(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه سری سیاست

[29.Nov.2013 - 23:50]

 ناټو پر اکمالاتو بندیز 

لیک:نورلبشرنوید

يوځل بيا د ناټو پر اکمالاتو بندیز سره د پښتونخوا لارې بندې شوې، خو دا ځل عجيبه دا ده چې كوم ګوندونه په حكومت كې شامل دي هغوی پخپله خپلې لارې بندې كړي دي.

د نومبر درويشتمه له پنجابه ټول د اسلام اباد اپوزېشن پښتونخوا ته راغلل او دلته يې د عمران خان تر جنډې لاندې ويناګانې وكړې

ټول پنجاب سياست پښتونخوا پښتنو ته په تقريرونو اور ولګاوه او پښتنو ورته لاسونه وپړقول_ په دغه چړچکو پنجابي سياستمداران په برېتو كې مسكي شول چې زموږ هيله هم دغه وه.

پښتانه دې اور واخلي، جذباتي دې شي، لېوني او جنونيان دې شي، نور كار به دوی كوي، تماشه به موږ كوو، پنجاب به په کراره وي، پښتونخوا به لمبې كوي.

د ناټو اکمالاتو بنديز فيصله، احتجاج عجيبه دى، دلته چې د كومو ګوندونو حكومت دى، د هغوی مشران د اسلامي جهاد هېنداره وركوي او وزارتونه يې د امن عامه ننداره وړاندې كوي.

عمران خان او نور همنوا احتجاج كوي، امريكا نه مني، د ناټو اکمالات لاره بندوي، د عمران خان او د هغه د اتحاديانو يو سر يو څه فكر كوي، بل سر يې بل څه بل څه وايي.

په دوه سري سياست كې چې كوم شعله بيان وينا والو له خولې نه اورونه ونوستل، بيا د صوبايي حكومت تر سيوري لاندې دمه شول او د كامياب احتجاج په حواله به يې يو بل ته مباركۍ وركړې وي او په اردو خوانه ژبه به يې ويلي وي:

سانپ بهى مرجائے، لاټهى بهي نه ټوټے_

خو اصل خبره دا ده چې پنجاب ټول عمر موږ له ماران ساتلي دي، هغوي د مارانو په يارۍ فخر هم كوي، خو دا حقيقت ترې هېر دى چې د پاړو مرګ د مارانو له لاسه وي.

"د طالب، مطلوب، ډرون، ناټو ګاډو پورې دا سيمه دا لار اوس زموږ پاتې نه دي، ځكه خو د پنجاب او ميانوالي دوه سري سياستوال راځي او زموږ لارې نيسي او موږ لر او بر پښتون افغان په تيارو لارو كې ووژلى شو."

د پنجاب په دوه سري سياست اوس هم پښتانه نه پوهېږي او خپله ګډا ورته كوي، د شريفانو برادري پرې اوړه او غنم ګرانوي او د ورځني ژوند خوراكي توكي ورله داسې وركوي لكه خيرات صدقه چې وركوي، عمران خان په دوه سري سياست كې پښتونخوا ته پنجاب راوست او ددې ځاى پښتنو ته يې وويل چې د ناټو ګاډي درنه لاړ نه شي، دا ستاسو د ايمان او د غيرت امتحان دی.

د افغانستان پښتون افغان ته يې وويل چې دا ستاسو مال غنيمت دى، په تاسو حلال دى.

د حرام او حلال تميز په سياست كې هغه وخت ختم شي چې د تورخم لارې يا بندې شي او يا ازادې شي. په كومه زمانه كې چې د تورخم لارې ازادې شوې نو جهاد هر فساد روا كړو_ چې دغه لارې كله بندې شوې نو حرام او حلال هر څه يو شول او د حاجت روا په شكل ډير څه ناروا روا شول_ حتی چې اساسي قانون او نړیوالو اصول له منځه ولاړل.

د ملګرو ملتونو د چارټر هغه نكته چې يو هېواد به په بل هېواد كې مداخله نه كوي او د يو بل خلاف به د خپلې خاورې غلط استعمال نه كوي، دا نكته خو درې لسيزې وړاندې له منځه تلې ده.

پخوا به زموږ د پښتونخوا خانانو ته په افغانستان كې دوه سري خانان ويل كيدل، اوس د ټول پاكستان سياست دوه سرى دى_ نوي دور خو د دوه سري سياست مثالونه ډېر وركړل_ د حكيم الله مسعود له مرګ سره دېخوا احتجاج وشو، خو د امريكا د يارۍ لپاره يې ورته شهيد نه شو ويلى.

عمران خان د ناټو اکمالاتو لپاره خلک راغونډ كړل، خو د هغه حكومت په ارام ناست دى، تحريك انصاف او د ناټو سپلايي بندونكي قوتونه له طالبانو سره د همدردۍ نه ډډه كوي خو ددې هر څه عنوان طالب دى.

عمران خان د ناټو اکمالاتو لپاره خلک راغونډ كړل، خو د هغه حكومت په ارام ناست دى، تحريك انصاف او د ناټو سپلايي بندونكي قوتونه له طالبانو سره د همدردۍ نه ډډه كوي خو ددې هر څه عنوان طالب دى.

د نومبر پر درويشتمه چې د پښتونخوا مظاهرينو د پنجاب په ويناګانو خپل جذبات د هغوی په جولۍ كې وغورځول، نو دا تاريخي حقيقت نور ښكاره شو هغه داسې چې جناح صيب له كشميريانو سره د كركې او نفرت په وجه په پښتنو د كشمير جهاد وكړ، پښتانه كشمير ته ورغلل او په پردي اور كې يې ځان وسوځاوه، چې تر ننه دغه لړۍ دوام لري او د پښتنو ډېرې جنازې د كشمير له جهاده راروانې دي.

اوس هم په دې وطن د شهيدانو رسم كيږي

خو قبر د پښتون وي او كتبه پرې د كشمير وي

د كشمير جهاد د سيكولر جناح صيب په وجه د پښتنو په لاس پيل شوى و، خو هېچا له كشميريانو ونه پوښتل چې تاسو څه غواړئ؟

كه څوک ترې پوښتنه كوي او كه نه خو هغوی وايي چې موږ نه له هند سره ځو او نه پاكستان سره، له كشمير وروسته افغان جهاد او د جهاد نه واخله تر فساده پورې او اوس چې دا څومره سلسله دوام لري، په هره مرحله كې اور د بل او كور زموږ.

د طالب، مطلوب، ډرون، ناټو ګاډو پورې دا سيمه دا لار اوس زموږ پاتې نه دي، ځكه خو د پنجاب او ميانوالي دوه سري سياستوال راځي او زموږ لارې نيسي او موږ لر او بر پښتون افغان په تيارو لارو كې ووژلى شو.

 

- نوید
بېرته شاته