(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلام وژغورئ او افغان وژغورئ

[07.Dec.2013 - 19:31]

د دويمې غونډې راپورتاژ

د ليندۍ پر (۱۵) مه نېټه د ژوندون ټلوېزيون او د (اسلام و ژغورئ او افغان وژغورئ) په ملاتړ د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې يوه پراخه غونډه جوړه شوه. دا غونډه چې دافغانستان ملي تحريک په ګډون د لسګونو مدني ټولنو او ځوانو خوځښتونو په سوونو غړو په کې ونډه اخيستې وه، ماسپښين مهال پر دريو بجو پيل شوه.
غونډه د قاري عبدالله عاجز له خوا د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه.
ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږول شو.
تر ملي سرود وروسته د ژوندون ټلوېزيون موسس استاد پوهنوال محمد اسمعيل يون د غونډې اساسي وينا واوروله او پر هغو مسايلو او کشمکشونو يې پراخه رڼا واچوله چې د هويت په تذکره کې د اسلام او افغان کلمو د نه ليکلو له امله راپيدا شوې دي. استاد يون د هغو اشخاصو پر نيتونو هم رڼا واچوله چې غواړي دې ملي داعيي ته قومي رنګ ورکړي، يون د ايرانپالو رسنيو دتمويل د سرچينو د رڼاوي غوښتنه هم وکړه او خپله يې هم په ډاګه اعلان کړه چې هر وخت د ژوندون د پرسونل او مالي سرچينو په اړه رڼاوي ته تيار دی.
د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې له بېلا بېلو سيمو څخه ګڼ شمېر ځوانانو هم ګډون کړی و، د هغوی په استازۍ څو تنو د ژوندون ټلوېزيون ننګه او ملاتړ وکړ.
په غونډه کې د پښتون خوځښت په استازۍ (خير الله شينواری) خبرې وکړې، له چارواکو څخه يې د ملي وحدت د تعريف په باب وضاحت وغوښت، شينواری هم د ژوندون ټلوېزيون ننګه وکړه او ددې ټلوېزيون د کار کوونکو جرئت يې وستايه. د علومو اکاډمۍ غړي څېړندوی محمد حسن توحيدي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او د قران په رڼا کې يې د هويت په تذکره کې د اسلام او افغان کلمو د برحقې داعيې غوښتنه وکړه، توحيدي وويل: اسلام بايد پر مذهبونو او افغان ملت بايد پر قومونو ونه وېشل شي، قران موږ د يو والي خواته رابولي. د غونډې په پای کې د افغانستان ملي تحريک غړي (قدرت الله بدلون) له خوا د غونډې د برخوالو پرېکړه ليک ولوستل شو، چې (۱۱) مادې يې درلودې، د پرېکړ ليک په لوستلو سره غونډه رسماً پايته ورسېده. د پرېکړه ليک متن په دې ډول دی:
بسم الله الرحمن الرحيم
ا سلام وژغورئ
او افغان وژغورئ
د دويمې غونډې د ګډونوالو پرېکړه ليک
د ۱۳۹۲ کال د ليندۍ ۱۵ مه نېټه 
کابل افغانستان
د ليندۍ پر (۹) مه نېټه د افغانستان ملي تحريک په ګډون په لسګونو مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او ځوانو خوځښتونو، د ملي شورا د دواړو جرګو د هغو پرېکړو پر ضد پراخ لاريون وکړ چې دهويت د تذکرو پر لومړي مخ يې د دين (اسلام) او ملت (افغان) کليمو د ليکلو مخه ونيوله. دا پراخه مظاهره د زيات شمېر رښتينو افغانانو د تود هر کلي سبب شوه او ان دا چې په ملي شورا کې د افغان ملت رښتينو استازو د هغې ملاتړ وکړ، خو دې مظاهرې بيا د هېواد د يو شمېر پټو او ښکاره، لرې او نږدې دښمنانو حساسيتونه راوپارول، يو شمېر ايرانپالو او په هغو پورې تړلو جنګسالارانو هڅه وکړه، د افغان ملت دې برحقې داعيې ته قومي رنګ ورکړي او زيار يې وکېښ د هويت په تذکرو کې د اسلام مقدس دين او د غيرتي افغان ملت د نه ليکلو معضله د قومي او سمتي شعارونو تر شعاع لاندې راولي، خو د لوی خدای (ج) په فضل، لوی او غيرتي افغان ملت پوره ويښ شوی دی، دې ملت چې پنځه زر کاله د خپل ملي هويت او څوارلس سوه کاله د خپل اسلامي هويت ملاتړ او ننګه کړې، نو اوس د ا څو ټنګه سري، پرديپالي، ايرانپالي، پنجانپالي او نور د بړه مارن خور ورته ګرد هم نه ښکاري. اسلام دې پر خپلو رښتينو مسلمانانو او افغان ملت دې پر خپلو رښتينو بچيانو سل په سلو کې ډاډه اوسي.
