(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تورخم لارې بندېده اودخلکو ستونزې

[23.Nov.2013 - 13:09]

د خيبر ايجنسۍ د پوليټکل انتظامې چارواکي وايي چې په پېښور کې د تحريک انصاف په مشرۍ کې د احتجاج له کبله دوی افغانستان ته تلونکې د طورخم لويه لار د نېټو لپاره د سامان وړونکو لاریو په ګډون د هر ډول تګ راتګ په په وړاندې بنده کړېده.

د تورخم پولیټیکل تحصیلدار  معراج مشال راډیو  ته وویل چې نن سهار شاوخوا لس بجې ایف سي ځواکونو د تورخم پوله د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړله د کوم له کبله چې دواړو خواوو ته په سلګونه خلک او لارۍ ولاړ دي.
د تحصیلدار معراج په وینا ، په دې کې هغه لارۍ هم شاملي دي چې د افغان ټرانزټ ټرېډ او په افغانستان کې د مېشتو نېټو ځواکونو لپاره سامان وړونکي ټرکونه هم شامل دي.
د تورخم یو ځايي اوسېدونکي میا ساجد نن مشال راډیو ته وویل چې ً دا وخت هلته دواړو خواوو ته د ماشومانو ، مېرمنو ، او سپین ږیرو په ګډون په سلګونه مسافر ولاړ او په تکلیف کې دي.ً
پر تورخم پوله د پولیټیکل انتظامې او ایف سي ځواک چارواکي وایي چې دوی ته د خپلو لوړ پوړو چارواکو له خوا امر شوی دی چې دغه لار وتړي. دوی وايي ، په دې اړه نور مالومات نه لري.
بل پلو د خیبرایجنسۍ یو پولیټیکل چارواکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا لاره یي په پېښور کې د صوبایي حکومت له خوا د بې پایلټه الوتکو د بریدونو پر ضد په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو لپاره د سامان وړونکو لاریو د مخنیوي په مخه د رابلل شوي احتجاج له کبله تړلې ده

د خیبر ایجنسۍ پولیټیکل چارواکي وايي،د۲۰۱۳روان  ع کال د نوامبر د میاشتې په ۲۱ مه نیټه د پنجشنبې سهار په تورخم پوله په پاکستاني کسټم هاوس کې یوه بمی چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۴ کسان ژوبل شوي دي.
په ژوبلو کې د کسټم ادارې کارکونکي شامل دي.
دوی وایي چې دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې په کسټم هاوس کې د افغان ټرانزټ ټرېډ او د نېټو رسد ګاډو د اسنادو تر کسټم تېرېدل روان ول.
د دغې پیښې وروستو سمدستي امنیتي ځواکونو دغه سیمه په خپله ولکه کې واخیسته او د تورخم پوله یې د هر ډول تګ راتګ  لپاره وتړله.
د لنډي کوتل روغتون د چارواکو په خبره چې د څلورو کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او د پېښور روغتون ته یې استولي دي.
د پیښې یو عیني شاهد حلیم الله مشال ریډيو ته وویل:
''په دې وخت کې زه د ګاډو د کسټم کاغذونو دستخط کولو لپاره په کسټم هاوس کې ولاړ ووم چې یو درز وشو یو پړک او شنه لمبه مې ولیده چې په دې ودانۍ کې تاویده، بیا راته پته نه ده لګیدلې خو کړکۍ او دورازه راباندې راپریوته،سر او غوږونه مې خوږ دي''
یو بل عیني شاهد او ژوبل شوی تن اختر ولي وايي:
''ما ګیټ پاسونه لیکل چې په دې کې مې یو ماشوم ولیده چې ځان یی والوځولو، زه پر یو میز راپریوتم او ژوبل شوم ما سره په خوا کې نورو ژوبل شوو کسانو چغې وهلې چې موږ اوچت کړی خو ما نه شو اوچتولی ځکه چې زه هم ژوبل پروت وم، ما د هغه کمعمره تن چې ځانمرګی وو د بدن غړي هم ولیدل''
د لنډي کوتل اسسټنټ پولیټیکل ایجنټ طیب عبدا لله په وینا دا یو ځانمرګی برید وو چې یو کمعمره تن تر سره کړی دی او خوا وشا شپاړلس کلن معلومېده، اود برید ګر د بدن  غړي یې په خپله ولکه کې اخیستې ده، او د دغې پیښې پلټنې یې پیل کړې دي.
د دغې پیښې پړه تر دې دمه چا پر خپله غاړه نه ده اخیستې...

Source:Mashaalradio

- فرهاد شینواری
بېرته شاته