(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د راحت زاخیلي50م تلین ونمانځل شو

[07.Dec.2013 - 19:29]

په کابل کې د پښتونخوا د نامتو لیکوال او شاعر سید راحت زاخیلي پنځوسم تلین ونمانځل شو. په دې غونډه کې د لرې او برې پښتونخوا ګنو لیکوالانو، شاعرانو او ادېبانو د زاخیلي د ژوند پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.چارواکو په دې غونډه کې د یووالي غوښتنه او په دې لار کې د جدي هڅو ژمنه وکړه
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په کابل کې د پښتونخوا د نامتو لیکوال، او شاعرسید راحت زاخیلي پنځوسم تلین ونمانځه .
په دې غونډه کې ګڼ شمیر شخصیتونو، دولتي چارواکو او د پښتونخوا د شعر او ادب مینه والو برخه اخیستې وه او پر خپل وار یې د راحت زاخیلي د ژوندانه پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې. 
ولسمشر حامد کرزي، او ګڼو نورو ادارو او چارواکو هم دې غونډې ته پیغامونه راستولی وه، چې تر ډیره په کې د مرحوم زاخیلي د شاعری او لیکوالی هڅې ستایل شوې وي. 
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکتر اکرام خپلواک په دی غونډه کی په اوسینو شرایطو کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ او په دې برخه کې یی د هر اړخیزو هڅو ژمنه وکړه .
راحت زاخیلی، که له یو خوا د پښتو ژبې د منظومو کیسو او داستانونو لیکونکی و، نو له بلې خوا د شعر او شاعرۍ په ډګر کې هم یوه وتلې څیره بلل کېږي. نوموړی د غزلو، نظمونو، رباعیاتو او عام فهمه او رنګینو اشعارو د څو ټولګو خاوند پاتې شوی دی.
راحت زاخیلی، چې په ۱۸۸۴ زیږدیز کال کی د پښتونستان د نوښار په زاخېلو سېمه کې زېږېدلی، پنځوس کاله وړاندې په پښتونخوا کې له نړۍ سترګې پټې کړې

- Pakhtunkhwa
بېرته شاته