د تېرې مدني، اصولي، عقلاني، اسلامي او ملي مظاهرې په تعقيب دا دی د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې يوه بله پرتمينه غونډه جوړه شوې ده، ددې غونډې برخوال د تېرې سترې مظاهرې د اهدافو د تائيد، تعقيب او پلي کېدو د غوښتنې تر څنګ دغه لاندې پرېکړه ليک صادروي
۱- له ملي شورا څخه يو ځل بيا په ټينګه غوښتنه کوو چې حتمي او ضروري دې د تذکرې پر لومړي مخ د اسلام او افغان کلمه چې زموږ د دين او ملي هويت ښکارندوی کوي، وليکل شي. پر دې دوو سترو ايډيالونو هيڅوک د رايې اچونې حق نه لري.
۲- هيڅ بله کلمه، هيڅ بل انډول، هيڅ بل الترنا تيف او بديل ددې کليمو ځای نه شي نيولی.
۳- له دولت څخه که رښتيا هم دولت وي، په ټينګه غوښتنه کوو، چې د اسلامپالو او ملتپالو او د هغوی په مقابل کې د قومپالو او پرديپالو تر منځ د توپير اخلاق او جرئت پيدا کړي.
۴- يو شمېر سمتپال، قومپال او پرديپال اشخاص او کړۍ دولتي امکانات د خپلو تنظيمي، سمتي او قومي ډلو لپاره کاروي، له دولت څخه غوښتنه کوو چې دا ډول ياغيان او پرديپال مهار او د قانون منګولو ته وسپاري
۵- موږ د د هويت په تذکره کې د چا د قوم او قوميت د ليکلو مخالفت نه کوو خو ټينګار کوو، چې دا ډول مسايل دې په چيپ يا ډيټا کې راشي، دغه راز به چيپ کې د (مذهب) د ليکلو غوښتنه هم کوو، خو د تذکرې پر لومړي مخ يوازې د اسلام او افغان کلمو پر ليکلو ټينګار کوو.
۶- له ولسمشر کرزي څخه په ټينګه غوښتنه کوو چې د يو شمېر جنګسالارانو، قومپالو او ايرانپالو تر فشار لاندې په هېواد کې نوي راټوکېدلي ملي خوځښتونه ونه ځپي او د حکومتي وسايلو په زور د هغوی د جرئت وزرونه ونه تړي.
۷- له ولسمشر څخه بيا هم غوښتنه کوو چې د ملي وحدت د ټينګښت لپاره د پښتو او دري ژبو د انډول او تناسب بهير دې ژر تر ژره پر خپلو مرستيالانو تطبيق کړي، دا بهير بايد له ارګه پيل او د هېواد تر کليو او بانډو پورې ورسېږي.
۸- د غونډې برخوال په ټينګه وايي چې د هېواد د اسلامي او ملي هويت دخونديتابه لپاره د ژوندون ټلوېزيون، د افغانستان ملي تحريک او نورو ورته خوځښتونو پوره پوره ملاتړ کوي
۹- يو شمېر ځانپلوري او پرديپال چې هم په حکومت کې دي او هم له حکومت بهر، هڅه کوي چې پر ژوندون ټلوېزيون فشار راوړي او له خپلې دې ملي او اسلامي لارې يې واړوي او که داکار ونه شو، نو بيا په دولت کې د واکمنو ايرانپالو کړيو له لارې ددې هېوادني او ملي مرکز د تړلو هڅه کوي. موږ ټولو دولتي او نا دولتي اورګانونو ته دا په ډاګه وايو چې هيڅ حکومتي ناحکومتي جنګسالار، ايرانپالي او پنجابپالي ته د دې اجازه او مجال نه ورکوو چې د ټولو افغانانو دې ستر مرکز ته کږې هم وګوري.
۱۰- د هېواد له عدلي، قضايي او تقنيني اورګانو او په ټوله کې له دولت څخه غواړو چې د پرديپالو او هويت خرڅوونکو د جزا او کنترول لپاره بايد څرګند قانون جوړ او عملي کړي.
دولت دې زر تر زر، يو ناپېلی هيئت وټاکي چې په هېواد کې د ټولو رسنيو مالي سرچينې، تخنيکي او پرسونل ټول وارزول شي، چې څوک له کومه ځايه خپرېږي.
په درناوي
ژوندی دې وي افغان ملت
مړه دې وي د افغانستان پټ او ښکاره دښمنان
سر لوړی او اباد دې وي افغانستان
مړه دې وي سپېره، ريشخند او خيلخند دې وي د اسلام، افغان او افغانستان دښمنان

- Zhwndoontv
بېرته شاته