(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ختیځ ادبي بهیر پوهاند دودیال ونمانځه

[23.Nov.2013 - 12:31]

ختیځ ادبي بهیر د خپلو ځانګړو غونډو په لړ کې دا ځل د ننګرهار پوهنتون د کرنې او اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند محمد بشیر دودیال د علمي، فرهنګي، او ادبي هڅو او کړنو نمانځنه او ستاینه  وکړه.

د ( ۱۳۹۲ ) کال د لیندۍ ماشتې په لومړۍ نیټه د جلال اباد ښار د میدیوتیک په انګړ کې د استاد د درناوي او نمانځنې په موخه یوه پرتمينه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د هېواد له بیلا بیلو سیمو فرهنګیانو، محصلینو، ژورنالیستانو او استادانو برخه اخیستې وه.

ناسته د جمعې په مبارکه ورځ سهار نهه بجې قاري خاوري مینت بار د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پرتلاوت کولو سره پیل کړه. د دریځ چارې بختیار ساحل مخکې وړلې او ګزارش يې جمال ثاقب لیکه.

په سرکې د استاد پوهاند بشیر دودیال ژوندلیک ولوستل شو او ورپسې راغلیو میلمنو استادانو، فرهنګیانو او د ادب او علم مینوالو د پوهاند دودیال په ژوند او اند خبرې وکړې او د هغه هڅې او کړنې يې بې سارې یادې کړې.

وینا والو استاد دودیال د ټول هېواد  او په ځانګړي توګه د ننګرهار پوهنتون لپاره یو ستر ویاړ یاد کړ چې تر دا مهاله يې د علم او پوهې مشال بل ساتلی دی او په دې برخه کې يې تلپاتې کارونه کړي دي.

وینا والو استاد دودیال د یوې شمعې په څېر وبللو چې خپل ځان سوزوي او نورو ته رڼا ورکوي هغوی د استاد د علمي، فرهنګي، ټولنیزو او ادبي هڅو ستاینه او درناوی وکړ او په دې برخه کې يې ورته د لا بریالیتوب دوعاګانې وکړې.

بوهاند دودیال تراوسه پورې 57 بیلا بیل علمي، فرهنګي او ټولنیز کتابونه لیکلي دي چې 47 يې چاپ شوي دي او پاتې نور يې د چاپ په درشل کی دي. په دې کتابونو کې يې ګڼ شمېر داسې دي چې همدا اوس د هېواد په پوهنتونونو کې تدریس کیږي.

ټولو راغلو میلمنو د ختیخ ادبي بهیر له ملګرو د زړه له تله مننه وکړه چې وخت ناوخت يې ورته ناستې جوړې کړي دي او خپل کارونه يې یوازې تر اړیکو پورې نه دي محدود کړي.

د غونډې په پای کې استاد پوهاند بشير دودیال د ختیځ ادبي بهیر له ملګرو او ټولو راغلو میلمنو د زړه له کومې مننه وکړه  او زیاته يې کړه چې د بهیروالو مینې او خلوص ورته دا توان ور وبښولو چې له دې ورسته به هم پر ځای نه کېني او خپلو هڅو ته به دوام ورکوي او د دې ولس او خلکو لپاره به کار کوي.

 ناسته غرمه ناوخته د غني فاروقي لخوا په دوعا کولو سره پای ته ورسیده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې  هم ختیځ ادبي بهیر ملګرو د خپلو ځانګړو غونډو په لړ کې د اروښاد استاد یارمحمد کوچې او استاد ابراهیم همکار په په ویاړ نمانځغونډې جوړې کړې وې او د هغوی کارونه او کړنې يې ستایلي او نمانځلې دي.

Siamuden Pasarly

Admin & Finance officer in Mediothek Nangarhar

Phone # 0773410589/0786384859

Email: [email protected] 

  Office Website: www.mediothek.org.af

Facebook: Mediothek Afghanistan Nangarhar Media Hous

- Pasarly
بېرته شاته