(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غندنلیک

[01.Dec.2013 - 19:38]

 د جرمنی د کلن په ښار کښی د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه 

تر هغه ځایه چه د یوی ټولنی ملی هویت او عقیده د هغه په نوم کښی نغښتی ده او هیوادوال یی دیو بیرغ لاندی د نړۍ په یوه جغرافیوی محیط کښی خپل هیوادنی مکلفیت ته ځان ژمن ګڼی ، چه زموږ ګران هیواد افغانستان هم ددغه نړۍ وال ځمک ویش څخه بهر نه دی ، ددغه اصلونو په نظر کښی نیولو سره په افغانستان کښی د نوم ایښی مشرانو جرګی اخیری پریکړه چه د تابیعیت په تذکره کښی ددین او افغان د کلمو له مینځه وړل نه یواځی زموږ د هیواد نه بهر او داخل کښی ملی هویت او هم زموږعقیده چه د میلونونو افغانانو د وینی د تویدو د بیی په نتیجه کښی تر ننه رارسیدلی د سوال سره مخامخ کوی بلکه د هیواد دننه ورونو قومونو تر مینځ تربګنۍ ته لمن وهی ، د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه نوموړی پریکړه په ډیرو کلکو ټکو غندی او غوښتنه کوی چه دغه جرګه دی ژر تر ژره خپله پریکړه بیرته واخلی او د هر هیوادوال په تذکره کښی د ویاړه ډک نوم افغان او د اسلام مقدس نوم ته ځای ورکړل شی او پدی ترتیب هر هغه پردی پالی کړۍ چه ورته کړنو ته لمن وهی ډیر ژر د قانون د ځار لاندی راوړل شی او د خپلو کړنو د سزا لپاره قضایی او امنیتی ارګانونو ته وپیژندل ښی. د ویاړلی، یو موټی او ښیرازه افغانستان په هیله 

د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنې د کار ډله

- Faridullah Sapi
بېرته شاته