(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالولي خان پوهنتون کې افغان پوهیدونکو کابینه اعلان کړه

[07.Dec.2013 - 19:34]

عبدالولي خان پوهنتون کې افغان محصلینو خپله لمړنۍ کابینه اعلان کړه

راپور: داود محمدی

د عبدالولي خان پوهنتون افغان محصلینو خپله لومړنۍ کابینه د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۳ یمه نیټه د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوه.
غونډه چې په یوتهـ هاسټل کې دایره شوې وه، د پوهنتون د ټولو کمپسونو او پوهنځیو لسګونو محصلینو پکې ګډون کړی و.
هجرت الله د رئیس په حیث د غونډې د ګډونوالو په خوښه بې مقابلې وټاکل شو، نوموړی خپله کابینه په لاندې ډول اعلان کړه:
۱: رئیس هجرت الله ۰۳۳۳-۹۰۹۴۹۸۲
۲: مرستیال داود محمدی ۰۳۰۸-۸۳۰۶۸۶۶
۳: د اړیکو مسؤل شرف دین ۰۳۰۳-۸۴۲۹۴۹۸
۴: مالي مسؤل پرویز ساپی ۰۳۳۶-۹۲۸۶۹۴۱
۵: کلتوري مسؤل شیر آغا ۰۳۰۸-۸۸۱۸۰۷۴
یادونه: د افغان محصلینو ټولنه یوه خپلواکه، غېر سیاسي، ناګوندي او غیر دولتي افغاني ټولنه ده چې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د افغان محصلینو په هڅو د ۲۰۱۳ کال د نومبر د میاشتې په نیټه تآسیس شوه.
د افغان محصلینو ټولنه په هېڅ ډول قومي، سمتي، توکمي، ژبني یا مذهبي تعصبونو باندې باور نه لري او یواځینۍ موخه یې د نوموړي پوهنتون د افغان محصلینو د ستونزو حل کول، هغوي ته د اسانتیاوو برابرول او د افغانستان زورېدلي ولس ته د زده کړې په ډګر کې خدمت کول دي

- داود محمدی
بېرته شاته