(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دعوت خپلواکو رسنیو مرکز خبرتیا

[11.Nov.2013 - 20:24]

د مرستې غوښتنه او زیری

دوه درې کاله کېږي چې د لوی افغانستان ټلویزیون د جوړیدو خبره د خپلو درنو هېوداوالو سره شریکه کړې او دا دی د ځینو پيښو، لوړو ژورو، خنډونو او ځنډونو وروسته یو ځل بیا خپلو درنو هېوادولو ته زیری ورکوو چې د دوو نوو ویبپاڼو -چې يوه په انګلیسي او یوه هم په پښتو د کار لاندې دي- سره جوخت د ټلویزیون د جوړیدو چارې مو هم پيل کړي.
له هر څه مخکې غواړو دا درې نوې او زړې هڅې دروپیژنو:
۱/ افغان سباوون (دعوت) ویباڼه
۲/ افغان سباوون انګلیسي ویبپاڼه
۳/ افغان سباوون ټلویزیون

لومړی: د افغان سباوون ویبپاڼه
دا نوې پاڼه چې په نوي بڼه او ډیزاین تر کار لاندې ده. ډیرې زیاتې زیاتونې، نوښتونه او بدلونونه پکې لیدل کیږي. د پخوانۍ یا اوسنۍ پاڼې (دعوت) سره به په بشيړ ډول توپیر لري او ډېرې اسانتیاوې او نوښتونه به پکې وليدل شي.
د خبرونو، مرکو، مقالو، تحلیلونو، انځورونو او اډیو او ویدیو برخي پکې شته.
نورې خبرې به هغه وخت ته پریږدو چې کله په رسمي ډول پاڼه پر لیکه شي.
مهمه دا ده چې کره، معیارې او مهمې لیکنې او نور نوی معلومات به لوستونکو او لیدونکو ته وړاندې کیږي.
د درنو لیکوالو له پاره د کالمونو ځانګړې برخه هم شته چې مینه وال کولای شي د ځان پاره خپل کالم یا برخه ولري چې د لیکوال د انځور او نوم لاندې به یوازې د همدغه لیکوال لیکنې وړاندې کیږي. شرط دا دی چې لیکنې باید یوازې د همدې پاڼې له پاره وي او لږ تر لږه په اووني کې یو ځل باید نوې لیکنه ورته پورته شي.
تاسې درنه هېوادوال چې په هر برخه کې مرسته او همکارۍ کولی شئ افغان سباوون پاڼه او د دعوت خپلواکو رسنیو مرکز ستاسو، او ستاسو په چوپړ کې دی.
د ټلویزیون او ویبپاڼو په برخو د هر هېوادوال مادي او معنوي مرستو ته اړتیا شته او هر څوک او هر مینه وال کولی شي مختلفې مرستې وکړي.

دوهم: د افغان سباوون Afghan Sabwoon انګلیسي ویبپاڼه
دا پاڼه چې به د اوسنۍ انګلیسې پاڼې نه کاملا بدله وي خو د پښتو افغان سباوون ویبپاڼې سره به ډیزاین کې ورته او یا یوشان وي.
مخکې چې د پښتو افغان سباوون ویبپاڼې په برخه کې هر څه وویل شول دغه هر څه دلته هم شته، نو د بيا تکرار اړتيا يې نه وينو.
د انګلیسي ویبپاڼې له پاره د ډیرې همکارۍ ضرورت دی څو وکولی شو دا پاڼه په ښه ډول مخته یوسو چې تر ممکنه حده ترې د خپل هېواد او ولس په ګټه کار واخلو او په رښتیني توګه د لوی افغانستان غږ تر نړیوالو او هم د لوی افغانستان او سیمې اړوند نړیوال نظرونه خپل ولس ته ورسوو.
د دې پاڼې له پاره هغه هېوادوال او مینه وال چې په انګلیسي ژبه برلاسي لري او کولی شي زموږ ملتیا وکړي له همدا اوسه ورته ښه راغلاست وایو.

دریم: افغان سباوون ټلویزیون
څرنګه چې مخکې هم وویل شوی وو دا یوازې انترنتي تلویزیون دی چې د انترنت پر مټ به د لیدو جوګه وي او د کمپیوټر تر څنګ به یی مینه وال هم په ټولوهغو موبایل تلیفونونو چې انترنت ولري د نړۍ په هره برخه او هر هېواد کې لیدلای شي.
د افغان سباوون ټلویزیون چې د ډیر منډو ترړو، ستړتیاو، ناامیدیو، مصرفونو نه وروسته دې ځای ته راورسید چې دغه ټلویزون به په نژدې راتلونکې کې په رسمي ډول خپلي ازمیښتې خپرونې پیل کړي.
يو وار بيا ټولو هېوادوالو باندې غږ کوو، چې د خپل فرهنګ د ځواکمنولو او خپلو خلکو ته د خدمت له پاره د دغه ټلويزيون په چارو کې له موږ سره مله شي، ځکه د ټلويزيون چلول د يو کس له واکه نه کيږي، نو د هېوادوالو د مادي او معنوي مرستې او لاسنيوي شديده اړتيا ده.
د پروګرامونو، علمي مرکو، سیاسي مرکو، ادبي مرکو، هنري مرکو، دیني پروګرامونو، ویډیو جوړولو، کمرې، د ویډیو ایډت او سمونه، ژباړې، د فلمونو، کارتونونو، علمی او مستندو فلمونو په ژباړه، ایډیټ، او دوبله کولو او نورو برخو کې مو لاسنیوی وکړئ.
هر ډول په زړه پورې ویدیو، فلم، کلپ چې تاسو یې لازم ګڼۍ چې نور هېودوال یې هم وګوري نو موږ ته یی کاپي د ایمیل، پوست او بله هره ممکنه لاره چې وینې یی راولیږئ.
په کوم هېواد او سیمه کې چې اوسئ د خپل ټلویزیون استازیتوب وکړئ. د خپل ښار او هېواد په اړه په زړه پورې معلومات، افغاني پروګرامونه، مرکې او نور د ویدیو په بڼه موږ ته له همدا اوسه راولیږئ.
که ستاسو له نظره یو څوک د دې وړ وي چې اړیکې ورسره ونیول شي نو موږ ته یی راپه ګوته کړئ تر څو موږ ورسره په تماس کې شو.
تراوسه ۶۳ هېوادوالو او مینه والو د افغان سباوون ټلویزیون سره مالي مرسته کړې چې موږ ترې د زړه له تله مننه کوو او ستر احساسات يې د ډېر قدر وړ بولو.
له تاسو هم غواړو چې تر خپله وسه د نورو مرستو تر څنګ زموږ مالي ملاتړ هم وکړئ. مننه
د اوس له پاره په لنډ ډول همدومره معلومات د مینه والو د خبرتیا له پاره وړاندې کیږي.
یادونه:
درنو مینه والو! که په هره برخه کې هر ډول مرسته کولی شئ، نو راسره اړیکه ونیسئ.
بریښنالیک: [email protected]
[email protected]

تلیفون: +47-63844384
موبایل: +47-90856195

په ډېر درنښت
محمد طارق بزګر
د دعوت خپلواکو رسنیو مرکز مشر

د نورو معلوماتو له پاره دا لینک وګورۍاو دلته ټک ورکړۍ
تر خپله وسه د دې خبرتیا په خپرولو او ویشلو کې خپلې هڅې مه

- دعوت
بېرته شاته