(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور: ۱۲مه ورځ هم احتجاج دوام

[05.Dec.2013 - 13:23]

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا په پېښور کې پر دولسمه ورځ هم د ناټو د مال وړونکو ګاړو د راایسارولو په لړ کې احتجاج دوام لري
تېر مازیګر د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د پېښور  حیات آباد ټول پلازې خوا کې د احتجاجي ناستې دوره وکړه او هغوی ته یې په خپله وینا کې وویل چې د خپل احتجاج پر مهال دې هېڅ غیر قانونی حرکت ونه کړي او د افغان ټرانزټ تجارت په لاره کې دې رکاوټ نه جوړوي.
عمران خان وویل:
''زه خپلو ځوانانو ته دا وئیل غواړم چی هېڅ رقم غلط حرکت دې نه کوي، او قانون دې نه ماتوي، او د قانون په چوکاټ کې دننه دې کار وکړي''
عمران خان زیاته کړه:
''موږ د پاکستان له وفاقي حکومته تمه لرله چې هغه به د امریکا پر ضد احتجاج وکړي او په امریکا به فشار واچوي او موږ سره به په ګډه د ناټو سپلايي بنده کړي. د پښتونخوا په اسمبلۍ کې ټولو سیاسی ګوندونو د ډرون بریدونو پر ضد قرارداد منظور کړی وو نو هغه ګوندونه چرته ولاړل؟''
د عمران خان دا څرګندونې له هغه کړې چې د تحریک انصاف او اتحادي ګوندونو پر کارکنانو د ډرائیورانو لخوا د ناروا سلوک تورونه لګول شوي دي. د ډرائیورانو د وهلو ټکولو او د مالونو د سیلونو ماتولو خلاف په پشتخره تاڼه کې د اتحادي ګوندونو د کارکنانو پر ضد مقدمې هم  درج شوې دي.
په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي چې د تحریک انصاف او د اتحادي ګوندونو دا احتجاجونه اوس د عمران خان لپاره د تاوان پر لور روان دي:
''په دې لوبه کې اوس د عمران خان تاوان دی او دا چې څومره ورځېی اوږدېږي نو په عمران خان او د هغه په ګوند به تورونه لګي ، دلته د پاکستان او افغانستان ترمنځ چې کوم تجارت دی یا تجارتي اړیکې دي، هغه چې خرابیږی نو د هغې ټوله ذمه واري به پر عمران خان راځي، او دوی ته اوس چل نه ورځي چې څه رنګ ځان له دې لوبې وباسي''
د تحریک انصاف له لوري د روان احتجاج په اړه د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند مشر سردار حسین بابک مشال ریډیو ته وویل:
''تاسو وګورئ چې عمران خان په دې صوبه کې د ناټو سپلايي بندولو په معامله باندې پارټۍ او حکومت له یو بله لرې ساتلي دي، دوی طالبانو ته هم دهوکه ورکوي. طالبانو ته یو دا تاثر ورکوي چې ګنې دوی د امریکا خلاف دي او دا سپلايي دوی بنده ساتلې ده، که په ریښتیا عمران خان په دې خبره کې سنجیده دی نو سپلايي بندول د حکومت یوه اشاره غواړي ځکه چې دا سړکونه د حکومت دي، دا صوبه یوه بندوبستي سیمه ده او دا څه قبایلي سیمه نه ده چې د دوی وس پرې نه رسي، نو ځکه خلک دا احتجاج ډرامه بولي''
یاده دې وي د ډرائیورانو او ټرانسپورټرانو په وینا د عمران خان د پارټۍ لخوا د روانو احتجاجونو له وجې پر افغان ټرانزټ تجارت ډېر بد  اغېز پرېوتی دی.

بلخوا دمشال راډیو درابعه اکرم خان د راپور له مخې د رايټر خبري اژانس د يو راپور مطابق په پاکستان کې د ډرون بريدونو پر ضد د احتجاج له وجې امريکا د پاکستان د لارې افغانستان نه د ناټو د رسد لړې په عارضي توګه بنده کړيده چې مقصد يې د دغه ګاړو د ډرايورانو تحفظ يقيني جوړول دي.
رايټر خبري اژانس ترمخه د پنټاګون وياند مارک رايټ تيره ورځ ويلې دي دوی خبر دي چې په پاکستان کې ډرون بريدونو خلاف احتجاج له وجې د دوی پوځي سامانونو لاره بنده کړل شوې ده.
اژانس د مارک رايټ له خولې زياتوي په رضا کارانه توګه د ډرايورانو تحفظ لپاره دوی د سامان وړلو دا لړې په عارضي توګه بنده کړې ده.
د ناټو رسد بندلو په اړه د دفاعي چارو کار پوه طلعت مسعود وايي، له دې ګام اوچتولو سره امريکا و پاکستان ته دا پيغام ورکول غواړي چې امريکا به په خپله پاليسې کې څه بدلون نه راولي او ډرون بريدونو به جاري وي.
''د امريکا له اړخه دا پاکستان ته يو پيغام دې چې موږ صرف پر تا انحصار نه کوو. موږ سره نورې لارې هم شته. او دا وخت موږ دا نه شو ګاللی چې ډرايوران او سامانونه په خطر کې واچوو. د دې له وجې ترڅو چې تاسو خپل پاليسي کې وضاحت نه وي کړی او څه قسمه مداخلت به نه وي نو تر هغې پورې به موږ خپله سپلايي نه بحالوو. په دې يو طريقې تاسو ته د امريکا خلاف فايده وه. نو هغې وويل چې ټيک ده که تاسو ودرول غواړې نو ویې دروې، د دې مطلب دا نه دې چې موږ سره نورې لارې نشته''
د دې ترڅنګ د ټرکونو د اتحاديې مشر مشال راډيو ته وويل که يو خوا د مخکې نه د احتجاجونو له وجې يو شمير خلکو کاروبارونو او مزدوريانو ته نقصان رسيدلې دې نو بلخوا اوس به د امريکا دې ګام نه پنځوس زره کورنۍ متاثره شي.
دی زياتوي ډرايوران پدې فيصله خوشاله نه دې. ځکه چې دوی ورسره رزق تړل شوی دی. بل له دې سره چې څومره خلک تړل شوي ده نو هغه که وشمارې نو شاه خوا پنځوس زره کورنۍ دي
بلخوا د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خيبر پښتونخوا صوبايې صدر اعظم سواتي مشال راډيو ته وويل:
''د ډرون بريدونو خلاف زموږ يو تجويز دی. تاسو د پيښور های کورټ په دې اړه فيصله وګوری. ايمنسټې انټرنيشل وګوری. د قبایلي سیمو  شپږ لاکه وګړي وګوری. نو موږ چې وايو ناټو سپلايي بندوو نو د دې لپاره نه بندوو چې امريکا دې افغانستان کې پاته شي. له امريکا سره څه غرض نه لرلو. موږ ځکه دا قدم اوچت کړی دی چې د خپل وطن خپلې فيصلې به موږ کوو''
د ډرون بريدونو او ناټو سپلايي خلاف د تحریک انصاف دا احتجاجي لړۍ د نومبر مياشتې له ٢٣ نيټې جاري ده.

- مشال
بېرته شاته