(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخپلواک ادبي ټولنه غونډه

[24.Oct.2013 - 08:39]

رپورټ:ـ محمدرمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

دخپلواک ادبي ټولني غونډه په نېټه 22اکتوبرپه ماځیګردسهیلي پښتونخواد تاریخي ښاردکویټه په پښتون آبادسیمه کښي حاجي عثمان خان اڅکزی په کلاکښي وشوه.دغه غونډه درمضان ارماني په مشرکښي وشوه.په غونډه کښي دشاعرانوترڅنګ عام اولس هم ګډون درلود.دیادګیرني وړخبره داده چي په سهیلي پښتونخواکښي ګڼ شمېرادبي تنظیمونه وجودلري اودوي خپلي غوڼدي پله پسې کوي.خوددغوادبي تنظیمانوپه غونډوکښي عام اولس ګډون نه کوي.خویواځنی دخپلواک ادبي ټولنه ده چي ددې په هره غونډه کښي عام اولس هم ګډون کوي.دغوڼدي په پېل کښي دخپلواک ادبي ټولني پخواني مشرآغاجان همدرددخپلواک ادبي ټولني په فعالیت رڼا وچوله اوویل یې چي دخپلواک ادبي ټولني غونډي اومشاعرې له تېرو اوو(7) کالوراهیسی دوام لري.په دې غونډوکښي لیکوالانو،شاعرانو او ادیبانو تر څنګ دپښتون آبادهغه وګړوهم ګډون کړی دی کوم څوک چي دادب سره مینه لري اویادبېلابېلاسیاسي ګوندوغړي دي.خپلواک ادبي ټولني تر نظارت لاندي کتابونه هم خپاره شوي دي اوسیمنارونه هم شوي دي. د پښتون آبادوګړودخپلواک ادبي ټولني سره هروخت مرسته کړې ده. اوداده نن په عثمان کلاکښي غونډه اومشاعره ددې ژوندی مثال دی. چي په دې کښي هم په ګڼ شمېرعام وګړوګډون کړی دی.وغونډي ته ویناپه مهال کوربه حاجي ملک عبدالمالک وویل چي دازمادپاره دویاړخبره ده چي نن زماپه کوټه کښي دپښتوژبي ادیبان،لیکوالان اوشاعران راغونډ شوي دي.دپښتوژبي دپرمختګ دپاره وهرډول چوپړته چمتویم.وغونډي ته دویناپه مهال دپښتونخواملي عومي ګوندملګري حاجي عثمان خان اڅکزی وویل چي پکاردی چي موږپښتانه دشاعرانواولیکوالانوخبروته غوږشو.ډیري بدی ورځي په دې قام راغلي دي پکاردی چي شاعران اولیکوالان خپل دژبي اودقام دپرمختګ دپاره په عملي توګه کار وکړي. وغونډي ته دویناپه مهال رمضان ارماني وویل چي په سهیلي پښتونخوا کویټه کښي یوشمېرادبي ډلي شته چي خپل ادبي چوپـړته یې دوام ورکړي دي خوخپلواک ادبي ټولنه لمړنۍ ټولنه ده چي ددې ټولني په غوڼدوکښي د پښتون آبادوګړي ګډون کوي.دعام وګړودغه ګډون داڅرګندوي چي پښتانه اوس دټوپک په ځاي وقلم اوکتاب ته ارږت ورکوي.ولي جنګونو پښتانه ډیرځپلي دي.ددې وروسته دخپلواک ادبي ټولني ترنظارت لاندي مشاعره پېل شوه.په مشاعرې کښي محمدزمان یوسفزی:ـ

هیڅ نشته یارانوزموږپه ښکلې پاکستان کښی

...............................................

امان الله پروانه یوآزادنظم وړاندي کړ،دوست محمداکمل:ـ

چي دحسن بازارجوړپه چمن شي

هله به موړهرمین په دیدن شي.

عبدالخبېروقارپه ترنم کښي یوه په زړه پوري ترانه زمزمه کړه.آغاخان همدرد:ـ

ستاتوري سترګي مي په زړه داسي وارونه کوي

لکه ناټوچي زموږپه کلي بمبارونه کوي.

قادرمفتون:ـ

 ټول لوي اوکم کوي آوازچي اخترراغلی

زمابې تاخېـږي نفس چي اخترراغلی.

سیدمحمدشافي خپل کلام په ترنم کښي وړاندي کړی.عبدالغني وفا:ـ

راسه پاته نورګودراوماځیګردي

ثورپه وینومواټک اوخېردی.

محمدعمرنوراني :ـ دغازي لالي خنجرچي هېرنه کړی په ګودر

رمضان ارماني:ـ

خوښ مي ګلان دي ازغي څه کومه

خپل مي یاران دي پرېدي څه کومه.

دمشاعرې په کښي ښاغلي عثمان خان اڅکزي دبېلابېلوانقلابي شاعرانویوڅووطني شعرونه زمزمه کړل.چي ددې وروسته دخپلواک ادبي ټولني ترنظارت لاندي کېدونکې مظاهره پاي ته ورسېده. 

- رمضان ارماني
بېرته شاته