او په دې لاره کې به د هر ډول خنډ، مشکل او زور په مقابل کې په نره ودرېږي.
ژوندی او پياوړی دې وي افغان ملت
مړه او سپېره دې وي د افغانستان دښمنان
رپانده او ځلانده دې وي په سيمه او نړۍ کې
د افغانستان او اسلام بيرغ

په درناوي
پوهنوال محمد اسمعيل يون
د ژوندون راډيو ټلوېزيون د امتياز خاوند

- ژوندون
بېرته شاته