(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هيجړاگانو داولس اؤ پوليس څخه وهل خوړلي

[24.Oct.2013 - 17:59]

د جومات دملا په چغه هيجړاگانو داولس اؤ پوليس څخه وهل خوړلي

فاروق فراق
دپښتونخوا حکومت دصوبې په سرښار پيښور کې د جومات د يو ملا په چغه د اولس اؤ پوليس لخوا په هيجړاگانو د تشدد د پيښې په سختۍ سره نوټس اخستى اؤ د صوبې د کورنيو چارو سکتر ته يې دپيښې د سمدستي پلټنو اؤ د ذمه وارو کسانو خلاف دسختې کارروايۍ حکم کړى دى.
د خيبرپښتونخوا د هيجړاگانو دسازمان مشر يا صدرې فرزانه هيجړا وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته د اتوار په شپه وئيلي چې په هغه اؤ يوشمير نورو هيجړاگانو د پيښور په اماميه کالونۍ کې د سيمې ديو سيمه ايز جومات د ملا په وينا دسيمې خلکو اؤ پوليس بدترين تشدد کړى اؤ په وهلو وهلو يې ورله سرونه اؤ د وجود نور اندامونه مات کړي دي.
خو پوليس دريځ لري چې دغه هيجړاگان د سيمې دخلکو سره نښته کې ژوبل شوي دي.
دپيښې دتفصيلاتو بيانولو په ترڅ کې فرزانې ډيوه راډيو ته وويل هغه اؤ د "هغې نورې ملگرې داتوار په شپه دپيښور په اماميه کالونۍ کې په خپل کور کې ناستې وې چې په دغه مهال دعلاقې يو تن د بدکارۍ په نيت دهغوئ کور ته د ننوتلو هڅه وکړه کله چې هغوئ دغه تن خپل کور ته پري نښودو نوهغه د علاقې دجومات ملا اؤ نور خلک ولمسول اؤ د ملا په چغه دعلاقې ټولو خلکو په هغوئ حمله وکړه.

دهيجړاگانو د سازمان صدر وويل کله چې مقامي پوليس ته ددې پيښې اطلاع ورسيده نو پوليس موقعې ته راورسيدل خو د حمله کوونکو پځايې يې په خپلو وينو کې لت پت هيجړاگان را ايسار کړل اؤ په کوتکونو يې ووهل چې له دې امله گڼ شمير هيجړاگان سخت ژوبل شول.
په ژوبل شوؤ هيجړاگانو کې د هغوئ صدر فرزانه،سهانه، عائشه،صنم، چاکليټ اؤ علي شامل دي.
دغو هيجړاگان چې کله دپوليس د رويې خلاف د احتجاج په ډول سړک ته ووتل نو هلته ترې پوليسو دميډيا په وړاندې کوتکونه وورول چې له امله يې گڼ شميرهيجړاگان سخت ژوبل شول اؤپه ژوبل حالت کې دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته ورسولى شول.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو چې کله ددغه پيښې په اړوند دمتعلقه پوليس تاڼې(گلبهار پوليس سيشن) د مشر يا ايس ايچ اؤ غفارخان څخه پوښتنه وکړه نو هغه وويل هيجړاگان پوليسو نه دي وهلي بلکې دعلاقې دخلکو سره په نښته کې ژوبل شوي دي .
خو په پوليس تاڼه کې يواځې هيجړاگان  بندي ليدل کيدل اؤ پوليسود بل فريق دنۀ نيول کيدو په اړه هيڅ قسمه وضاحت ونۀ کړى شو.
د ژوبل شوؤ هيجړاگانو صدر فرزانې اؤ سهانه په مدعيت کې د ليډي ريډنگ هسپتال پوليسو په پيښه کې دککړو پوليس اهلکارو په ضد دمقدمې درج کولو باور ورکړى اؤ د هسپتال دپوليسو يو تن مشر يا تاڼيدار شاه ولي خان ډيوه راډيو ته وويل  کله چې د ژوبل هيجړاگانو ډاکټري راپور مخې ته راشي دهغې په اساس به تشدد کې دککړو کسانو په ضد مقدمه درج کوي.
اخوا دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت ددغه پيښې په سختۍ سره نوټس اخستى اؤ په پيښه کې د ککړو کسانو په ضد يې د فوري پلټنو اؤ کارروايۍ امرکړى دى.
دخيبرپښتونخوا د صحت وزيرشوکت علي يوسفزي وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په خبرو کې په دغه پيښه د سخت افسوس څرگندونه وکړه اؤ وئ وئيل دپيښې د خبر په ترلاسه کيدو په سمدستي ډول دصوبې دکورنو چارو سکتر ته ددغه پيښې د روڼ انده تحقيقاتو اؤ په پيښه کې دککړو کسانو په ضد د سختې کارروايۍ حکم کړى دى.
هغه وويل  ژوبل د هسپتال انتظاميې ته يې لارښونه کړې چې ژوبل هيجړاگانو ته د صحت وي ايي پي اسانۍ ورکړي ..

شوکت علي يوسفزئ زياته کړه صوبايي حکومت د فن سره تړلې د هيجړاگانو طبقې ته دهغوئ دټولو بشري، جمهوري ،سياسي اؤ ټولنيزو حقونو په ورکولو باور لري اؤ هيڅکله به دغه طبقه د زورورو مخې ته يواځې پرې نۀ ږدي .
بايد وويل شي دپاکستان سترې محکمې تيرکال  پخپله يوه پريکړه کې هيجړاگانو د هيواد د نورو وگړو پشان د مساوي حقونو جوگه گرځولي وؤ اؤ امر يې کړى ؤ چې په سرکاري محکمو کې دې هغوئ ته د باعزته روزگار ورکولو دپاره دوه فيصده کوټه بيله کړل شي.
ددې ترڅنگ سترې محکمې هيجړاگانو ته د دريم جنس د شناختي کارډ جاري کولو امر هم کړى دى خو دپاکستان دبيلابيلو برخو څخه وخت په وخت هيجړاگانو سره دامتيازي سلوک اؤ په هغوئ دجنسي اؤ جسماني تشدد راپورونه مخې ته راځي.

ډیوه راډیو

 

- میا فاروق فراق
بېرته شاته